د يونان ساحلي ساتونکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۳مه) ويلي دي چي سهاروختي د دغه هيواد فارماکونيسي ساحل ته نژدې د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کي ۱۳ مهاجر وژل سوي. په وژل سوو کسانو کي ۷ کوچنيان هم شامل دي.
د يونان فارماکونيسي ساحل د ترکيې ساحلونو ته نژدې پروت دئ. ساحلي ساتونکو ويلي دي چي دوی ۱۵ انسانان نور ژغورلي دي او یو تن لا ورک دي.
د ژغورل سوو کسانو دوه تنه چي يخنۍ وهلي ول روغتون ته لېږل سوي دي. دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغه مهاجر د کوم هيواد وگړي ول.
د ژمي د سړې هوا او ښورانده درياب سره سره بيا هم په زرونو انسانان غواړي د مديترانې سمندر له لاري اروپا ته ځانونه ورسوي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د راپور له مخي په روان کال کي نژدې يو ميليون پناغوښتونکو او مهاجرو ځانونه اورپا ته رسولي دي.
په روان کال کي اروپا ته د مهاجرت سفر پرمهال شاوخوا ۳۷۰۰ انسانان وژل سوي يا ورک سوي دي.
په سمندرونو کې د کډوالو لټون او د هغوې روغتیا ته د پاملرنې هڅې
د بې سرحده ډاکټرانو غیرې دولتي سازمان د مدیترانې له لارې اروپا ته له رسیدونکو کډوالو سره مرسته کوي. د دوی «دگنتي ون» کښتې تر اوسه پورې په زرگونه کډوال ژغورلي دي.
انځور: DW/K. Zurutuzaد فینیکس او آرگوس په څیر«دگنتې ون» هم د بې سرحده داکترانو د هغه سمندري ماموریت یوه برخه ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د مدیترانې په سمندر کې گزمه وهي. دغه ۵۰ متره اوږدې کشتې تر اوسه پورې ۵۰۰۰۰ کسان روغ رمټ وچې ته رسولي دي. دغو درو بیړیو تر اوسه پورې ۱۷۰۰۰ کسان د سمندر په څپو کې له ډوبیدو څخه ژغورلي دي.
انځور: DW/K. Zurutuzaد دغو کوچنیو کښتیو په وسیله له سمندر څخه د تیریدو قیمت ۵۰۰ ډالره دی. په ظاهره کې پر دغې کمزورې ښکاریدونکي کشتې د قاچاقبرانو تر لویو کشتیو ډیر اعتبار کیدای شي. یوه بحري افسر دیود برادوس دویچه ویله ته وویل: «دا ډول کشتۍ نه ډوبیږي، په داسې حال کې چې لویې کشتۍ ډوبیږي او سپاره کسان په کې بند پاتې کیږي.»
انځور: DW/K. Zurutuzaپه «دگنتې ون» کې سپرو ډیر شمیر کډوالو دویچه ویله ته وویل چې په لیبیا کې دوی ته قاچاقبرانو ویلي وو چې یوه لویه بیړۍ به تاسې په محفوظې طریقې سره ایټالیا ته ورسوي. د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله سږ کال تر اوسه پورې تر ۳۰۰۰۰۰ډیرو مهاجرو اروپا ته د رسیدو دغه خطرناکه لار وهلې.
انځور: DW/K. Zurutuzaپه لومړي قدم کې ښځې او ماشومان
د کډوالو په کشتیو کې تر ټولو په لومړي قدم کې هڅه کیږي چې ښځې او ماشومان وژغورل شي. دوی د هرې کشتې د سپرو له ۱۰ څخه تر ۱۵ فیصدو پورې تشکیلوي. د بې سرحده داکترانو په حواله په دغو کشتیو کې اومیدواره او یا داسې میرمنې هم سپرې وي چې نوی زیږدون یې کړی وي. دغه میرمنې ځانگړې پاملرنې ته اړتیا لري.
انځور: DW/K. Zurutuzaد بالقان له لارې اروپا ته د رسیدونکو په پرتله له لیبیا څخه د مدیترانې له لارې اروپا ته د تلونکو کډوالو یوه لویه برخه د افریقایې هیوادونو کډوال تشکیلوي. لیبیا د ټولو هغو صحرایې هیوادونو د کډوالو له پاره تم ځای جوړ شوې دی چې غواړي اروپا ته ځان ورسوي. په همدې منځ کې په دغه هیواد کې له ډیر شمیر افریقایانو سره د ناوړه چلند او حتې د دوی د وژل کیدو اطلاعات هم ورکړل شوې دي.
انځور: DW/K. Zurutuzaیوه سینیگالي دویچه ویله ته وویل:« په لیبیا کې د پيرې یا څار په یوه مرکز کې تر بندي کیدو وروسته، د هغه مرکز پيره دارانو ماته یو مبائل راکړ او وېې ویل چې زه باید له خپلې کورنۍ سره خبرې وکړم. که هغوې پیسې وانه ستوي نو زه به ووژل شم. زه خو یې پرښودم، خو هغو کسانو چې پيسې نه درلودې هغوې یې پر ساختماني شرکتونو و پلورل.»
انځور: DW/K. Zurutuzaډیر شمیر ښځو وویل چې دوی د لیبیا په بدنامه توقیفي مرکز کې د جنسي تیري له پيښې سره مخامخ شوې دي. د بې سرحده ډاکټرانو پرسونل د طبي او رواني درملنې تر څنگ په همدا کشتې کې د«ایډز» معاینه هم کوي. د بې سرحده داکترانو څخه لورا پاسکیرو دویچه ویله ته وویل:« اکثره میرمنې د یوه تکان سره مخامخ شوي دي. یواځنې شې چې دغه میرمنې یې ویلی شي هغه بیرونکي پيښې دي چې دوی ورسره مخامخ شوې دي.»
انځور: DW/K. Zurutuzaنائجیریایې ایولین خپله کیسه داسې بیانوي:«طرابلس ته نږدې زه پنځو تنو وسله والو کسانو ونیولم. هغوې غوښتل پر ما جنسې تیرې وکړي، خو کله چې هغوې ولید چې زه «حایضه» وم ډیر په قهر شول او زه یې دومره ووهلم چې بې هوشه شوم.»
انځور: DW/K. Zurutuzaد دکنتې ون په وسیله ایټالیا ته انتقالیدل
د «دکنتې ون» سرعت کم او لږ شمیر کسان په کښې ځایږي. له همدې امله دغه کشتې د لیبیا ساحل ته نږدې د ژغورنې په مرکزونو کې هم موجود وي. په دې کښتۍ کې سپاره کډوال بیا د لویو کشتیو په وسیله ایټالیا ته رسول کیږي. دغه لویې کۍتې د ایټالیې د سیسلي او ریجیو د ټاپو گانو په بندرونو کې ولاړې وي.
انځور: DW/K. Zurutuzaډیر شمیر کډوال ایټالیا ته تر رسیدلو وروسته د کار پيدا کولو کوښښ کوي، ځکه دوی باید خپلو کورنیو ته هم یو څه پيسې واستوي، خو په ایتالیا کې د کار پيدا کول ډیر مشکل وي او یو شمیر خو حتی مجبوره شي چې په سوالگرۍ خپلې شپې سبا کړي.
انځور: DW/K. Zurutuza