د چهار شنبې (د ۲۰۱۹ م کال د اگست ۲۱ نیټه) په ورځ په خپره کړل شوې احصايه کې ويل شوي چې د آلمان د ۸۲ ميليونه نفوس څخه یې څه نه څه يو په څلورمه برخه د کډوالۍ شاليد لري.
د آلمان د احصايې ادارې له خوا ويل شوي چې په ۲۰۱۸م کال کې ۲۰،۸ ميليونه انسانانو په اصطلاح د «کډوالۍ شاليد» لاره. دا هغه کسان دي چې خپله کډوال دی او يا یې مور او يا پلار د آلمان د يوه تبعه په توگه نه دي زيږيدلي. ويل شوي چې دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله د نيم ميليونو انسانانو يا ۲،۵ فيصدو زياتوالی ښيي.
په ۲۰۱۸م کال کې ۵۲ فيصده د کډوالۍ شاليد لرونکو کسانو آلماني تابيعت لاره او پاته یې يعني ۴۸ سلنو یې خارجی پاسپورت درلوده. له ۱۰،۹ ميليونه د کډوالۍ شاليد درلودونکو څخه نيمايي یې تر زيږيدنې سملاسي وروسته آلمانی تابيعت ترلاسه کړی دی.
د دغه کسانو (۴۸ فيصده) د کورنۍ ، کار (۱۹ سلنه) او زده کړو (۵ سلنه) په موخه کډوال شوي ول. د هغو اکثريت چې د کورنۍ سره د يوځای کيدو او يا کار په موخه دلته راغلي، د اروپايي هېوادونو څخه دي.
يوازې ۱۵ سلنه کډوال چې نيمايي یې د منځني ختیځ دي، د پناه غوښتونکو مهاجرو په توگه آلمان ته راغلي دي.
BS/NZ (Chase Winter)
زموږ له آرشيف څخه:
د مهاجرو په برخه کي د آلمان فدرالي ادارې په حواله، دغه هيواد ته د راغلو مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو منل کیدل او یا ردیدل د نورو فکتورونو ترڅنګ په دې پورې هم اړه لري، چې دغه شخص د آلمان په کوم ایالت کې پناه غوشتې ده. انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann تیر کال په ټول آلمان کې د پناه تر ټولو لږ غوښتنلیکونه د آلمان په برانډنبرګ آیالت کې منل شوي دي. یا په بل عبارت دغه آیالت تر ټولو لږو مهاجرو ته قبولي ورکړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Settnik په بایرن ایالت کې سوسیال مسیحي اتحاد ګوند په واک کې دی. د دغه ګوند مشر هورست زیهوفر، په نوي حکومت کې د کورنیو چارو وزارت دنده ترلاسه کړې. زیهوفر د ټول هیواد په کچه د رد شویو مهاجرو د اخراجولو ژمنه کړې. تیر کال د هغه په ایالت کې د پناه د منل کیدو فیصدي ۳۱،۸ وه.
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/C. Hardt بادن ورتمبرګ هم د آلمان په هغو ایالتونو کې شمیرل کیږي چې د پناغوښتونکو د منل کیدو سلنه یې ټيټه ده. تیرکال په دغه ایالت کې د پناغوښتونکو د منل کیدو فیصدي ۳۷،۷ وه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Schuldt تیر کال د آلمان په تورنګن ایالت کې د پناغوښتونکو د ۴۴،۱ سلنه غوښتنلیکونه منل شوي دي، په داسې حال کې چې نورو ته د رد ځواب ورکړل شوی دی.
انځور: epd-bild/M. Schuck د آلمان پلازمېنه برلين پخپله یو ایالت هم دی. په دغه ایالت کې تیرکال د ۴۴،۳ سلنه مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.
انځور: Imago/C. Mang په دې ایالت کې په ۲۰۱۷م کال کې ۴۴،۶ سلنه د پناغوښتنې غوښتنلیکونو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: Fotolia/Matthias Wilm نورد-راین-وستفالن د نفوس له پلوه د آلمان تر ټولو ګڼ میشته ایالت دی. دغه ایالت ته هم د نورو په پرتله ډیر مهاجر راغلي دي. په دې ایالت کې د مهاجرو د قبولۍ کچه تر ۴۵ سلنه یو څه لوړه ده.
انځور: picture alliance/dpa/H. Ossinger تیر کال په هامبورګ ایالت کې ۴۸ سلنه د پناهندګۍ غوښتنلیکونو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Bildagentur-online تیرکال (۲۰۱۷) په نیدر زاکسن ایالت کې د ۵۲،۴ سلنه پناغوښتونکو د پناه غوښتنلیکونو مثبت ځوابونه ترلاسه کړي دي.
انځور: Fotolia/Thorsten Schier په ۲۰۱۷م کال کې د آلمان په شلیسویګ هولشټاین ایالت کې هم د نیدر زاکسن په شان د پناه منل کیدو سلنه ۵۲،۴ وه.
انځور: picture-alliance/dpa د آلمان په هیسن ایالت کې هم د یو شمیر نورو په شان د پناغوښتونکو د منل کیدو کچه لوړه وه. تیرکال دغه ایالت ۵۳،۲ سلنه د پناه غوښتنلیکونو ته مثبت ځواب ورکړی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst د آلمان په شمال کې د بریمن ایالت هم تیرکال د پناغوښتونکو د پناغوښتني نږدې ۶۰ سلنه غوښتنلیکونو ته مثبت ځوابونه ورکړي دي.
انځور: picture-alliance/K. Nowottnick زارلنډ تر ټولو ډیر مهاجر منلي دي زار لنډ د آلمان په سویل لویديځ کې د فرانسې سرحد ته نږدې دی. تیرکال په دې ایالت کې د پناغوښتونکو د پناغوښتنې د منل کیدو فیصدي تر ټولو لوړه یعنې ۷۳ سلنه وه.
انځور: picture alliance/dpa/O. Dietze