په ارمنستان کي پارلماني ټاکني رواني دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۷, یکشنبهاعلان
د قفقاز په ارمنستان جمهوريت کي د پارلمان ټاکنې جريان لري. په دې ترڅ کي پر څه باندي دونيمو ميليونو وگړو ږغ سوی چي خپلي رايي وکاروي. اټکل کيږي چي د پارلمان زیاتي چوکۍ به د ولسمشر سرژ سرکيسيان ريپبلکن گوند وگټي. دوهم مقام ښايي د گاجيک زروکيان نومي مليونر گوند غوړېدونکی ارمنستان وگټي. دغه دواړه حکومتي ائتلافي گوندونه دي. د مخالف ملي کنگرې گوند لومړی کانديد پخوانی ولسمشر لېؤن تېر پېتروسيان دئ. دغه ټاکني د ۱۳۱ پارلماني چوکيو له پاره تر سره کيږي.