1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې يوه مسجد ته اور اچول شوی دی

۱۳۹۶ اسفند ۲۱, دوشنبه

د آلمان په پلازمينه برلين کې د ترکانو يو مسجد ته اور اچول شوی دی. د پوليسو په حواله پيښه په راینکن ډورف سيمه کې رامنځته شوې ده چې مسجد ته پکې ډير زيان رسيدلی خو څوک پکښې نه دي ژوبل شوي.

Deutschland Brandanschlag auf Moschee in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د خپرو شويو رپوټونو په حواله دغه مسجد ته د اوراچونې مواد اچول شوي چې له امله يې د مسجد دننه برخه سوځيدلې ده. پوليسو دا نه دي ويلي چې په دغه اور لګيدنې کې د کومې ډلې لاس دی.

د لمړنيو معلوماتو له مخې، دغه مسجد ته د يکشنبې په ورځ اور اچول شوی دی او د دې امکان شته چې د مسجد منځ ته د اورلګيدنې موادو په غورزولو کې درې کم سنه هلکان لاس ولري.

د پيښې په اړه څيړنې پيل شوي دي خو کیدای شي د دغې پيښې تر شا سياسي موخې او تحرکات وي. سوځول شوی مسجد د ترکيې دولت د يوې مذهبي ډلې «ديتيپ» تر ادارې لاندي دی.

د مسجد د ادارې له خوا په يوه خپاره شوي بيان کې ويل شوي دي چې د مسجد دننه برخه نژدې بشپړه سوځيدلې او ايره شوې ده. په ترکيه کې د مسلمانانو ټولنې تر دغې اورلګيدنې وروسته د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي تر څو د مساجدو د ژغورنې له پاره امنيتي تدابير زيات کړي.
په تيرو دوو ورځو کې پر دوو نورو مسجدونو باندې هم د اور لګيدونکي مواد اچول شوي دي. د پوليسو په وينا دغه پيښي د ميشيډې او لاوفن په نوم سيمو کې رامنځ ته شوي دي چې د هغو په اړه هم پلټنې روانې دي.

د مسجد د ادارې په يو بيان کې ويلي دي چې د مسجد دننه برخه نژدې بشپړه سوځيدلې او ايره شوې ده.انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

ورته مطالب:

په آلمان کي پر مسلمانانو او مسجدونو بریدونه

د آلمان په ټاکنو کې کومې موضوعګانې د مسلمانانو له پاره مهمې دي
د آلمان حکومت له خوا د يو تازه خپاره شوي بيان په حواله، تيرکال په دغه هيواد کې پر مسلمان نارينه وو، ښځو او مسجدونو باندې نژدې زر حملې ترسره شوي دي، خو کارپوهان بيا وايي چې د پيښو اصلي شمير به تر دې هم ډير وي. د خپرو شويو ارقامو مطابق، نژدې ټولې دغه پيښې د آلمان د ښی اړخې افراطيانو له خوا ترسره شوي دي.

په يادو حملو کې مسلمانانو ته په ليکلې بڼه د اخطارونو ورکول او همدا ډول هغو ميرمنو ته چې ټيکري يې پر سر وي او يا هم په عامه ځايونو کې د مسلمانانو پر وړاندې د نفرت ښکاره کولو پيښې هم شاملې دي. د تيرکال په حملو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان ټپیان شوي ول.

په آلمان کې پر مسلمانانو باندې د حملو د ارقامو ټولو سلسله تيرکال پیله شوه، ځکه خو د مخکيني کلونو سره يې پرتله نشي کيداي. تر دې وړاندې د آلمان د « دې لينک» سياسي ګوند د داخلي سياست د چارو کارپوهې اولا ژيليکې ويلي ول: «د اسلام مخالفان اوس له کوڅو څخه ووتل او تر پارلمانه يې ځانونه رسولي دي. دوي د پارلمان له موقف څخه په ګټې اخيستنې په آلمان کې د مسلمانانو ژوند په زهرو باندي بدلوي.»

موضوع سره نژدې، زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب