په اروپا کي افغان مهاجر اختر څرنگه لمانځي؟
ک.ص۱۳۹۵ شهریور ۲۱, یکشنبه[No title]
نور مطالب
د بې وزلو اختر
په پاکستان کې تر روژې وروسته کوچنی اختر ډېر ښه لمانځل کیږي. څوک چې یې توان لري د اختر له پاره ډول ډول خواږه او نوی لباس رانیسي خو د ډيرو بې وزلو اختر د محرومیو ډک وي.
په روژه کې تازه مېوه خوړل یو دود دی
د ګرانۍ له وجې بې وزله تازه میوه نه شي رانیولای، که نه هر څوک غواړي په روژه مات کې یې اولادونه یو نه یو ډول میوه هم ولري. میوه او ترکاري پلورونکي تنویر ملک دویچه ویله ته وویل چې میوې په مونډيي کې ګراني رانیسم نو څرنګه یې ارزانه خرڅي کړم. دی وايي په اختر کې مې رانه بچیان نوي کالي غواړي چې میوه هم ګرانه خرڅه نه کړم نو کورنۍ به مې څرنګه ګوزاره کوي؟
د «چترالي بابا» اختر به څرنګه وي؟
پنځوس کلن محمد شفیق د اسلام آباد په یوه روغتون کې چوکیداري کوي او د همدې روغتون په یوه خونه کې اوسي. د خیبر پښتونخوا د چترال د دې اوسیدونکي میرمن او څلور اولادونه د ده له مور او پلار سره په خپله سیمه کې پاته دي. د روغتون مشر د سږني اختر له پاره د ده بچیانو ته کالي تحفه کړي او د یوې میاشتې معاش یې ورته د اختري په توګه ورکړی. دی ډیر خوښ دی چې دا ځل به اختر له خپلې کورنۍ سره ولمانځي.
د ږمنڅ پلورونکي انور سعید اختر
د پنجاب د سیالکوټ د سیمې انور سعید چې درې اولادونه لري له څو کالو راهیسې په اسلام آباد کې مزدوري کوي. دی چي د خپلو درو ملګرو سره په ګډه په یوه کوچني کور کې اوسي نو کولای شي چې هره میاشت یو څه پيسې خپلې کورنۍ ته ولیږي. دی وايي ډير خوشاله دی چې په اختر کې څو میاشتې وروسته د خپلې کورنۍ سره وګوري.
د بې وزلو له پاره ګرمه ډوډۍ
د اسلام آباد په جي لسم سیکتر کې د بې وزلو له پاره له دې تنور څخه ډیرې غریبې کورنۍ د روژه مات او پیشلمي له پاره وړیا ډوډي ترلاسه کوي. شتمن کسان هره ورځ دلته پر بې وزلو ډوډۍ تقسیموي او دې نان وايي ته پيسې ورکوي خو غریبو ته وړتیا ډوډۍ ورکړي.
د لوږې له لاسه د کړیدلو هجوم
دا ټوله د وړیا تنور مخې ته په انتظار ولاړ دي. دلته د روژه مات او پيشلمي پر وخت ډیره ګڼه ګوڼه وي. له دوی څخه یوې میرمن ډویچه ویله ته وویل: «زه د سوات یم. هلته لومړی وسله وال ول بیا پوځي عملیات پیل شول. موږ ته نه کار او نه هم د کور سامان راپاتې شو. اوس مو د دوه وخته ډوډۍ له پاره هم بل ته لاس نیولی وي.»
«اختر څه ته وايي»
د بې وزلي له لاسه کړیدلې دا حجاب لرونکې سر له مازیګره د خپلو ماشومانو سره د دې تنور مخې ته ځای ونیسي. له دوی څخه یوې میرمن وویل چې روژه مات او پيشلمنۍ دواړه هلته کوي او کله خو د الله څوک نیک بنده موږ ته میوه هم راوړي. دا وايي: «اختر څه ته وايي، پر دې غریب او بې روزګاره خلک نه پوهیږي دا خو د شتمنو دی، هغوي به یې لمانځي.»
