په آلمان کې ډېري نجوني په کوچنیوالي کې د جنسې تیري ښکار کیږي
۱۳۹۴ شهریور ۲۹, یکشنبهد اسوشیتد پرس خبري آژانس په حواله د«میکاډو» په نامه دغه څېړنیزه پروژه د آلمان د ریگنز بورگ پوهنتون له خوا تر سره شوې ده. د دغې څېړنیزې پروژۍ پایلې ښيي چې«په هغه وخت کې چې دوی په اول وار د جنسي تیري ښکار شوي دي په اوسط ډول یې نهه نیم کاله عمرونه درلودل.»
رپوټ زیاتوي چې په کوچنیوالي کې د جنسي تیريو د قربانیانو لویه برخه نجوني دي. دغه تناسب په نجونو کې ۱۱،۵ سلنه او په هلکانو کې ۵،۱ سلنه ثبت شوي دی.
د دغه تحقیقي رپوټ چمتو کونکي وایې چې په کوچنیوالي کې د جنسي تیري له پيښو سره د مخامخ شوو کسانو شمیر به تر دې هم ډیر لوړ وي. د څیړونکو په اند د دې یو لامل دا دی چې اکثره اغیزمن شوې کسان د شرم له کبله له دوی سره د ترسره شوې ظلم او تیرې په هکله له څه ویلو څخه ډډه کوي.
د دغو څیړونکو په اند د جنسي تیرې له هرو درو پيښو څخه یوه یې داسې وي چې یو بل تن یې په هکله اطلاع ترلاسه کوي. د دغي څېړني له مخې یوازي یوه سلنه پيښي داسې وې چې د ځوانانو د چارو اداره یا نوري اړوندي ادارې یې په هکله خبر ترلاسه کوي.
د دغه څیړنیز رپوټ د چمتو کولو پر مهال د ۲۸۰۰۰بالغه کسانو تر څنگ تر ۲۰۰۰ ډیر ماشومان هم پوښتل شوي دي. د دغې څېړنې بشپړیدو ۳،۵ کاله وخت ونیو چې د ریگنز بورگ پوهنتون تر څنگ د بن، دریسدن او اُلم پوهنتونو ارواپوهانو او متخصیصانو هم پکښې برخه اخیستې ده. سربیره پر دې له زیانمن شوو سره مرسته کونکو ډیرو ادارو هم د دې پروژې په بشپړیدو کې همکاري کړې ده.
د دغې څیړنې پر مهال ۶ سلنه نجونو او ۲ سلنه هلکانو دا هم ويلي دي چې تیر کال لږ ترلږه یو وار داسې هم پيښ شوي، چې د انټرنټ له لاري له جنسي زوروني سره مخامخ شوي دي.
د دغې څېړني پایلي ښيي چې ماشومان باید په انټرنټ کې بربنډو او جنسي موادو ته له لاس رسي څخه وژغورل شي. د دې ترڅنگ ماشومان باید له هغو کسانو سره له ناستي منع شي چې پر جنسي موضوعاتو بحث کوي.
د دغه تحقیقي رپوټ د چمتو کولو پر مهال څیړونکو دا هم معلومه کړې ده چې په آلمان کې له کم عمره ماشومانو سره د جنسي اړیکو ټینگولو ته لیوالتیا څومره ده. ۴،۴ سلنه نارينه وو اعتراف کړی دی چې دوی له ماشومانو سره د جنسي اړیکو په هکله فکر کوي. ۱،۴ سلنه کسانو دا منلې ده چې له ۱۲ څخه پر کم عمر ماشوم باندي یې جنسې تیری کړی دی.
د آلمان فدرالي حکومت د دغي څېړني له پاره ۲،۵ میلیونه ایرو څانکړي کړي وې. څیړونکي وایې چې له دغي څېړني څخه د ترلاسه شوو پایلو په مرسته دوی داسې اغېزمن گامونه اخيستلای شي چې له امله به یې په راتلونکي کې ماشومان د جنسي زورزیاتي له پيښو څخه تر ډیره وژغورل شي.