1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آژه بحیره: اکثره ډوب سوي مهاجر افغانان دي

۱۴۰۱ آبان ۱۰, سه‌شنبه

په آژه بحیره کي د دوو کښتیو تر ډوبیدو وروسته په لسونو مهاجر ورک دي.

Überfahrt Mittelmeer Ünglücke Schiffsuntergang Flash-Galerie
انځور: picture-alliance/dpa

د یونان د ساحلي ساتونکو په حواله نن سې شنبه(۲۰۲۲م کال د نومبر اوله) د ایویا  جزیرې سره په مدیترانه کي یوه کښتۍ ډوبه سوله، چي ۶۸ مهاجر پکښي سپاره وه. د جزیرې یوه ویاند وویل چي د دغي کښتي څخه فقط نهو مهاجرو وکولای سول جزیرې ته ځانونه ورسوي او وژغورل سي. په نورو مهاجرو پسي لټون او ژغورل یې د سختو بادونو په سبب ډیر سخت سوي دي. 

د یونان د ساموس سانک د جزیرې مخته هم د مهاجرو یو کښتۍ غرقه سوې ده. د ساحلي ساتونکو په حواله د هغوی څلور کسان ژغورل سوي او په اتو نورو کسانو پسی لټون روان دی. هغوی همدارنګه ویلي دي چي دغه دواړو کښتیانو د ترکیې څخه حرکت کړی ؤ، احتملاً د یونان او یا ایټالیا په نیت. ژغورل سوي کسان مصریان، ایرانیان او افغانان دي.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل