په تيرو څو ورځو کې په اروپا کې ډیري يخي هوا تر لسو ډیر کسان وژلې، د کلیو اړیکې یې له ښارونو سره قطع شوي، د اوبو او بریښنا د بندیدو پیښي رامنځ ته شوي او د الوتکو پروازونه لغو شوي دي.
په پولند کې د شنبې په ورځ سړې هوا دوه نارینه ووژل. له دې سره په دې هیواد کې د تیر کال له نوامبر مياشتي راهیسې د يخي هوا له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۵۵ تنو ته رسیدلی دی.
په ایټالیا کې هم اته تنه د يخي هوا له کبله وژل شوي. د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم له خلکو وغوښتل چې له مهاجرو سره مرسته وکړي.
د سربستان په پلازمېنه بلګراد کې ډېر کډوال چې افغانان او پاکستانيان دي، په خالي ګدامونو، د اورگاډو په تمځايونو او نورو ځایونو کې وخت تیروي.
د بلگراد په کوڅو کي د مهاجرو ژوند په انځورونو کي
د سربستان په پلازمېنه بلگراد کي په سونو مهاجر شپې په تم ځايونو او داسي زړو ودانيو کي تيروي چي کړکۍ هم نه لري. د دوی ډيری افغانان دي. دغه مهاجر ولي کمپونو ته نه ځي؟ په اړه ئې انځوريز راپور. انځور: DW/N. Rujevic د نامعلوم راتلونکي پر لور په دې خرابه ودانۍ کې زیاتره مهاجر افغانان او پاکستانيان دي. ۱۷ کلن محمد درویش چې له افغانستان څخه مهاجرت ته اړ شوی، له سړې هوا شکایت کوي او غواړي چې په اروپا کې کار او ښه ژوند پیل کړي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Isakovic د ځان ګرمولو له پاره د سون توکي په دې زړه ودانۍ کې مهاجرین د ځان ګرم ساتلو له پاره هر څه چې ومومي سوځوي. د ملګرو ملتونو د ادارې شمیرې ښيي چې د ژمي په دې ساړه موسم کې کابو ۶۰۰۰ مهاجرین په سربستان کې بند پاتې دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Isakovic د ویديدو له پاره نامناسب ځای په دې ودانۍ کې چې دیوالونه یې د اور په دود باندې تور شوي زیاتره مهاجرین غواړي نورو اروپايي هیوداونو ته تير شي. سربستان چې اروپا ته د تګ اصلي لار ګڼل کیږي، پکښې ډېر مهاجر د بې سرنوشتې شپې او ورځې سبا کوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Isakovic د خوارکي توکو نه شتون او پخلی زیاتره مهاجرین شکایت کوي چې د څښاک اوبه او مناسب خواړه ورته نه رسیږي. په دې انځور کې یوه ډله مهاجر لیدل کیږي چې پخلی کوي او د اور په لمبو ځانونه ګرموي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Isakovic په دې ځای کې زیاتره مهاجر غواړي نورو اروپايي هیوداونو ته ولاړ شي. له دوی څخه ځینو یې کرواشیا او هنګري ته چې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه دي، د تګ هڅه هم کړې چې وروسته د پوله ساتو ځواکونو له خوا تر نیولو او ډبولو وروسته بیرته سربستان ته لیږل شوي دي.
انځور: DW/N. Rujevic په سربستان کې ځینې مهاجر وايي چې اروپايي ټولنې له مهاجرو سره بد چلند پیل کړ دی او دوی اړ دي چې له میاشتو راهیسې په داسې ځای کې ژوند وکړي چې د اوسیدو وړ نه دي. د دوی په وینا، بد بوی، سړې هوا، د خوراکي توکو نه شتون دوی ډیر اندیښمن کړي دي.
انځور: DW/N. Rujevic هیواد پریښودل او د مهاجرت ژوند په دې ودانۍ کې میشت افغان او پاکستاني مهاجر وايي چې په خپلو هیوادونو کې ستونزو او ناخوالو دې ته اړ کړي چې په دې شان ځای کې ژوند وکړي. دوی وايي بې له دلیل څخه څوک خپل هیواد نه پریږدي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Isakovic په سربستان کې په ژمي کې هوا ډیره سړیږي چې د شپې مهال د تودوخي درجه له منفي ۵ څخه نیولې تر منفي لسو پورې رسیږي. د ځان ګرمولو له پاره دغه مهاجرین اړ دي چې هر څه په لاس ورشي اور ورته واچوي او ځانونه ګرم کړي.
انځور: DW/N. Rujevic د اروپايي ټولنې د هیوادونو له لوري د سرحدونو تر بندولو وروسته په سربستان کې د مهاجرو ګڼه ګوڼه ډیره شوې ده. دغه مهاجرین وايي چې دوی نه غواړي د مهاجرینو کمپونو ته ولاړ شي، ځکه هلته د اوسیدو ځای نه شته.
انځور: DW/N. Rujevic د دې مهاجرو له ډلې څخه بختور یې د ویدېدو له پاره پر سیمټو باندي فرش لري. ځینې یې د کارتنو په ټوټو د ژمي او مسافرۍ سړې شپې او ورځې سبا کوي.
انځور: DW/N. Rujevic دې ویجاړي ودانۍ ته چې څوک په لومړي وار داخل شي، ککړه هوا او دود د انسان سترګي او ستونۍ سوځوي. دوی د ودانۍ په داخل کې د ځان تودولو له پاره اورونه بلوي.
انځور: DW/N. Rujevic د درياب پر غاړه ویجاړه ودانۍ دغه ودانۍ د سربستان د ساوا درياب پر غاړه د اورګاډې د تم ځای او د عصري اپارتمانونو د جوړیدونکي ودانيو په منځ کې موقعیت لري. له دې مهاجرو څخه ځینې یې د نوي عیسوي کال په تمه دي او وايي کیدای شي چې د کریسمس په رارسیدو به د پولو په اوږدو کې نرمښت راشي او دوی به وکولای شي له پولې تیر شي او ځانونه نورو اروپايي هيوادونو ته ورسوي.
انځور: DW/N. Rujevic
له يخي هوا څخه د هغوی د ژغورني په موخه اوس ډېر مرسته کوونکي سازمانونه له دغو کډوالو سره مرسته کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې یوې ویاندې میرجانه میلنکوفسکي، ویلي دي: «موږ ټول له دغو خلکو سره د مرستې له پاره ګډ کار کوو.»
ډیر مهاجر اوس هم نه غواړي چې په سربستان کې خپل د پناه غوښتنلیک ورکړي او په دې هیله په يخوا هوا کې شپې او ورځې تیروي چې ځان به د اروپايي ټولنې یوه بل هیواد ته ورسوي.
په بلغاريا کې هم پولیسو ویلي دي چې دوه عراقيان او یوه سومالیايي ښځه هم د سړې هوا له کبله وژل شوي دي. مرستندویه کارکوونکو روښانه کړې ده چې د بلغاریا په ډیرو کمپونو کې ډیر پناه غوښتونکي اوس ناروغه دي.
د آلمان فدرالو پولیسو هم د یکشنبې په ورځ د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۹ کډوال په یوه موټر کې موندلي دي. دغه پیښه په بارین ایالت کې له هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د کډوالو د موټر چلوونکی په خپله وتښتید او هغوی یې په يخه هوای کې پریښودل.
دغه کډوال ټول له هیپوترمي څخه چې د يخي هوا له کبله د بدن د غړو له کاره لویدو ته ویل کیږي، رنځ گالي.