1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استراليا کې پوليسو د رسنيو پر دفترونو چاپې وهلي

۱۳۹۸ خرداد ۱۵, چهارشنبه

د استراليا فدرالي پوليسو د چهارشنبې په ورځ د دغه هيواد د نشراتو ملي مجتمع پر دفترونو چاپې وهلي دي. د پوليسو دغه اقدام د افشا شویو پوځي اسنادو سره په تړاو ترسره شوی دی.

Australien ABC Hauptsitz in Sydney
انځور: Getty Images/AFP/S. Khan

ویل کیږي چې افشا شوي اسناد ښيي چې د استرالیا پوځي ځواکونو په افغانستان کې د احتمالي جنګي جناياتو له کبله تر تحقيق لاندې نيول شوي ول.

د استراليا د نشراتو مجتمع (ABC) ويلی دي چې د پوليسو له خوا د دوهم ځل له پاره د دولتي افشا شوو اسنادو د تحقيقاتو په پلمه چاپې وهل په هيواد کې د رسنيو د آزادي پر وړاندې پوښتنې راولاړې کړي دي.

د يادې ادارې مشر ديويد اندرسن; په يوه اعلاميه کې ويلي دی: «دا په لوړه کچه غیر معمول دی چې د نشراتو پر ملې مجتمع باندې دې په دا ډول چاپه ووهل شي.»

هغه زياته کړې ده: «دا يو جدي عمل دی چې له امله يې د رسنيو آزداي او د هيواد د ملي امنیت او د دفاعي مسائيلو اړوند د ژورو څيړنو په لار کې قانوني ستونزې راپورته کوي.»

د فدرالي پوليسو له خوا د سيدني ښار په يو څنډه کې دغه چاپه تر هغې يوه ورځ وروسته وهل کيږي چې دغو پوليسو د سیاسي ورځپاڼې «دې سندې تيلګراف آف سيدني» د مشر انيکا سيتورست کور تلاشي کړی وو.

په دغو دوو پیښو کې څوک نه دي نيول شوي. د استراليا قوانين حکم کوي کې د دغه هیواد چارواکي حق نه لري جې محرم معلومات افشا کړي. پوليس وايي چې د دوی دواړه تلاشۍ د هغه قانون پر اساس ترسره شوي چې په ۱۹۱۴م کال کې تصويب شوی وو.

پوليسو په يوه خبري اعلاميه کې ويلي دي چې د دوی دغه دوه پروګرامونه له يو بل سره تړاو نه لري.

اندرسن ټينګار کړی دی چې د دوي رسنۍ له ټولو هغو خبريالانو څخه ملاتړ ته ادامه ورکوي چې خپلې منابع نه افشا کوي او «پرته له ويرې او پلويتوب» د داخلي امنيت او استخباراتي مسائيلو اړوند رپوټونو ورکولو ته ادامه ورکوي.

(ks/ms (AP, AFP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب