په اروپا کي بيا د ترويزم د خطر زنگ وهل سوی
۱۳۸۹ مهر ۱۲, دوشنبهپه دې سره هغه انديښنې ډيري سوي دي، چي په اروپا کي يو زيات شميرا فراطيون د زورپالني دپاره د القاعدې د تروريسيتي شبکې د Online بلني ته د ځواب په توګه د لويديځو هيوادونو څخه د جګړو سيمو ته د پوځي روزنو په مقصد روان دي.
په هغه وينا پاڼه کي چي پرون په واشنګتن کي خپره سوه، ويل سوي دي چي په اروپا کي د تروريستي بريدونو خطرونه زيات سوي دي.
دغه خبرداری وروسته تر هغه ورکړه سوی چي استخباراتي معلوماتو وويل چي يوه ډله افراطيون چي ځيني يې اروپايي اتباع دي د پاکستان په قبايلو سيمو کي په سفر بوخت دي.
د دغه دسيسې جزئيات معلوم نه دي.
کار پوهان وايي چي د پاکستان په قبايلي سيمو کي د القاعدې مشري چي د بي پيلوته الوتکو په بريدونو سره سخته تاواني سوې ده، د دغسي افراطينو څخه چي په لويديځ کي لوی سوي او يا د لويديځو دولتونو پاسپورتونه لري هرکلی او ستاينه کوي.
د دغو افراطينو دقيق شمير معلوم نه دی. خو ځيني کارپوهان فکر کوي چي په تيرو دو کلونو کي زيات شمير افراطيون ځينو هيوادونو لکه پاکستان او يمن ته تللي.
د هالند د نړيوالو اړيکو په انستيتوت کي د امنيت او شخړو د چارو کار پوه Edwin Bakker وايي: « دا په اروپا کي يوه ډيره خطرناکه پديده ده، په خاصه توګه په آلمان او برتانيه کي.»
دغه کار پوه زياتوي:« اسلام پاله افراطيت تل اصلي انګيزه نه ده، ځيني وخت منفرد اشخاص هم هلته ځي او غواړي چي ځان د ژوند په مفهوم پوه کړي او يا پيدا کړي چي هدف او مقصد څه دی.»
د آلمان د جنايي جرايمو ضد فدرالي ادارې، BKA، رئيس، Joerg Ziercke، تيره مياشت وويل چي په آلمان کي شاوخوا 400 اسلام پال افراطيون ژوند کوي، چي ځيني يې د زورپالونکو په کمپونو کي رزول سوي او ځيني د مخه د افغانستان د جګړې تجربه لري.
د المان پوليس وايي چي د هيواد څخه يې د روزني کمپونو ته د تګ او راتګ شمير زيات سوی دی.
د اروپا د اتحاديي د تروريزم ضد همغږي کونکي، Gilles de Kerchove د جمې په ورځ د رويتر خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل، په اروپا کي پر ځينو هدفونو باندي د تروريستانو د حملو د پلان بربنډولو وښودله چي دغه قاره بايد لاس تر زني پاته نه سي.
هغه وويل: « يوشمير خطرناک کسان که څه هم ښايي شمير به يې ډير نه وي، کښته پورته کيږي.»
نوموړي د اروپا اتحاديي ته د جون د مياتشي په يو رپوټ کي وويل چي، اروپا د القاعدې له سخت ګواښ سره مخامخ ده، ځکه نو د دغه شبکې د غړو تګ راتګ بايد په دقت سره وځارال سي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل