په آلمان کې یوې څیړنیزې ادارې په خپله نوې څیړنه کې موندلې ده چې په آلمان کې بهرني اتباعو ته د ارزښت او د ممکنه رای ورکونکو په سترګه نه کتل کیږي. په آلمان کې کابو ۱۷ میلیونه کسان چې د کډوالۍ تاریخچه لري ژوند کوي او د یوې سترې رایې ورکونکې ډلې او یا د پارلمان د ممکنه استازیتوب ځواک لري.
تراوسه پورې په آلمان کې هیڅوک هم دې ځواک ته نه دي متوجه شوي. دغه هغه څه دي چې په آلمان کې د ادغام او مهاجرت پر موضوع یوې آلمانۍ څیړنیزې ادارې په خپله تازه څیړنه کې موندلي دي.
هر لسم وګړی د کډوالۍ تاریخچه لري
په آلمان کې هر لسم وګړی د کډوالۍ تاریخچه لري. د تیرو فدرالي ټاکنو په ترڅ کې په آلمان کې ۵.۸ میلیونه کډوالو د رایې ورکونې حق درلود. په ورته وخت کې پنځه میلیونه نور کډوال د آلماني د تابعیت د ترلاسه کولو په شرایطو برابر دي او امکان لري چې تر راتلونکو پارلماني ټاکنو پورې چې د ۲۰۱۷م کال په مني کې ترسره کيږي، دوی هم د رایې ورکونې حق ترلاسه کړي.
څیړونکې غواړي وپوهیږي چې په آلمان کې کډوال کوم سیاسي ګوند ته تمایل لري. څیړنو وښوده چې کډوال اس. پې. ډې یا سوسیال دیموکرات ګوند ته ډیر تمایل لري او په ورته وخت کې د عیسویانو دیموکرات اتحاد سي. ډي. یو او د دوی بله څانګه د عیسویانو سوسیال متحد یا سي. اس. يو ته ډیره لیوالتیا نه لري.
که چیرته شمیرو ته وګورو نو داسې ښکاري چې ۴۰ سلنه کډوال د سوسیال دیموکرات ګوند پلوي دي او ۲۷.۶ سلنه بیا د عیسویانو دیموکراتانو خوا ته تمایل لري. د تیرو څو کلونو په اوږدو کې په آلمان کې دغو دوو سترو ګوندونو نږدې مساوي پلویان درلودل. په آلمان کې زرغون ګوند بیا یوازې د سروې شوو کسانو په منځ کې دریم ځای یې او ۱۳.۲ سلنه پلویان لري او له چپ لاسې ګوند چې ۱۱.۳ سلنه پلویان لري، مخکې دی.
د ګوندونو د ځواک بدلون
ایدن اوزګوز چې د دې څیړنې مسوله ده وايي: «په آلمان کې کډوال د خپلو حقونو څخه په استفاده کولای شي چې ځان په ټاکنو کې نوماند کړي او په دولتي ادارو کې کار وکړي.» هغه د خپل ځان د کډوالۍ تاریخچې ته په اشاره وايي چې زه هم کډواله وم او اوس د سیاست په برخه کې کار کوم.
اوزوګوز هیله لري چې په راتلونکي کې د اداغام له پاره ځانګړی وزارت رامنځ ته شي. په تیرو ټاکنو کې د دغه راز هڅو ملاتړ شوی خو پر دې موضوع بحث نه دی شوی.
اوزوګوز چې د ادغام د وزارت د رامنځ ته کیدو پر سر له سختو نیوکو سره هم مخ شوې، وايي چې د ادغام له پاره د ځانګړي وزارت نه شتون، ګڼ شمیر ننګونې زیږولي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.08.2013):
د نړۍ په تاریخ ډیر شمیر مشهوره کسان کیڼ اړخي ول چې یو شمیر یې دلته په انځورونو کې ښوول شوي دي.
انځور: myper - Fotolia.comارسطو له میلاد څخه ۳۸۴ کاله مخکې زیږیدلې او بیا له میلاد څخه ۳۲۲ کاله مخکې وفات شوې دی. نوموړی په دې عقیده وو چې که یوه ټولنه په کلتوري لحاظ هر څومره پرمختللې هم وي، د دې له پاره چې د حکومت د نسکورولو په برخه کې د زور زیاتي مخه ونیول شي، باید مشري د اشرافو په لاس کې وي.
انځور: picture-alliance / IMAGNO/Austrian Archives«ژولیوس سزار» یا د روم قیصر له میلاد څخه سل کاله مخکې زیږیدلې او ۴۴ کاله مخکې تر میلاده مړ شوی دی. نوموړی د روم یو مشهور سیاسي او پوځي مشر وو. د ژولیوس سزار تر مړینې دوه کاله وروسته د روم د سنا مجلس هغه د روم خدای وباله. سزار هم د ګیڼ لاسو د تاریخ یو مشهوره شخص دی.
انځور: Hulton Archive/Getty Imagesلیوناردو داوينچى نه یوازی دا چې یو پیاوړی هنرمند وو بلکې یو نابغه او د رنسانس د دورې«له مودرنې دورې څخه مخکې» د ټولو رشتو یو کارپوه وو. که څه هم ده ډیر لږ انځورونه یا مجمسې بشپړ کړې وې، خو د یوه نقاش په توګه د دغه کیڼ لاسي هنرمند ژوند ډیر روښانه وو. د علمي څیړنو سره د لیوالتیا له امله داوینچی نورو کارونو ته وخت نه مونده.
انځور: myper - Fotolia.comلودویګ فان بیتهوفن د ۱۷۷۰م کال د دسمبر د میاشتې په ۱۷ د آلمان د بن په ښار کې زیږیدلې دی. پلار يي له موسیقۍ سره ډیره مینه لرله او غوښتل يي چې له خپل زوی څخه یو لوې هنرمند جوړ کړي. د موسیقۍ سره همدا د بیتهوفن د پلار مینه وه چې زوی يي په شپږ کلنۍ کې یو ښه کمپوز جوړوونکی شو.
انځور: picture-alliance/dpaفریدریش نیچه (۱۸۴۴-۱۹۰۰) فیلسوف، شاعر او آلمانۍ کمپوز جوړونکې وو. د نړۍ د تفکر په تاریخ کې نیچه یو بې ساری مفکر وو. فریدریش نیچه هم د کیڼ لاسو په تاریخ کې یوه مهمه څیره ده.
انځور: Getty Imagesپولیندي فزیک پوه او کیمیا پوه مارکوري په ۱۸۶۷ کال کې زیږیدلی دی. نوموړی لومړنی کس وو چې دوه وارې یې د کیمیا او فزیک په څانګو کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. مارکوري په ۱۹۳۴ کال کې د وینې د سرطان له امله د ۶۲ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټی کړې. هغه د رادیوم پر مادې د څیړنو له امله چې یو سرطان زیږونکې ماده ده خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture alliance/Mary Evans Picture Libraryچارلي چاپلین د سینما یو له مشهورو لوبغاړو او د اسکار د جایزې ګټونکی دی. د هغه اکثره فلمونه کمیدي دي. چارلي چاپلین چې د ۶۵ کلونه څخه يي هم د ډیر وخت له پاره د سنیما په برخه کې فعالیت کړی دی د تاریخ له مشهورو کیڼ لاسو څخه شمیرل کیږي.
انځور: APمهاتما ګاندي د اصولي اخلاقو درلودونکی سیاستوال وو چې غوښتل يي بې له دې چې له زورزیاتي څخه کار واخیستل شي د حققیت په مرسته خپل هیواد «هندوستان» د بریتانيي له استثمار څخه آزاد کړي. ګاندي د ۱۹۴۸ کال د جنورې د میاشتې په ۳۰ نیټه ووژل شو.
