1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په آلمان کې د کرونا پېښې بيا زياتي شوي دي

۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

د آلمان د روغتیا وزير کارل لاوتربخ، د جمعې په ورځ، د سپتمبر ۳۰مه، د کرونا ناروغۍ د پېښو د ډېريدو خبرداری ورکړ. هغه د ډير عمر درلودونکو افرادو ته امر کړی چې د کرونا ويروس د نوې بڼې پر وړاندې د بوستر واکسين دوهم دوز واخلي.

د آلمان د روغتیا وزیر کارل لاوتربخ
د آلمان د روغتیا وزیر کارل لاوتربخانځور: /dpa/picture alliance

لاوتربخ په برلین کې خبريالانو ته وويل چې په نورو اروپايي هیوادونو لکه فرانسه، هالند او دنمارک کې هم د کرونا پېښې زياتي شوي دي.

آلماني چارواکو د تيرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د کرونا ۹۶ زره او ۳۶۷ نوې پېښې ثبت کړي چې دا شمیر د يوې اوونۍ مخکې په پرتله دوه برابره لوړ دی. کېدای شي د آلمان ۱۶ ایالاتونه سر له شنبې ورځې یو ځل بیا کرونايي محدودیتونه اعلان کړي، لکه په سرپټو ځايونو کې د ماسک اغوستل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل