په اروپا کې د ګرمۍ له کبله تر ۶۰ زره زيات انسانان مړه شوي
۱۴۰۲ تیر ۲۰, سهشنبه
په اروپا کې تر ټولو تاوده دوبي کې د ریکارډونو له پیل راهیسې، یوازې په آلمان کې د تودوخې د لوړې کچې له امله نږدې ۸۲۰۰ کسان مړه شوي دي. ساینس پوهان د مخنیوي پلانونو غوښتنه کوي.
اعلان
په څيړنه کې تينگار شوي چې له اتيا کلونو څخه ډيرې عمر لرونکي ميرمنې د گرمۍ په قربانيانو کې دي.
کار پوهان وړاندوینه کوي، که چیرې مناسب حافظتي تدابیر نه وي، نو له ۲۰۳۰م څخه وروسته به هر کال د تودې هوا له کبله په منځني ډول ۶۸ زره انسانان ومري. د فرانسې د دولتي روغتیا څیړنیز انستیتیوت انسرم او د هسپانوي انستیتیوت ايسگلوبال له خوا د تر سره شوي څېړنې له مخې، تر ۲۰۴۰م کاله پورې به د قربانیانو شمیر له ۹۴ زره څخه پورته شي.
پخوا په ۲۰۰۳م کال کې د تودوخې له کبله د مړو شويو انسانانو شمير زيات وو. د اټکل له مخې تیر کال په اروپا کې د تودې څپې له امله شاوخوا ۷۰ زره کسان مړه شول. په هر حال، د ارقامو پرتله کول ستونزمن دي، ځکه چې دوی د ورته میتودونو په کارولو سره نه دي راټول شوي.
د جنوبي اروپا د ګرمۍ څپې
جنوبي اروپا د «لوسیفر» په نامه د ګرمۍ له یوې څپې سره مخامخ ده چې له امله یې د تودوخې درجه له ۴۰ درجو هم لوړه شوې. د دې ګرمو څپو له امله ځنګلونو اور اخیستی، هوا ډیره توده شوې او زراعتي حاصلات هم خراب شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Nimani
د فوټبال مینه وال د ګرمۍ احساس کوي
په اروپا کې د «یوفا» په نامه د فوټپال د سیالیو په لړ کې د ریال مادرید او منچستر یونایتید لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبیږي، خو مینه والو بیا له اوبو سره ځان بسیا کړی دی. دلته د تودوخې درجه ۳۸ درجو ته رسیدلې. چارواکي روغتیايی خبرداري ورکوي او له خلکو غواړي چې ماشومان او د ډیر عمر لرونکي خلک دې غرمه مهال له کورونو نه وځي.