1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو شمیر تر ۱۰۰ زرو واوښت

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

د جان هاپکینز پوهنتون ویلي دي چې په آلمان کې اوس تر ۱۰۰ زرو ډیر کسان په کرونا ویروس اخته دي. دې ویروس تر اوسه پورې په دې اروپايي هیواد کې تر ۱۵۰۰ ډیر کسان وژلي دي.

Coronavirus München Englischer Garten
انځور: picture-alliance/SvenSimon/F. Hoermann

په آلمان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې په دې هیواد کې اوس هم د دې ویروس له کبله د وژل شویو کسانو شمیر په نسبي توګه ټیټ دی. د جان هاپکینز پوهنتون ویلي دي چې اوس په آلمان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۱۰۰ زرو اوښتي او له دې کبله د مړو شویو کسانو شمیر هم تر ۱۵۰۰ لوړ دی.

خو آلمان د رابرت کوخ انستیتوت بیا دغه شمیرې یو څه ټیټې ښيي او وایي چې اوس هم په دې هیواد کې د اخته کسانو شمیر ۱۰۰ زرو ته نه دی رسیدلی او ۹۵۳۰۰ دی. د آلمان خبري آژانس هم د یکشنبې (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۵مه) تر ماښامه پورې د دې هیواد د فدرال حکومت شمیر ارزولي چې له مخه یې په دې هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۹۵۹۰۰ تنه دی. د شنبې په ورځ دغه شمیر ۹۱۱۰۰ تنه وو.

دغه شمیرې ښيي چې لږ تر لږه ۱۴۱۵ تنه د کوید-۱۹ ناروغۍ له کبله چې د کرونا ویروس یې رامنځ ته کوي، مړه شوي دي. د یکشنبې ورځې دغه شمیر د شنبې ورځې په پرتله له دې کبله د مړو شویو کسانو په شمیر کې ۹۹ تنه زیاتوالی ښيي.
پر دې سربیره یو شمیر آلمانیان له هیواد څخه بهر هم د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي. په آلمان کې تر  ټولو زیاتې پیښې په بایرن ایالت کې رامنځ ته شوي دي چې په کې د اخته کسانو شمیر ۲۴۰۰۰ او د مړو شویو شمیر بیا ۳۸۳ تنو ته رسیږي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب