1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپایي ټولنه کې د کډوالۍ سیاست پر اصلاحاتو توافق شوی

۱۴۰۲ مهر ۱۳, پنجشنبه

د اروپايي ټولنې هیوادونو د پناه غوښتنې سیاست د اصلاحاتو په برخه کې یوه مهم توافق ته رسیدلي دي. ټاکل شوې چې له دې موافقې سره به اروپا ته غیرقانوني مهاجرت «محدود او مهار» شي.

EU-Parlament stimmt über Resolution zu Energiepreisen ab
انځور: Philipp von Ditfurth/dpa/picture alliance

د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو استازو د بلجیم په برکسل کې په خپله ناسته کې د کډوالۍ سیاست د اصلاح کولو له پاره یو بل ګام پورته کړ. دا هېوادونه د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۴مه د « کډوالي بحران» او د «غیرقانوني مهاجرتونو« د مدیریت په اړه په داسې حال کې توافق وکړ چې په اروپايي ټولنه کې ورځ تر بلې د مهاجرو شمېر مخ پر زیاتېدو دی. تمه ده چې د یاد تړون د وروستي کولو له پاره د اروپا په پارلمان کې بحثونه دوام ومومي.

د شوي توافق له مخې، له هغو پناه غوښتونکو سره به سخت چلند وشي چې د اروپايي ټولنې په هیوادونو کې ورته د استوګن کیدو احتمال کم وي، خو بیا هم د دې ټولنې غړي هیوادونو څخه یو بل هیواد ته ولاړ شي. ټاکل شوې چې په راتلونکي کې هغه خلک چې د خوندي هېوادونو تر نوم لاندې د اروپایی ټولنې خاورې ته داخل شوي په بشپړ ډول کنټرول شويو استوګنځایونو ته لیږدول کیږي او هغه هیواد چې له ډېرو مهاجرتونو سره مخ دی، کولای شي چې د ډېر وخت له پاره مهاجرین په یادو استوګنځایونو کې وساتي.

ویل کېږي چې د یادو استوګنځایونو وضعیت د زندانونو په څېر وي او کډوال به په لومړي سر کې ان د وتلو اجازه ونلري. د توافق له مخې هغه هیوادونه چې له ډېر شمېر مهاجرینو سره مخ دي، کولای شي د اروپایي ټولنې له نورو هېوادونو څخه مالي مرستې وغواړي او یا هم د مهاجرو ځای پر ځای کولو کې د مرستې غوښتنه وکړي.

آلمان تر دې مخکې له دې طرحې سره د بشرپالو اندېښنو له امله مخالفت کړی و. له دې سره د اروپایي ټولنې د هېوادونو وزیرانو وکولای شول چې د سپتمبر په میاست کې د دغې طرحې د تړون له پاره د آلمان رضایت هم ترلاسه کړي. په په تیرو اونیو کې ایټالیا په پرله پسې ډول په مدیترانې کې د کډوالو د ژغورلو له پاره د غیر دولتي سازمانونو له رول سره مخالفت ښودلی دی.

د آلمان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر رضایت

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د دې موافقې په نهايي کیدو رضایت ښودلی دی. بیربوک ویلي چې د دې تړون له مخې به لږ تر لږه بشري معیارونه کمزوري نه شي.د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر هم په دغه شان څرګندونو کې شته خنډونو ته په اشارې سره وویل چې د مهاجرت کړکیچ د یو هیواد په پریکړه نه بلکې د اروپايي ټولنېد اکثرو غړو له ګډون سره د امکان وړ دی.د آلمان لوموړي وزیر اولاف شولتڅ په ایکس شبکه کې د مهاجرو د کړکیچ د مدیریت په هکله توافق «ښه خبر» او «د تاریخي بدلون ټکی» بللی دی. د هغه په وینا، دا اصلاحات اروپا ته د غیرقانوني مهاجرتونه محدودوي او په خبره یې دغه څه به د آلمان په شان اروپایي هېوادونو کې به د مهاجرت تحمیل شوی بار کم کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب