1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا پارلمان کي د فساد سره د مبارزې وړانديز

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

د اروپايي اتحادیې د پارلمان مشره روبرتا میټسولا د پخوانۍ مرستیالي ایوا کیلي د فساد تر دوسیې وروسته د اروپا پارلمان ته د اصلاحاتو وړاندیزونه وړاندې کړل.

Symbolbild Bosnien Herzegowina UN
انځور: picture-alliance/AA/D. Aydemir

د اروپايي اتحادیې د پارلمان مشره روبرتا میټسولا د پخوانۍ مرستیالي ایوا کیلي د فساد تر دوسیې وروسته د اروپا پارلمان ته د اصلاحاتو وړاندیزونه وړاندې کړل. په دې کې د پخوانیو وکیلانو له پاره سخت مقررات شامل دي چې په پارلمان کې لابي کوي.

په راتلونکي کې له يوه دريم ګړي سره د اروپا د پارلمان د استازو غونډي چې ټولې غونډې چې د يوه راپور يا پریکړه لیک سره تړاو ولري هم باید خپرې شي. د دغه پارلمان د زرغون ګوند جرګه ګۍ د پارلمان د غړو له پاره د جریمې غوښتنه وکړه.

محافظه کارانو او سوسیال دیموکراتانو چې په ځانګړې توګه له وروستۍ رسوایۍ څخه اغېزمن شوي، د دې وړاندیز هرکلی کړی.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب