د سوی او د ايستر د هګيو کيسه ښايي ډېر ښه په منځنيو پېړيو پورې، يعنې د روښانتيا له دورې مخکې پرتې دورې پورې اړه ولري. خو دا خبره سمه نه ده. دا په داسې حال کې ده چې د روښانتيا او خلکو ته د پوهاوي د رسولو په عصر کې په لومړي ځل يو سوی د چمن د پاسه راڅرګند شو چې رنګينې هګۍ يې ماشومانو ته په يو ځای کې پټې کړې. دغه خبره اصلا په حضرت عيسی (ع) پورې تعلق نه لري چې د ايستر د جشن په مذهبي مراسمو کې لمانځل کيږي. دغه کيسه د پروتستانت عيسويانو په دودونو پورې بيا اړه لري. دغو خلکو غوښتل خپلو ماشومانو ته تشريح کړي چې د ايستر په وخت ولې ډېرې هګۍ موجودې وي چې خوړل کيږي. له دې کبله يې د هګيو د راوړلو وظيفه سوی ته ورپه غاړه کړه چې دغه ژوی خپله بيا ډېر بچيان راوړي. دغه تشريح په بن کې مېشت د دودونو او عنعناتو کارپوه، آلويس دوېرينګ ورکوي. نوموړی وايي: «په داسې حال کې چې د روژې نيولو پر وخت کاتوليکانو اجازه نه درلوده چې هګۍ وخوري، نو د ايستر په وخت د چرکانو ځالې له هګيو ډکې وې.» د پروتستنانو په نظر د روژې وخت د پاپ له خوا رامنځ ته شوی يو دود و چې دوی له دې کبله رداوه، خو د ايستر جشن يې بيا هم لمانځه. هغوی دغه جشن د رنګينو هګيو په واسطه هم تجليل کاوه، ځکه چې هګۍ د نوي ژوند سمبول هم بلل کيږي چې د حضرت عيسی (ع) د قيام يوه نخښه وبلل شوه.
کليسا هم د هګيو د رنګولو په اړه بحثونه کول
د ولسي کيسو او دودونو د چارو کارپوه آلويس دوېرينګ اضافه کوي چې کليسا هغه وخت پر هګيو باندې دم کاوه. د دې له پاره چې د دې تفريق وشي چې په کومو هګيو باندې دم شوی او په کومو باندې نه، به يې هغه رنګولې او بيا به يې خلکو ته د تحفې په حيث ورکولې. ښاغلی دوېرينګ وايي چې «راهبانو هم د سينګار دغه هنري شکل ډېر خوښاوه.»
د ايستر سوی له چاکلېټو هم جوړيږي چې دغه دود د ماشومانو ډېر خوښيږيانځور: Imago/Bild 13 دغه رنګيې هګۍ يې داسې خوښېدلې چې د باروک په دوره کې يې په وعظ او په خپلو خبرو کې د هګيو د رنګولو د بېلابېلو تخنيکونو په هکله معلومات ورکول. ښاغلی دوېرينګ وايي چې په ايستر کې د سوی کيسه بيا وروسته ورزياته شوې ده. د هغه په خبره د پروتستنتانو په ادبياتو کې په ۱۷مه پېړۍ کې بيا د سوی کيسه ور اضافه شوې ده. په ځينو سيمو کې ګيدړ او کارغه هم ماشومانو ته هګۍ راوړي، خو دغه ژوي بيا د وخت په تېرېدو سره پاته راغلي او نور نه دي ياد شوي. د ولسي چارو د کارپوه په حواله يې علت ښايي دا وي چې سوی په افسانو کې د نورو ژويو په نسبت لا ښه د انسان بڼه خپلولی شي. د رېګنس بورګ د پوهنتون يو کارپوه، ګونتر هيرش فېلدر، بيا يو بل نظر لري: د انجيل په ځينو برخو کې داسې يو حيوان هم راغلی دی چې يوه غرني سوی ته ورته شکل لري. دغه حيوان چې په نژدې ختيځ او جنوبي افريقا کې ژوند کوي، د اوګوستينوس د ژباړې د لارې په سوی باندې بدل شو چې اوس ماشومانو ته د ايستر د جشن په وخت رنګينې هګۍ راوړي:
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (31:03.2013):
ايستر هم ديني او فولکلوريک اصل لري. دا چې په آلمان کې ايستر څنګه لمانځل کيږي، په دې اړه لاندني انځورونه کښېکاږﺉ. ايستر د عيسوي کليساو تر ټولو مهم جشن دی. د ايستر پېژندل شوي سمبولونه او دودونه بيا غيرديني رېښې هم لري. د ایستر هګۍ، سوی او پسونه د پېړيو په اوږدو کې په فولکلوريک ډول رامنځ ته شوي دي او له لرغونو دودونو سره ګډ شوي دي. دا چې د عيسويانو په عقيده ايستر د حضرت عيسی (ع) د قيام جشن ګڼل کيږي، ډېرو آلمانيانو هېر کړی دی.
انځور: st-fotograf - Fotolia.com د زرغونې پنجشنبې په ورځ کاتوليکي کليسا د حضرت عيسی (ع) او د هغه د پيروانو له خوا د ماښام ډوډۍ خوړلو د مراسمو ياد تازه کوي. په دغه ورځ عيسی (ع) ډوډۍ ووېشله او له نورو سره يې له يوه جام څخه اوبه وڅښلې. دغه مراسم د عيسويانو په عبادت کې هم تر سره کيږي چې په هنر او د کليسا په سندرو کې تل د دغې پېښي يادونه شوې ده.
انځور: imago stock&people د وير په جمعه د عيسويانو په عقيده د حضرت عيسی (ع) د مړينې يادون تر سره کيږي. ځينې عيسوي ډلې په دغه ورځ خاص مراسم تر سره کوي. د وير جمعه په کاتوليکي کليسا کې د روژې يوه ورځ ده. هغه دود چې له مخې يې بايد د جمعې په ورځ غوښې ونه خوړل شي، د وير د جمعې له مراسمو څخه سرچينه اخلي.
انځور: picture-alliance/dpa عيسويان که عقيده لري او که نه، د ايستر په وخت رنګينې هګۍ لټوي. ډېری وخت ميندي پلرونه دغه هګۍ د ايستر په يکشنبه پټوي چې ماشومان يې بايد ولټوي. عيسويان هګۍ د نوي ژوند سبمول ګڼي. په منځنيو پېړيو کې کليسا د روژې په وخت کې د غوښو او هګيو خوړل منع کړي ول. د دې له پاره چې هغه خرابې نه شي، هګۍ به پخېدې، رنګېدې او بيا د ډالۍ په توگه نورو ته ورکول کېدې.
انځور: Fotolia/anoli د بيالوژۍ له مخې عادي خبره نه ده چې سوی دي د ايستر هګۍ راوړي. خو سوی د پسرلي د فصل استازی ګڼل کيږي. سوی د ډېرو بچيانو په راوړلو سره د سمسورتيا لرغونی سمبول هم دی. پخوا به چرګانو او لک لکانو هم ډلۍ له ځانه سره راوړلې، خو نن سبا يوازي سوۍ دا کار کوي. هغه په تېره بيا رنګيني هګۍ او خواږه له ځانه سره راوړي.
انځور: picture-alliance/ZB د ايستر وری د يهودانو په هغي عنعنې پوري اړه لري چې د «پاسا» په نوم په جشن کې وری يا پسه حلالوي. دغه دود له مصر څخه د بني اسرائيلو د لېږد خبره په ياد راولي. هغوی د خپلو کورو د دروازو مخ د دې له پاره وينه تويوي چې د مرګ فرشته ورنه شي. په عيسويت کې وری د حضرت عيسی (ع) د بې ګناه ربړوني سمبول دی. اوس کيکونه د وري يا پسه په شکل پخيږي.
انځور: Fotolia/Thomas Geuking د ايستر شمع د ايستر په شپه عبادتونو ته روڼا وربخښي. د هغې روڼا د عقيده لرونکو د روښانتيا سمبول دی. د ايستر شمع په مټ نورو شمعو ته هم اور لېږدول کيږي. په دې توګه روښنايي په سمبوليک ډول لېږدول کيږي.
انځور: AFP/Getty Images د ايستر اور د لرغونو جرمني قومونو دود هم وو. لمبو بايد ژمی او پېريان شړلي وای. نن سبا په تېره بيا په کليو او بانډو کې د ايستر د لمانځلو له پاره د ايستر اورونه بليږي.
انځور: picture-alliance/dpa د ايستر په يکشنبه د کليسا زنګونه او زنګولې وهل کيږي. په کاتوليکي کاليساو کې به هغه د زرغونې پنجشنبې په ورځ نه وهل کېدې. يوازي لرګي بايد استعمال شوي وای، چې له کبله يې په ځينو سيمو کې ماشومان لرګين توکي ټکوي او خلک عبادت ته هڅوي.
انځور: picture-alliance/dpa د ايستر د اوبو دود تقريبا له منځه تللی دی. پېغلي د ايستر يکشنبې په شپه له سيند څخه اوبه راوړي. د ايستر اوبه هم د ژوند او سمسورتيا نخښه ده. د آلمان په ختيځ کې د لږکي سلاويک الاصله سربانو په منځ کې دغه دود لا ژوندی دی.
انځور: picture-alliance/dpa د هګيو جنګول هم د آلمان په بېلابېلو سيمو کې د ايستر د سباناري په ترڅ کې يوه محبوبه لوبه ده. دغه دود په تېره په بايرن او راينلند سيمو کې ژوندی دی. دغه دود هيڅ نوع ديني اصل نه لري.
انځور: picture-alliance/dpa د ايستر چکر هم داسې يوه عنعنه ده، چې له اوږده ژمي وروسته پسرلي او د طبيعت غوړېدو ته هر کلی وايي. ګويته دغه چکر په خپله مشهوره «فاوست» ډرامه کې راوستی دی. نن سبا د کليسا او په پښو د مزل وهونکو ټولنې خلک دغه چکر ته رابولي.
انځور: picture-alliance/dpa په آلمان کې د ايستر لومړی لاريون په ۱۹۶۰ کال کې تر سره شو. له هغه وخت راهيسې دغسي لاريونونه دود شوي دي. پخوا به خلکو د اتومي وسلو پر وړاندې لاريونونه کول. نن سبا په دغو لاريونونو کې د سولې او چاپېريال ساتنې بېلابېلې ډلې برخه اخلي.