اختر خو له کورنۍ سره وي
د امجد خان په نامه دا ساتونکی په اوړي ژمي کې د سړک پر غاړړه ناست خپله دنده ترسره کوي. دې د ګلګت د هنزه د درې څخه دی او اته کاله مخکې د روزګار په لټه اسلام آباد ته راغلی وو. د اختر په یادولو سره یې سترګې د خوښۍ ډکې شوې او ویې ویل چې د کورنۍ د غړیو له پاره یې واړه واړه سوغاتونه اخیستي او اختر تل په هنزه کې د خپلې کورنۍ سره لمانځي.
په دوبي کې د هندواڼو د خرڅولو ګټه
د اسلام آباد په جي یولسم سیکتر کې د سړک پر غاړه د هندواڼو د پلورونکي عبدالله تړاو د راولپنډۍ ښار سره دی. دی چې څلور اولادونه لري وايي عیدالفطر یا کوچنی اختر ورته د روژې وروسته لکه د یوې تحفي په څیر دی او په اختر کې یې کور د خوښیو ډک وي. دی وايي: «په ګرمه هوا کې هندواڼې ډيرې پلورل کیږي. خلک د ګرمۍ اثر د هندواڼو د یخ شربت په څکلو سره له منځه وړي.»
«د بنګړو پلورل مې خوښیږي»
محمد اکبر د اسلام آباد په یوه کوچني مارکیت کې بنګړي خرڅوي. دی وايي هره ورځ کابو ۵ سوه کلدارې ګټي. دی د جهلم اوسیدونکی دی او اختر به په هملته د خپلې کورنۍ سره لمانڅي. دی وايي: « نجونې بنګړي ډیر خوښوي. دوی ورته ډيرې خوشالي وي او د دوی په خوښۍ زه هم ډير خوشاله کیږم.»
په ګرمه هوا کې د سړک پر غاړه کبان څرخول
زاهد خان هره ورځ په جي یولس سیمه کې تازه نیول شوي کبان پلوري. د ده په خبره د اسلام آباد خلک په هر موسم کې تازه ماهیان خوښوي. دی شپږ کاله مخکې د سرګودها ښار څخه دلته راغلی وو. دی وايي د خپلو خویندو ورونو له پاره مې سوغاتونه رانیولي او یوه اوونۍ رخصت مې اخیستی. دې زیاتوي چې ټول کال د اختر له پاره پیسې پس انداز کوي.
د «اتوار بازار» دوکاندارې میرمنې
شازیه خانم د پیښور طرف ته د تلليسړک پر غاړه د یکشنبې په ورځ په جوړیدونکي بازار کې د دریو کالو راهیسې کار کوي. دا وايي په اختر کې به له خپلو اولادو سره د خپل مور و پلار کور ته چې په لاهور کې دی، ولاړه شي. دا وايي: «خاوند مې پنځه کاله تر مخه مړ شو. زه خپلو اولادونو ته د ډوډۍ پیدا کولو له پاره دلته کار کوم او پر دې ویاړم چې له دې کوچني دوکان څخه د میاشتې لس زره روپۍ ګټم.»
«عمر مې په کوڅو کې په شیدو پلورلو تیر شو»
د الله دته تړاو د پنجاب د ګجر خان سیمې سره دی. د پنځوو اولادونو پلار ټوله ورځ په هر قسم هوا کې شیدۍ خرڅوي. دی هر کال په اختر کې سره د خپلې کورنۍ خپلې سیمې ته ځي. خو زیاتوي چې هلته د ډيرې ګرمۍ له کبله ډیرې ورځې نه شي اوسیدلای. الله دته وايي: «د اختر خوښي خو د هر مسلمان ده. خو اصلي خوښي د ماشومانو وي.»
د اختر ورځ په روغتون کې
په اختر کې په ټولو کورونو کې یو ډول خوښۍ نه وي. که د کورنۍ کوم غړی ناروغ وي نو د اختر ورځ هم په روغتونو کې په انتظار او یا درملتون ته پر لار تیریږي. دې کلینک ته راغلې یوې میرمن وویل: «ډاکتر راته ځينې معاینې لیکلي خو هغه دومره ګران بیه دي چې موږ بې وزله یې د کولو پيسې نه لرو. ټول د اختر له پاره چمتوالې نیسي خو موږ سره د خپلې خیټې د مړولو غم وي.»