آلمان: په بار وړونکي اورګاډي کې کډوال موندل شوي
۱۳۹۵ آذر ۴, پنجشنبهپه مونشن کې د اورګاډي یوه چلوونکي پولیسو ته ویلي دي چې د خپلې کاري ورځې تر پای ته رسیدو مخکې یې په ریل کې له یوه بار کانتینر څخه په دوامداره توګه د زنګ آواز اوریده. هغه بیا د کانتینر د دروازې د خلاصلولو له پاره له اړوندو چارواکو څخه مرسته وغوښته.
کله چې چارواکو کانتینر خلاص کړ نو په کې یې پنځه مهاجر وموندل. له دې پنځه کسانو څخه څلور یې د افغانستان او یو ېې د پاکستان اصلي اوسیدونکی دي.
پولیسو ویلي دي چې د دې پنځو کسانو روغتیايي حالت ښه دی او له دوی سره د خوراک او څښاک توکي هم موجود وو نو له همدې امله د امبولانس غوښتلو ته اړتیا ونه لیدل شوه. د پولیسو په حواله، دغه بار وړونکی ریل له ترکیې څخه آلمان ته راغلی وو. تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې دغه کسان چیرته او څنګه په دې کانتینر کې ځای پر ځای شوي دي. د مونشن پولیسو په دې هکله څیړنې پیل کړي دي.
د احتیاط په موخه پولیسو او اړوندو چارواکو په دې ریل کې بار ټول ۳۶ کانتینرونه پرانیستل او د انسان موندنې د سپي په واسطه یې ټول وپلټل.
د پلټنې په دې عملیاتو کې نور کسان ونه موندل شول خو پولیسو داسې معلومات ترلاسه کړل چې په دې کانتینرونو کې پخوا هم انسانان قاچاق شوي ول.