1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

په آلمان کې یو سړی د خپلې میرمنې د وژنې په تور ونیول سو

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۳, پنجشنبه

د آلمان د کېمنيڅ په ښار کې چارواکو د خپلې میرمنې د وژنې په تور یو افغان نیولی دی. جنايي پولیسو ویلي دي چې دغه پیښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته سوې ده. دغې میرمنې چې لومړی زخمي سوې وه، په روغتون کې ساه ورکړه.

آرشیف ، د آلمان په اوسنابرویکه کې دقاچاق په تور د یوه کس نیول کیدل
د کیمنیڅ د عامې څارنوالۍ دفتر او د جنايی پیښو اداره د وژنې په هکله پلټنې کوي.انځور: Festim Beqiri/Tv7news/dpa/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د جرمني د پولیسو په حواله رپوټ ورکړی دی چې یوه ۳۸ کلن سړي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۲۳ مه) له خپلې میرمنې سره چې په یوه آپارتمان کې یې ژوند کاوه، د لفظي شخړې پر مهال، هغه سخته زخمي کړه.

پس له هغه چې د ژغورنې مرستندویه ځواکونو نوموړې ښځه روغتون ته انتقال کړه، هغې د سختو زخمونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. د زاکسن د ایالت پولیس لاس په کار سول او د هغې خاوند یې ونیو.

د پیښې په اړه څه پوهیږو؟

د زاکسن د ایالت پولیسو په یوې خبرپاڼې کې لیکلي دي چې ددغې جوړې ترمنځ شخړه چې "د افغانستان اتباع" دي په زورزیاتي واوښته او سړي خپله ۳۸ کلنه میرمن سخته زخمي کړه او آپارتمان یې پریښود. گاونډیانو ددغې صحنې له لیدو وروسته له عاجلو خدماتو سره اړیکه ونیوله.

په اعلامیه کې راغلي دي چې عاجلو خدماتو پولیسو ته خبر ورکړ او پولیسو وکولای سول نوموړی سړی په یوه بل آپارتمان کې ونیسي.

د «ام ډي آر» ټلویزیوني شبکې هم رپوټ ورکړی دی چې شکمن کس او وژل سوې ښځه دواړه افغانان دي. دغې رسنۍ ویلي دي چې د کیمنیڅ د عامې څارنوالۍ دفتر او د جنايی پیښو اداره د وژنې په هکله پلټنې کوي. تورن کس په اوس وخت کې تر څارنې لاندې دی او په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د تحقیق د قاضي په وړاندې حاضر سي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل