1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي ټولنه کې یو میلیون کسانو د پناه غوښتنه کړې ده

۱۴۰۲ تیر ۱۴, چهارشنبه

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د کلني راپور له مخې په ۲۰۲۲م کال کې په دې اتحادیه کې د پناه غوښتونکو شمېر شاوخوا یو میلیون ته رسېدلی دی. دا په تېرو شپږو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

Bildergalerie Ukraine-Krieg, Momentaufnahmen zwei Wochen | Berlin, Ankunft Flüchtende
انځور: Hannibal Hanschke/Getty Images

په ټولیز ډول په ۲۰۲۲م کال کې په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو شمېر ۹۹۶ زرو ته رسېدلی دی. په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتونکو ډېره برخه د سوریې، افغانستان، ترکیې، وینزویلا او کولمبیا ده.

هغه اوکراینیان چې له روسیې سره د جګړې له امله یې خپل هېواد پرېښی، په دې راپور کې نه دي شامل. شاوخوا څلور ميلیونه اوکراینیان په اروپايي اتحادیه کې د ځانګړي محافظتي حالت سره ژوند کوي.

اړوند مطالب:«نيږدې ۱۲ زره افغانان د آلمان د ويزې په تمه دي»

دې ادارې ویلي دي چې دا ټول پناه غوښتونکي په ګډه سره «په ډیرو هیوادونو کې د استوګنې پر مرکزونو ډیر فشار راوړي.»

د اروپايي اتحادیې ځينو غړو هیوادونو لکه ایټالیا، پولنډ او سویډن د غیر قانوني مهاجرت پر وړاندې سخت دریځونه غوره کړي دي.

دا لګښتونه کیدای سي زیات سي، ځکه چې د اتحادیې اقتصادي وده د لوړ انفلاسیون سره د مبارزې له پاره د سود لوړولو له امله ننګول سوې ده.

اروپا ته د پاکستانیانو د ناقانونه مهاجرت له خطره ډک سفر

03:35

This browser does not support the video element.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب