1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

په استانبول کې چاودنه شوې

۱۴۰۱ آبان ۲۲, یکشنبه

ترکي چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ په استانبول ښار کې یوه چاودنه شوې، ۴ کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان دي.

په استانبول کې د چاودنې سیمه
په استانبول کې د چاودنې سیمهانځور: Kemal Aslan/REUTERS


د اسوشتید پريس په حواله، چاودنه د ګڼې ګوڼې په تر ټولو مشهور واټ (Istiklal Avenue) يا د خپلواکۍ واټ په پلې لار باندې شوې ده.

په سملاسي توګه د چاودنې لامل روښانه نه دی. حکومتي خبري آژانس، انادولو ويلي دي چې پنځه څارنوالان د پېښې په تړاو د تحقیقاتو له پاره استخدام شوي دي.

په يوه خپره شوې ويډيو کې يو زورور غږ اورېدل کيږي او د اور لمبې ښودل کیږي چې خلک یو خوا او بلې خوا تښتي.

په بله ويډېو کې بيا د پېښې ځای ته راغلي امبولانسونه، اطفائیه او پولیس ښکاري. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ويلي دي چې د پېښې په ځای کې دوکانونه تړل شوي او سړک بند کړل شوی دی.

د استانبول والي، علي يرلیکایا، پر ټويټر د مړو ارقام خپاره کړي او زیاته کړې ده چې ټپیان تر درملنې لاندې نيول شوي دي.

د ترکيې هېواد د ۲۰۱۵م او ۲۰۱۷م کال په منځ کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې او کردي ډلو د خونړیو بمي بریدونو شاهد ګرځيدلی وو.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب