د آلمان د بایرن مسیحي سوسیال اتحاد ګوند مشر هورست زیهوفر، چې تر دې وړاندې ېې هم د صدراعظمې انګلا میرکل د مهاجرت سياست په اړه خپل مخالفت ښکاره کړی، يو ځل بيا ويلي دي چې آلمان ته د داخليدونکو مهاجرو لپاره دې په قانوني توکه یوه کلنۍ سرحد وټاکل شي.
زيهوفر ويلي چې دغه شميره بايد په کال کې له دوه سوه زرو څخه وانه وړي. دا هغه غوښتنه ده چې په پرله پسې توګه د صدراعظمې انګلا میرکل لخوا رد شوې او نه ده منل شوي.
په پام کې ده چې په راتلونکي ميلادي کال کې په آلمان کې عمومي ټاکنې ترسره شي. مهاجرت او د مهاجرت کړکیچ ته د رسيدګي موضوع، اوس په آلمان کې په داسې ېوې مهمې موضوع بدله شوې چې آن د آلمان ټاکنې يې تر خپل سيورې لاندې راوستې دي.
زيهوفر چې د یکشنبې په ورځ يې له آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» سره خبرې کولې، وويل چې د مهاجرو د کلنۍ شمير د تعينولو په موخه يې خپلې هڅې کړندۍ کړي دي چې په روانه مياشت کې ورته د حل لاره پیدا شي.
د بايرن د مسيحي سوسيال ګوند رهبر ویلي دي چې آلمان تير کال د ۸۹۰ زره مهاجرو د راتلو شاهد وو، خو د روان کال په نهو مياشتو کې ۲۱۳ زره مهاجر راغلي دي چې دا د تير کال په پرتله ډیر کموالی ښيي.
هغه وايي که څه هم له دغو پايلو څخه «راضي» دي خو پر دې ټينګار کوي چې دغه محدوديت دې قانونې شي چې په راتلونکو کلونو کې د ۲۰۱۵ کال په شان بحران له تکراریدو څخه مخنيوی شوی وي.
انګلا میرکل چې تر اوسه يې نه دي ویلي چې ایا په راتلونکې ټاکنو کې به ځان ونوموي او که نه، د شنبې په ورځ د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند د ځوانانو ډلې سره د ليدو پر مهال د زيهوفر د تازه غوښتنو په اړه څه و نه ویل.
هورست زيهوفر دغه راز د «بيلد ام زونتګ» ورځپانې سره په مرکه کې وويل چې هغه تصميم لري چې د خپلو مسئوليتونو له ډلې څخه له يوه څخه يې ځان ګوښه کړي، خو هغه دغه خبره په مشخصه توګه روښانه نکړه.
زيهوفر اوس مهال د بايرن د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند مشر او د بايرن ايالت لومړی وزير دی. هغه ويلي دي چې د آلمان په راتلونکي پارلمان کې به په احتمالي توګه د پنځو ګوندونو پر ځای، اووه ګوندونه رول ولري.
هغه وتلي څېرې چې یو وخت مهاجر ول
دوی غوښتل چې خپل هیواد د لنډې مودې له پاره پریږدي، خو دوی وروسته د نامتو سندرغاړو، هنرمندانو، سیاسي څیرو او ان د ساينسپوهانو په توګه راڅرګند شول. دغه لس څیرې چې تاسې نه پوهيدلاست، یو وخت مهاجر ول. انځور: Imago/StockTrek Images المانۍ سندرغاړې او هنرمنده، مارلیني ډیتریش په ۱۹۳۹م کال کې له نازي آلمان څخه امریکا ته مهاجره شوه او د ښکلي اواز او خمارو سترګو لرونکي مارلیني ډیر ژر په امریکا کښې مشهوره شوه. یوه غښتلې مهاجره چې تل یې د هټلر پرضد ویناوې کولې. په داسې حال کښې چې په آلمان کې د هغې پرفلمونو بندیز لګیدلی وو، هغې د امریکايي سرتیرو له پاره سندرې ویلې. هغه تل وايي: «زه المانۍ یم او تل به المانۍ پاته شم.»
انځور: picture-alliance/dpa نوموړی د هاروارډ پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو یوه پیاوړې څیره چې د امریکا متحدو ایالاتو د ۵۶مې دورې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې هم کار کړی او د امریکا د بهرني سیاست په جوړیدو کښې یو اساسي رول لوبولی دی. په بایرن کښې زیږدلی هنري کسینګر په ۱۹۳۸م کال کښې د نازي آلمان حکومت د محکمې له ویرې له خپل هیواد څخه مهاجرت ته اړ شو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schiefelbein په اوسني چک جمهوریت کښې زیږیدلې، مدیني البرایت او د هغې کورنۍ په ۱۹۴۸م کال کې امریکا ته هغه وخت مهاجرت وکړ چې د حکومت واګې یې کمونیستانو په لاس کښې واخیستې. هغې سیاست ته مخه کړه او د امریکا په حکومت کښې لوړ مقام ته ورسېده: په ۱۹۹۲ - ۲۰۰۱م کالونو کې د امریکا د بهرنیو چارو لومړۍ ښځینه وزیره وه.
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb د فزیک د نسبیت فسلسفې مخترع، او د نوبل نړیوالي جایزې ګټونکی، یهودي آلمانی البرت آينشټاين په ۱۹۳۳م کلونو کښې له امریکا څخه لیدنه کوله او ورته معلومه شوه چې نور بیرته آلمان ته نه شي تلای.هغه یووار لیکلي ول چې له خپل بخت څخه خوښ یم چې د امریکا په پرنسټن کښې ژوند کوم خو په عین حال کښې ډیر ځوریږم چې زه په ارامۍ کښې ژوند کوم او نور بیا له زورزیاتي، ستونزو او کړاونو سره مخامخ دی.
انځور: Imago/United Archives International په ۱۹۱۹م کال کښې په ویانا کښې زیږیدلی جورج ویدینفیلد یو یهودی بریتانوی لیکوال وو او له هغه وروسته چې د آلمان نازي حکومت د اتریش هیواد تر خپلې ولکې لاندې راوست، هغه بریتانا ته مهاجر شو. هغه یو شرکت رامنځ ته کړ او وروسته یې د اسرایلو د لومړي ولسمشر د رئیس ارکان په توګه دنده ترسره کړه او د سوریايي او عراقي عیسویانو د ژغورنې مالي ملاتړ یې هم کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/N.Bachmann د ۲۰مې پیړۍ د هنګري هیواد کمپوزر بیلا بارتوک نه یوازې یو یهودی وو، بلکي هغه د نازیانو د واک او د یهودیانو د محکمې کیدو خلاف وو. په ۱۹۴۰م کال کښې هغه امریکا متحدو ایالاتو ته ولاړ.
انځور: Getty Images میلوز فورمن د فلمونو وتلی ډایرکټر په ۱۹۶۸م کال له چکسلواکیا څخه د امریکا متحده ایالاتو ته مهاجر شو. هغه دوه د اوسکار ګټونکي نړیوال فلمونه جوړ کړي دي.
انځور: picture-alliance/abaca/V. Dargent د چلي هیواد ولسمشر الیندي سلوادو د یوې کودتاه په پایله کښې له حکومت څخه لیرې کړل شو او په ۱۹۷۳م کال کښې ومړ. د هغه د تره لور ازابیل کله چې ورته د مرګ ګواښونه وشول، ونزویلا ته مهاجره شوه. د هغې ناولونه په نړیواله کچه پیژندل شوي دي.
انځور: Koen van Weel/AFP/Getty Images مریم مکیبا چې خلک ورته له مینې ممه افریقا هم وايي د امریکا په سفر بوخته وه چې د هغې حکومت د هغې پاسپورت له دې امله لغو کړ چې د خپل حکومت خلاف يې تبلیغات کول او وروسته بیا ئې خپل هیواد ته پرتګ بندیز ولګید. په ۱۹۹۷م کال کښې د هغې یوه سندره «پته پته» په نړیواله کچه ډیر شهرت وموند. هغه اوس په امریکا کښې ژوند کوي.
انځور: Getty Images د سیوکس مشره تاتانکه ایوتاکي یا سیتنګ بول په امریکا متحدو ایالاتو کښې یوه پیژندل شوې مشره ده. ایا پوهیږئ چې هغې هم د خپل ژوند یو څو ورځې د مهاجرې په توګه سبا کړي دي. په ۱۸۷۷م هغه کاناډا ته مهاجره شوه او بیا وروسته په ۱۸۸۱م کال کښې بیرته د امریکا متحدو ایالاتو ته راغله او بیا بند ته واچول شوه.
انځور: Imago/StockTrek Images