1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ازبکستان کې د څرخي الوتکې رالویدو نهه تنه ووژل

۱۳۹۵ مهر ۲۹, پنجشنبه

د ازبکستان دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د دې هیواد په ختیځه برخه کې د یوې څرخي الوتکې د رالویدو له کبله د شپږو سرتیرو په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.

Russischer Mi-8 Helikopter in der Luft
انځور: picture-alliance/dpa/A. Yesayants

 

د ازبکستان دولتي انترنت پاڼې اوزریپورت د دغه هیواد د دفاع وزارت د چارواکو په حواله ویلي دي چې دغه Mi-171 ډوله الوتکه د ازبکستان په فرغانه سیمه کې د سه شنبې په ورځ رالویدلې ده.

اوزریپورت زیاته کړې ده: «د دغې پیښې په پایله کې د الوتکې درې تنه عمله او د امنیتي ځواکونو شپږ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د دغې پیښې د څیړنې له پاره د دفاع وزارت یو پلاوی ټاکل شوی دی.

ازبکستان اوس د ځواک د لیږد له بهیر سره مخامخ دی. د دې هیواد پخوانی ولسمشر اسلام کریموف، د ۷۸ کلنۍ په عمر کې تیره میاشتې ومړ.

سرپرست ولسمشر شوکت میرزیاوف، چې د ۱۳ کلونو له پاره د اسلام کریموف لومړی وزیر وو، ښایي دې هیواد کې د دسمبر پر څلورمه نیټه ترسره کیدونکې ټاکنې وګټي.

ازبکستان تر ۳۰ میلیونو ډیر نفوس، او له افغانستان سره ګډه پوله لري. دا هیواد د یوې مودې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د یوې پوځي هوایي اډې کوربه وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب