د ترکیې په ستر ښار استانبول کي د زلزلو لړۍ دوام لري. د افاد په نوم د ترکیې د پیښو او اضطراري خدماتو سازمان نن سهار (۲۰۲۵م کال د اپریل ۲۴) له نورو کوچنیو زلزلو څخه هم خبر ورکړ چي یوه یې د ریشتر په مقیاس ۴،۱ یوه.
د چهارشنبه په سهار په استانبول کي څو ځله زلزلې رامنځته سوې. د افاد سازمان په ځايي وخت د غرمې له خوا څه کم یوه بجه د ریشتر په مقیاس ۶،۲ درجې تر ټولوسخته زلزله ثبت کړه چي مرکز یې د استانبول څخه ۴۰ کیلومتره جنوب لویدیځ ته د مرمارا په سمندر کې و. تر هغه وروسته بې شمیره نورې زلزلې هم رامنځته سوې، د افاد په حواله تر اوسه پورې یې شمیر څه د پاسه ۱۸۵ ته رسیږي.
ډېرو خلکو د ویرې له امله شپه پر بهر تیره کړه انځور: Yasin Akgul/AFP د ترکیې د روغتیا د وزیر کمال میمي په حواله په مجموعي ډول ۲۳۶ کسان زخمیان سوي دي چي ۱۷۳ یې په استانبول او نور یې په نورو ولایتونو کي دي.
د هغه په خبره ۱۵ کسان په روغتون کي تر درملنې لاندي دي. ځینی کسان له لوړو ودانیو څخه د ځان غورځولو له امله ټپیان سوي دي. خو د نړېدلو ودانیو په هکله تر اوسه رپوټ نه دی ورکول سوی.
ترکیه د نړۍ په یوه له هغو سیمو کې موقعیت لري چې د زلزلې له پلوه ډیره فعاله ده.
په استانبول کي تر یو ميلیون ډېري ودانۍ د زلزلو په وړاندي مقاومې نه دي. لکه څنگه چي ترکي رسنیو رپوټ ورکړی دی، ډېرو خلکو د ویرې له امله شپه پر بهر تیره کړه او په پارکونو یا نورو شنو ځایونو کې یې خیمې ودرولې.
افاد، زیان منونکو ودانیو ته د ننوتلو په اړه خبرداری ورکوي. په رپوټ کې ویل سوي دي "له اصلي زلزلې وروسته د نورو کوچنیو زلزلو د دوام له امله، تر یوې ټاکلې اندازې پورې د یوې مودې له پاره د زلزلو د رامنځته کېدو احتمال موجود دی."
له ۲۰۰۰م کال راهیسې مرګونې زلزلې
د دوشنبې په ورځ په ترکیه او سوریه کې زورورې زلزلې تر ۲۱۰۰۰ زیات کسان مړه کړي دي. داسې اندېښنې هم شته چې ښایي د تلفاتو شمیر لا پسې لوړ شي. له ۲۰۰۰م کال راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ په کچه ځینې مرګونې زلزلې وپېژنۍ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/strپه ترکيه او سوريه کې د ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې د ۷ اعشاریه ۸ درجې په شدت زلزله وشوه. د زلزلې له لومړۍ ورځې د تلفاتو ارقام مه په لوړيدو حالت کې دي. د فبرورۍ په ۱۱مه رپوټونو کې د مړو شمیر نژدې ۲۵ زره ښودل شوی دی.
انځور: SNA/IMAGO د ۲۰۲۲م کال د جون میاشتې په ۲۲مه نېټه په خوست او پکتیکا کې زلزلې تر ۱۱۰۰ زیات کسان مړه کړل. په انځور کې د خوست په سپیره ولسوالۍ کې یو سپين ږیری په زلزله کې د خپل ويجاړ شوي کور ته نژدې ناست دی.
انځور: AP Photo/picture alliance د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۴ په هایتي کې یوې زورورې زلزلې چې د ریشتر پر مقیاس ۷،۲ درجې وه تر ۲۲۰۰ زیات انسانان مړه کړل.
انځور: Orlando Barría/Agencia EFE/imago imagesد ۷،۵ درجې په شدت زلزلې په اندونیزیا کې تر ۴۳۰۰ انسانان مړه کړل.
انځور: Rudy Akdyaksyah/AP/picture alliance /د ۲۰۱۶م کال د اګست مياشتي پر ۲۴ نېټه د ایټالیا په مرکز کې د زلزلې له کبله تر ۳۰۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Chiodiد ۲۰۱۵م کال پر ۲۵ یوې مرګونې زلزلې تر ۸۸۰۰ ډیر کسان مړه کړل.
انځور: Reuters/D. Siddiquiچین: د ریښتر په مقیاس ۶،۲ درجې شدت لرونکې زلزلې له کبله تر ۷۰۰ زیات انسانان مړه شول. دغه زلزله د ۲۰۱۴م کال د اګست مياشتي پر دریمه نېټه رامنځ ته شوې وه.
انځور: Reutersد ۲۰۱۳م کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۴مه نېټه په پاکستان کې د زلزلې له کبله تر ۸۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: picture-alliance/ZUMA Pressپه جاپان کې د ۲۰۱۱م کال د مارج میاشتې پر ۱۱ نېټه څونامي تر ۲۰ زرو زیات کسان ووژل.
انځور: APد ۲۰۱۰م کال د فبرورۍ پر ۲۷ د زلزلې په پایله کې رامنځ ته شوي څونامي د ۵۲۴ کسانو ژوند واخیست.
انځور: Imago Images/Xinhuaدا د نړۍ په کچه یوه له مرګونو زلزلو وه چې د حکومت د اټکلونو له مخې ۳۱۶ زره کسان پکې مړه شول. دغه زلزله د ۲۰۱۰م کال د جنورۍ پر ۱۲ رامنځ ته شوه.
انځور: AP د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر مياشتي پر ۳۰ د زلزلې له کبله په اندونيزيا کې د تلفاتو شمیر تر ۱۱۰۰ لوړ وو.
انځور: APد ۲۰۰۹م کال د اپریل پر شپږمه په ایټالیا کې زلزلې تر ۳۰۰ زیات کسان ووژل.
انځور: dapd د چین په ختیځ سچوان کې په ۲۰۰۸م کال کې د یوې مرګونې زلزلې په ترڅ کې ۸۷۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Shifang/dpa/picture allianceد مرکزي پیرو سوحالو ته څیرمه د ۸ درجې لرونکي شدت یوې زلزلې تر ۵۰۰ زیات کسان ووژل. دغه زلزله د ۲۰۰۷م کال د اګست پر ۱۵مه رامنځ ته شوه.
انځور: Carlos Lezama/AFP/Getty Imagesد اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د ۲۰۰۶م کال د می میاشتې پر ۲۶مه نېټه یوه زلزله وشوه چې تر ۵۷۰۰ زیات کسان یې ووژل.
انځور: Donal Husni/ZUMA Wire/IMAGOد پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر سیمه کې د ۲۰۰۵م کال د اکتوبر پر اتمه نېټه یوه مرګوني زلزله وشوه. په دغه زلزله کې تر ۸۰۰۰۰ زیات کسان مړه شول.
انځور: AFP/Getty Images/T. Mahmoodد ۲۰۰۵م کال د مارچ پر ۲۸مه نېټه د اندونیزیا د سوماترا په شمالي برخه کې یوې زلزلې تر ۱۳۰۰ زیات کسان ووژل.
انځور: picture-alliance/AP Photo/strد هند په سمندرګي کې یوې څونامي په اندونیزیا کې ډیر ځاني زیان اړولی وو. د ۲۰۰۴م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه په رامنځ ته شوې دغه پېښه کې تر ۲۳۰ زرو زیات انسانان مړه شول
انځور: AFP/Getty Images/Choo Youn Kongد ۲۰۰۳م کال د دسمبر پر ۲۶ نېټه د افغانستان په ګاونډي هیواد ایران کې یوې زلزې تر ۵۰ زرو زیات کسان مړه کړل.
انځور: APتر ۲۲۰۰ زیات کسان په الجیریا کې هغه وخت مړه شول چې د ۶،۸ درجې زلزلې دغه هیواد ولړزاوه. انځور په الجیریا کې د ۲۰۰۳ کال د زلزلې دی.
انځور: Mohamed Messara/picture-alliance/dpaد ۲۰۰۲م کال د مارچ میاشتې پر ۲۵مه نېټه د افغانستان په شمال کې یوې زلزلې تر ۱۰۰۰ زیات انسانان مړه کړل. انځور د بغلان په نهرین کې د ۲۰۱۲م کال زلزلې
انځور: picture-alliance/dpaد ۲۰۰۱م کال د جنورۍ پر ۲۶ نېټه په هند کې یوې زلزلې چې شدت یې ۷،۷ درجې وو تر شلو زرو ډیر انسانان مړه کړل.
انځور: Arko Datta/AFP/Getty Images