انځور: APآلبرت انشتاین یو مشهور کیڼ لاسې دی. آلبرت انشټاین په ۱۹۰۵ کال کې د خپلو څیړنو پایلې وړاندې کړې چې د هغه وخت یو انقلاب رامنځ ته کړ. د وخت او فضا په هلکه د هغه انقلابي تیوري ، د فزیک د علم په اساس باندې بدله شوه او د طبیعي او مودرنه علومو د پرمختګ له پاره يي لاره هواره کړه.
انځور: picture-alliance/dpaمشهور آلمانې لیکوال او هنرمند ګونترګراس، چې د سولې جایزې ګټونکې هم دی د ۱۹۶۱ کال راهیسې د سوسیال دیموکراتانو د بریالیتوب له پاره په دې ګوند کې فعالیت کوي. له دغه ګوند څخه د آلمان لومړيو وزیرانو هریو ویلي برانټ، هلموت شمیت او ګرهارد شرودر، په وار وار سره اعلان کړی دی چې د دوی د ګوند د بریالیتوب ترشا د دغه محبوب لیکوال لاس دی.
انځور: picture-alliance/dpaستیو مک کوئین، یو مشهور امریکايي سینمایي ستوری دی چې په ۱۹۳۰ کال زیږیدلې او په ۱۹۸۰ کال کې مړ شوی دی. هغه د لومړي ځل له د «حباب» په نامه په یوه فلم کې نقش ولوبوه. ستیو مک کوئین، هم د تاریخ د مشهورو کیڼ لاسو څخه دی.
انځور: AFP/AFP/Getty Imagesجیمې هندریکس د ۱۹۴۲ کال د نومبر د میاشتې په ۲۷ نیټه د امریکا متحده ایالاتو په شمال لویدیځ ښار سیاتل کې وزیږیده. د دغه چپ لاسي ګیتارغږونکي او سندرغاړي د ژوند ډیره برخه په کنسرتونو کې تیره شوه. د ده کنسرتونه د موسیقۍ د مینه والو په زړونو کې د یوې تاریخي پېښې په توګه پاتې دي. هندریکس د ۱۹۷۰ کال د سپټمبر په ۱۸ د ۲۷ کلنۍ په عمر په لندن کې مړ شو.
انځور: picture-alliance/dpaایرانۍ مشهوره سندرغاړۍ فایقه آتشین چې په ګوګوش مشهوره ده په ۱۳۲۹هجري شمسي کال کې په تهران کې زیږیدلې ده. نومړۍ د ایران د موسیقي په تاریخ کې تر ټولو محبوب سندرغاړې ده چې د منځني آسیا او منځني ختیځ په هیوادونو کې د ځانکړي شهرت خاونده ده. ګوګوش د ایران له مشهورو ګیڼ لاسو څخه ده.
انځور: SAFIN HAMED/AFP/Getty Imagesد امریکا متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر بارک اوباما، هم د معاصر تاریخ له مشهورو کیڼ لاسو څخه دی. هغه په ۱۹۶۱م کال کې زیږیدلې دی. نوموړی د امریکا متحده ایالاتو ۴۴م ولسمشر دی. اوباما هم د سولې د نوبل جایزې د ګټونکو په کتار کې ځای لري.
انځور: APرضا پهلوي په ۱۹۳۹ کال کې د ایران په پلازمېنه تهران کې زیږیدلې. نوموړی د محمد رضا شاه پهلوي او میرمن فرح دیبا زوې دی چې د ایران له مشهورو کیڼ لاسو څخه شمیرل کیږي.
انځور: APامریکايي فلمي ستورې او د «کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ښه نیک سفیره» انجلینا جولي په ۱۹۷۵ کال کې زیږیدلې. جولي درې ځله د ګلډن ګلوب، او یو ځل د اسکار د جایزو ګټونکې ده.
انځور: Getty Images