کیشپان (شمستۍ/کاسه ګړپ) زموږ پر ځمکه یو له زړو حیواناتو څخه دي او مختلف ډولونه او اندازې لري. په دغه انځوريز البوم کي د کيشپانو له لسو جالبو حقایقو ځانونه خبرولای شئ:
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner
کیشپان د اوږدې مودې راهیسې موجود دي
د دې ترشا هم دلیل موجود دی چې کیشپان ولې د ډیر پخوا راهیسې موجود دي. میلیونونه کلونه وړاندې د ځمکې پر کره باندې نیږدې ۹۰ سلنه ژوندي موجودات له منځه ولاړل. خو کیشپانو چې پر ځمکه او اوبو کې ژوند کولی شي، وکولی شول له دغو پیښو ژوندي پاتې شي او نوې نړۍ ته بیا سترګې پرانیزي.
انځور: DW/L. Albrecht
د حیواناتو په نړۍ کې تر ټولو اوږد عمر لرونکي
د کیشپانو د عمر اوږدوالی د دوی پر ډولونو پورې هم تړلی دی خو بیا هم زیاتره کیشپان د اوږدې مودې له پاره ژوندي پاتې کیږي. یو عادي کیشپ د لسو او ۸۰ کلونو ترمنځ ژوند کوي خو بیا ستر کیشپان ان له سلو کلونو هم ډیر ژوندي پاتې کیږي. له دې کبله چې د یوه قرن په اوږدو کې د دوی د عمر دقیقه محاسبه ستونزمنه وي، نو څیړونکي فکر کوي چې ځینې کیشپان ان له سلو کلونو هم ډیر عمر کوي.
انځور: Imago/Xinhua/DPNG
مختلف ډولونه او اندازې
تر اوسه پورې د کیشپانو ۳۵۶ مختلف ډولونه پیژندل شوي دي. د علم په اساس کیشپان چې قوي پوښ هم لري د خزنده ګانو په ډله کې راځي. د کیشپانو مشهور یې د اوبو کیشپان، پر شا باندې چرم لرونکي کیشپان، د ډنډو اوبو کیشپان، نرم پوښ لرونکي [په انځور کې] او نور ډیر ډولونه دي.
پر ځمکه باندې یا د وچې ټول کیشپان د عمومي کیشپانو په ډله کې راځي خو ټول کیشپان په وچه کې ژوند نه شي کولی. د وچې کیشپان د ټیسټوډینیس کورنۍ اړوند حیوانات دي چې په اصل کې خزنده ګان دي او د محافظت له پاره ډبرې ته ورته کلک پوښ لري. اصلي فرق یې دا دی چې ټورټویسیز یا د وچې کیشپان یوازې پر ځمکه ژوند کوي خو نور عمومي کیشپان بیا په اوبو یا اوبو ته نیږدې ژوند کوي.
انځور: DW
ګیاه او غوښه خوړونکي کیشپان
زیاتره کیشپان غوښه خوري خو د دوی ځینې ډولونه بیا یوازې شنه یا ګیا خوري. د وچې زیاتره کیشپان میوې او یا شنې پاڼې خوري. خو د دوی ځینې ښکاري ډولونه یې بیا یوازې غوښه خوري او په اوبو کې یا د اوبو په څنډو کې د ماهیانو په شمول نور کوچني حیوانات خوري.
انځور: Imago/Nature Picture Library
په وچه کې د هګیو اچول
کله چې د تکثر مرحلې ته رسیږي، ان په اوبو کې ژوند کوونکي کیشپان بیا وچې ته راځي او په ریګونو یا خاوره کې د هګیو له پاره ځایونه جوړوي. جالبه دا ده چې دوی د خپلو بچیانو پالنه نه کوي او کله چې کوچني کیشپان له هګیو را ووځي بیا نو دوی پوی شه او نوی ژوند یې.
انځور: Imago/Nature Picture Library
د تودوخې په درجې سره د کیشپ د جنس معلومیدل
د تمساح په څیر د کیشپ جنس د هګیو تر اچولو وروسته معلومیږي. که چیرته د کیشپ هګۍ د ۲۷،۷ سانتي ګرید هوا کې بچي وزیږوي نو کیشپ مذکر دی او که هګۍ د ۳۱ سانتي ګرید تودوخې څخه په پورته تودوخه کې بچی دنیا ته راوړي نو کیشپ مونث دی. خو که چیرته د تودوخې درجه د دې په مابین کې وي او یا ښکته او پورته کیږي، بیا نوي کیشپان مختلط وي یعنې مذکر او مونث دواړه پکې وي. له دې کبله چې بحرونه ګرم دي نو زیاتره یې مونث دي.
انځور: picture-alliance/Photoshot
د مسیر معلومولو وړتیا
د اوبو کیشپان داسې وړتیاوې لري چې کلونه وروسته هم بیرته هغه ساحل ته را وګرځي چېرته چې دوی زیږیدلي وو. د نورو حیواناتو په څیر، کیشپان په اوبو کې د مقناطیسي لیکو په درک کولو سره خپل مسیر ځان ته معلوموي. دوی ان د دې وړتیا لري چې د مقناطیسي لیکو شکل او شدت ثبت کړي کوم چې له کبله یې دوی خپلو پخوانیو کورونو ته هم بیرته ور ګرځیدلی شي.
انځور: picture alliance/dpa/Prisma/R. Mohammed
غوره لید
کیشپان د اوبو په تل کې هم ډیر قوي لید لري. څیړونکو موندلې چې دوی کولی شي چې مختلف رنګونه وویني او ان دا چې دوی په رنګونو کې ځینې د نورو رنګونو په پرتله ډیر خوښوي. که څه هم بحري کیشپان د خپل داخلي جي پي اس یا لار موندنې له کبله پیژندل کیږي، خو داسې شواهد هم شته چې دوی په وچه کې بیا ښه لید نه لري.
انځور: Getty Images/AFP/R. Schmidt
له خطر سره مخ کیشپان
دا چې کیشپان په دې توانیدلي چې د میلیونونو کلونو راهیسې لا هم پاتې شي، خو یو شمیر یې بیا د انسانانو د فعالیتونو په نتیجه کې د ورکیدو له ګواښ سره مخامخ دي. هر کال، په زرهاوو کیشپان د انسانانو له لوري د کبانو په سوداګریزو جالونو کې ګیریږي او د نړۍ په یو شمیر سیمو کې خو بیا د هګیو، غوښې او یا د کلک پوست له کبله دوی وژل کیږي.