1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان: د کرونا د دويم احتمالي واکسين د آزموینې پيليدل

۱۳۹۹ خرداد ۲۹, پنجشنبه

آلماني چارواکو تائيد کړې ده چې د کيورواک په نوم د بيوتکنالوژۍ شرکت پر انسانانو د کرونا ويروس د واکسين آزمويل پيلوي. که چیرې دا واکسين نتيجه ورکړي نو د راتلونکي میلادي کال په منځ کې به بازار ته وړاندې شي.

Logo des Pharmaunternehmen CureVac
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/S. Kanz

د آلمان د واکسينو د تنظيم ادارې د سه شنبې په ورځ دا خبر تائيد کړې ده چې کيورواک دويم آلمانی شرکت دی چې پر انسانانو د کرونا د يوه احتمالي واکسين آزمويل پيلوي.

په دې کلينکي آزموينه کې ۱۶۸ بالغ او روغ کسان شامليږي چې له دوی څخه به یې پر ۱۴۴ کسانو د دې شرکت واکسين په تجربوي توګه تطبيق شي. دا چاره به په همدې روانه میلادي مياشت کې پيل شي.

انځور: picture-alliance/dpa/S. Gollnow

د کيورواک شرکت چې مقر یې د آلمان د بادن ووتمبيرګ ايالت په توبنګن ښار کې دی، هیله څرګنده کړې ده چې د دې آزمويني د لومړي پړاو نتايج به د روان کال په مني کې مشخص شي. که چیري یې لومړي نتايج ښه وي نو نورې سترې آزموينې به یې په سپتمبر او يا اکتوبر مياشت کې پيل شي.

تر راتلونکي دوبي پورې د عرضه کولو احتمال

د آلمان د پاول الريش انستيتوت چې د واکسينو د تنظيم مسئوليت لري، ويلي دي چې د دې احتمالي واکسین د آزموينې موده به ۱۵ مياشتې وي. د دې انستيتوت له خوا ويل شوي چې که چیرې د دې آزموينې نتايج «ډير ښه» ول نو کيورواک به وکولای شي د راتلونکي کال په سر کې د واکسين د جواز غوښتنه وکړي.

کيورواک شرکت ویلي دي چې که کار یې په همدې توګه پر مخ ولاړ شي نو د دې شرکت احتمالي واکسين به د ۲۰۲۱م کال په نيمايي کې بازار ته عرضه شي.

په آلمان کې د دويم احتمالي واکسين آزموينه

تر دې دمخه د ماينس ښار يوه شرکت په اپريل مياشت کې د پاول الريش انستيتوت له خوا پر روغو انسانانو د کرونا د احتمالي واکسين د آزموينې جواز ترلاسه کړی وو.

د آلمان د اقتصاد وزير د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د ۳۰۰ ميليونه يورو په بدل کې یې د دې کيورواک شرکت ۲۳ فيصده ونډې اخيستې دي. د دې کار هدف دا دی چې د خارجي پانګه اچوونکي له خوا د دې شرکت د کنترول مخه ونيوله شي. خو د درملو له دغه شرکت سره پر شراکت سربیره به هم د آلمان حکومت د شرکت په تجارتي چارو کې مداخله ونه کړي.

انځور: picture-alliance/dpa/S. Gollnow

د اروپايي ټولنې اقدام

د اروپايي اتحاديې د کميسيون مشري اورزولا فون ډېر لاين د چهار شنبې په ورځ وويل چې اتحاديه هڅه کوي هغو واکسينونو ته د لاس رسي په برخه کې اطمنان ترلاسه کړي چې تر کار لاندي دي.

نوموړې په يوه ويديويي پېغام کې ويلي دي چې د اروپايي اتحاديې کميسيون به د هغو احتمالي واکسينونو مصارف چې د پرمختګ په حالت کې دي، د ځانګړو مقدارونو د لاسته راوړنې د حق په بدل کې تامين کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب