1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې ډیر غیرضروري عملياتونه کيږي 

۱۳۹۸ آبان ۱۴, سه‌شنبه

د «بيتلزمن بڼسټ» د يوې څيړنې له مخې په آلمان زياتره وخت عملياتونه او تشخيصونه غير ضروري وي. دغه څيړنه د سه شنبې په ورځ په گيوترزلوح ښار کی خپره سوه.

Nierentransplantation in Budapest
انځور: picture-alliance/dpa/B. Mohai

په څيړنه کې راغلي دي چې ځينو شکمنو معايناتو، عملياتونو او د درملو سپارښتنې يو شمير ناروغان زيانمن کړي دي. دا په داسې حال کي ده چې روغتیایي پرسونل او منابع ته په نورو برخو بیړنۍ اړتیا موجوده وه.

په همدې حال کي د په برلین کي د روغیتا او ټولنیزو پلټنو انستیتوت یا (GES) د نورو ترڅنگ دا موندلې ده چي هر کال شاوخوا د تایراید د غدې ۷۰۰۰۰  عملیاتونه کیږي چی د دغو غدو ۹۰ سلنه یی خطرناکی نه وې. د رپوټ په حواله د یوه بهتره تشخیص له لاری کیدای سوای د دغو عملیاتونو مخه ونیول سوې وای.

د نوموړي بڼسټ د څیړنې له مخې همدارنگه د ښځو د تخمدان په عملیاتونو کی یوازې لس سلنه ښځې له خطر سره مخامخې وې. غیر ضروري عملیاتونه له دې کبله ترسره سوي چی ډیرو دغو ښځو ته د پرله پسې معایناتو سپارښته کیږي.

د «بیتلزمن بڼسټ» په حواله د غیرې ضروري عملیاتو په ترسره کیدو کي بیلابیل فکتورونه نقش لوبوي. په روغتیایي سیستم کي د پلانولو د نیمگړتیاوو او جبران خسارې ترڅنگ، د ناروغانو او ډاکټرانو نظریی یا تمایلونه هم په دې برخه کي مهم نقش لوبوي. ۵۶ سلنه کسان په دې نظر دي چي هر ډول تراپي له دې ښه ده چې سړی انتظار وباسي چې روغتیایي وضعیت یې کوم لوري ته ځي.

G.P/M.J/KNA

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب