1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په اروپا کي د چینایي مسافرو د کرونا ټیست غوښتنه

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د جرمني د دولتي روغتونونو او کلینیکونو ډاکترانو په ټوله اروپا کي د چینایي مسافرو د کرونا ټیست غوښتنه کړې ده.

Frankfurter Flughafen
انځور: Daniel Kubirski/picture alliance

د عامه صحي خدماتو ډاکترانو د مرکزي اتحادیې رئیس، یوهانیس نیسن ویلي دي چي «موږ په ګرده اروپا کي د کرونا څخه د ساتني یوې واحدي طرحي ته ضرورت لرو». په خبره یې په هغه شدت سره چي دغه ویروس خپریږي، لکه اوس په چین کي، باید پردې باندي حساب وسي چي دغه ویروس د انسان په وجود کي پاتیږي او تکثر کوي. ځکه نو باید سړی هغه ته اماده وي.

دغه اتحادیه غواړي، هر څوک چي له چین څخه  اروپايي اتحادیې ته راداخلیږي، باید د کرونا عاجل ټست وکړي. او څوک چي په کرونا اخته سوی وي، په هر صورت باید قرانطین سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل