1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کې په کرونا اخته ډير کسان بيرته روغ سوي دي

۱۳۹۹ فروردین ۲۵, دوشنبه

د کرونا ويروس له پيل راهيسي په لومړي ځل له دغي وبا څخه د بیرته روغو شويو کسانو شمير تر ناروغانو زيات شوی دی. آيا دا د خوشالۍ پيل دې؟ کارپوهان وايي اوس لا وختي دی.

Deutschland Coronavirus Labortests
انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat

په آلمان کې د دغه ويروس خپريدل په يوه نوي وضعیت کې دی. په آلمان کي په لومړي ځل د هغو کسانو شمير چې په دغه ویروس ناروغه شوې او بيرته جوړ شوي دي، زيات شوی دی.

د آلمان جمهور رئیس پيغام: له دې وروسته به نړۍ بل ډول وي

روبرت کوخ انستيتيوت چې په آلمان کې د کرونا د پيښو په اړه معلومات خپروي، د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې دغه شمېرې کيدای شي د لنډ وخت له پاره وي. د هغوی په خبره دا په دې معنا چې کيدای شي په کوويد ۱۹ اخته کسانو شمير يو ځل بيا پورته شي او له بيرته رغيدلو کسانو څخه مخکې شي.

د ياد انستيتيوت د وروستيو شمیرو له مخې تر اوسه پورې ۲۰ زره او دوه سوه کسان چې د کرونا په ويروس اخته شوې ول، په پوره ډول يې خپله روغتيا تر لاسه کړې او رخصت شوي دي.

دغه شمير په مقطعي ډول د کرونا ناروغانو څخه زيات وو. په چين کې چې د دغه وبا د رامنځ ته کيدلو ځای دی، دغه پړاو يې پر کرونا وبا باندې لومړنی برياليتوب ګڼلی. سره له دې د کرونا ويروس دغه ډول کمښت سړی نه شي کولای ووايي چې نور به نو د کرونا د پيښو بهير لږ وي.

د کارپوهانو په اند باید صبر وکړو او دغه بهیر وڅارو.

د آلمان صدراعظمي مېرمن میرکل له آلماناینو څخه غوښتي دي چې له کرونا سره لا هم احتياط وکړې. هغې ويلي دي چي دا باید په يادو ولرو چې په ټول آلمان کې بنسټونه او روغتيايي مرکزونه همدا اوس د کرونا ناروغۍ په اړه څیړني کوي.

هغه شمېرې چې د آلمان خبري سرچينې (ان ټی وي) د کوويد ۱۹ په هکله راټولې کړې دي، ښيي چې د دغه ويروس مثبتې پيښې لا هم د ډيريدلو په حال کې دي.

د دغي خبري رسنۍ د معلوماتو له مخي د يکشنبې د ورځې تر نيمايي پوري په آلمان کي ۱۲۲ زره او ۸۷۵ کسان د کرونا په ناروغۍ اخته شوې. د شنبې په ماښام د ۴۵ کسانو په مړينې سره د دغي ناروغۍ د قربانيانو شمير ۲۷۳۴ ته ورسید.

د ټول طبي پرسونل او چارواکو کوښښونه دا دي چې په کرونا د اخته کسانو شمېر راټيټ شي، ځکه هر هغه څوک چې په کرونا اخته وي، درې نور کسان په اخته کولای شي. د دغه نظر له مخې په آلمان کې کرونا لا هم د خپريدلو په حال کې ده.

د دولت راتلونکي اقدامات

علمي اروزنې دا په ګوته کوي، چې آلمان له کرونا سره د مبارزې په برخه کي پر سمه لار روان دې او کرونا ويروس د کنترول کولو هدف ته نږدې کيږې. سره له دې هم بايد هيڅکله خوشبینه نه شي او احتياط له لاسه ورنه کړې.

د آلمان حکومت او آيالاتي ادارې د کوويد ۱۹ ويروس خپريدلو پر وړاندې د مقابلې له پاره د خپلو وګړو د ژوند ژغورنې او د دغې وبا د خپريدلو د مخنيوي په تړاو سره هم نظره دي. د آلمان صدراعظمې انګيلا میرکل د دوشنبې په ورځ څرګنده کړه چې د ټولني عمومي او اقتصادي محدودتیونه به کم تر کمه د اپريل میاشتې تر ۱۹ پورې دوام وکړي.

په پام کې ده، چې انګيلا میرکل له ايالتي مشرانو سره د چهارشنبې په ورځ د دغې وبا پر مهال کار کول او اغیز يې و ارزوي او وروسته له هغې د کار کولو د دوام او څرنګوالي په اړه نظرونه وپوښتې.

تمه کيږې چې انګيلا میرکل او ایالتي لومړي وزيران د اپريل مياشتي پر ۱۹ د يو تلیفوني کنفرانس له لارې د ځينو محدودیتونو د احتمالي ليرې کولو او د بدلون په هکله خبرې او بحثونه وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب