د رسمي معلوماتو پراساس، اوسمهال په اروپا کې د پناه اخيستنې له پاره د وړاندې کړل شويو غوښتنليکونو شمير ډير راټیټ شوی دی. د اروپا د پناه غوښتنې د چارو ملاتړ ادارې (EASO) په دې اړه د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې نوي ارقام خپاره کړل. د دغو ارقامو په حواله، د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ میاشتې څخه تر اپريل مياشتې پورې په اروپايي اتحادیې غړو او په ناروې، سويس، ليشتن شتاين او آيسلند هيوادونو کې ۱۹۷ زره کسانو د پناه غوښتنليکونه سپارلي دي. دغه ارقام د تيرو درو کلونو د همدې مودې په پرتله کم او د ۲۰۱۴م کال ارقامو په پرتله چې هغه وخت لا د مهاجرت بحران نه وو پيل شوی، لوړ دي.
کومو مهاجرو چې په ۲۰۱۸م کال کې د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو او همدا رنګه په ناروې، سويس، ليشتن شتاين او آيسلند هيوادونو کې د پناه غوښتنې وړاندې کړي دي، اکثريت يې د افغانستان، سوريې او عراق څخه دي. د اروپا د پناه غوښتنې چارو ملاتړ ادارې ويلي دي چې د تيرکال په اوږدو کې د اروپايي اتحاديې په بهرنيو پولو کې د مهاجرتونو فشارونه ډير لوړ ول. خو ويل شوي دي چې په عين وخت کې دغه فشارونه، په ځانګړې توګه د ختيځې او مرکزي مديترانې پر لارو کم شوي دي. د يادې ادارې په وينا، برخلاف دغه فشارونه بیا د مديترانې سمندرګي په لويديځه برخه کې په بې سارې لوړ توګه زیات شوي دي.
په ۲۰۱۷م کال، په اروپايي اتحاديه او په يادو څلورو نورو هيوادونو کې چې د اتحاديې غړي نه دي، د نړيوال حفاظت له پاره ۷۲۸ زره او ۴۷۰ غوښتنليکونه وړاندې کړل شوي ول. په دغو هيوادونو کې په ۲۰۱۷م کال کې د هغو دوسيو شمير چې نهايي پريکړه ته په انتظار کې دي، د يو کال مخکې (۲۰۱۶) په پرتله کم شوي، يعنې ۹۵۴ زرو ته رالويدلی دی.
د اروپا د پناه غوښتنې چارو ملاتړ اداره په دې آند ده چې دغه ارقام «د پناه غوښتنو په شمير کې د کموالي د رامنځ ته کيدو ښکارندويي کوي او ښيي چې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو د مهاجرت سیستم او د اروپا د پناه غوښتنې ګډ سيستم، په ډيره ښه توګه پلي شوی دی.»
د اروپا د پناه غوښتنې د چارو ملاتړ اداره، د اروپايي اتحاديې يو سازمان دی چې مقر يې په مالتا هیواد کې دی. دغه سازمان د مهاجرت چارو اړوند د عملي همکاريو په برخه کې فعاليت کوي. دغه سازمان همدا ډول د پناه غوښتونکو د حفاظت په چارو کې له مختلفو هیوادونو څخه ملاتړ کوي.
nka, af (epd)
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!
سږ کال څومره مهاجر اروپا ته راسیدلي دي؟
سږ کال شا او خوا ۲۶ زره مهاجر اروپا ته رسیدلي دي او د سیاسي پناه د تر لاسه کولو په موخه د دغه سفر په ترڅ کې د مړیني او ورکیدو لړۍ هم روانه ده. نور معلومات د انځورونو په ګالرۍ کې لیدلی شئ: انځور: picture-alliance/Zuma Press/London News Pictures/P. Hackett د سمندر له لارې یونان ته زیات خلک رسیږي سږ کال د سیاسي پناه تر لاسه کولو په موخه ۲۵۶۶۰ مهاجر اروپا ته له مختلفو سمندري لارو رسیدلي دي. د مهاجرو تر ټولو زیات راتګ په یونان کې ثبت شوی دی. دغلته د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د می میاشتې تر نیمایي پورې ۹۷۵۰ مهاجر رسیدلي دي. په دغه موده کې د روم سمندرګي له لارې ایټاليا ته د رسیدونکو مهاجر شمیر ۹۷۳۸ دی. هسپانيا ته بیا ۷۴۸۰ مهاجر رسیدلي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Ansa/Igor Petyx د لارو په اوږدو کې مړینه او لادرکه کیدل د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي آر) د اټکلونو له مخې په روان میلادي کال کې اروپا ته د رسیدو په موخه د لارو په اوږدو کې د مړو شوو او لادرکه شوو کسانو شمیر ۶۰۹ تنو ته رسیږي. په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر ۳۱۳۹، په ۲۰۱۶م کال کې ۵۰۹۶ او په ۲۰۱۵م کال کې ۳۷۷۱ او په ۲۰۱۴م کال کې بیا ۳۵۳۸ کسان مړه شوي یا لادرکه شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Italienische Marine سوریایان اوس هم په لومړي کتار کې ځای لري د روان میلادي کال په لومړیو میاشتو کې اروپا ته د رارسیدلو مهاجرو په ډله کې ۴۱۵۱ سوریایان، ۲۱۸۵ عراقیان، ۱۹۱۰ تونسیان دي. همداشان پر نورو هیوادونو سربیره له اریتریا څخه ۱۸۱۰ مهاجر او له ګانا څخه ۱۲۱۴ مهاجر اروپا ته رسیدلي دي. د سوريې وګړي اوس هم اروپا ته د رسیدونکي کسانو د نوملړ په سر کې ځای لري.
انځور: Reuters/U. Bektas له جنوري میاشتي د اپریل تر نیمایي پورې اروپا ته د ټولو رسیدلو کسانو ۵۹،۶ سلنه نارینه، ۱۵،۷ سلنه ښځې او ۲۴،۷ سلنه ماشومان دي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Bunel زياته پناه غوښتنه په آلمان کې شوې ده د ۲۰۱۸م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر ټولو زیات د سیاسي پناه غوښتنه په المان کې شوې ده. ۶۳۹۷۲ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده چې ۵۶۱۲۷ یې د لومړي ځل له پاره د پناه عریضه وړاندې کړي او په دغه ډله کې ۷۸۴۵ کسانو بیا پر خپلو دوسیو د بیا غوښتنې له پاره عریضې وړاندې کړې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann د پناه غوښتنې عریضې ادامه لري د سیاسي پناه غوښتنې له پاره پر آلمان سربیره د مهاجرو د خوښې وړ هیوادونو کې فرانسه، ایټالیا، یونان، اتریش او هالنډ هیوادونه شامل دي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann