په اسرائيل کي ټاکني
۱۴۰۵ آبان ۵, سهشنبه
په ټاکنو کي د ګډون کچه په تيرو لسیزو کي تر ټولو لوړه ده
د اسرائیل د ټاکنو مرکزي کمېټې د سې شنبې په ورځ وویل چي د عمومي ټاکنو په لومړیو درو ساعتونو کي د رایه ورکوونکو ګډون په لسیزو کي تر ټولو لوړ وو.
د کمېټې د معلوماتو له مخي، د سهار په درو ساعتونو کي په ټول هيواد کي د ګډون کچه ۱۶،۶۸ سلني ته رسېدلې وه، چي دا له ۱۹۸۱م کال راهيسي په ټاکنو کي د رايي ورکوونکو تر ټولو لوړه کچه ده. دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د ټاکنو چي ۱۵،۹ سلنه وه هم لوړه ده.
د کمېټې سرپرست عمومي رئیس دین لیفني، وویل: «د سهار تر لسو بجو پوري تر ۱،۲ میلیونو زیاتو اسرائیلیانو خپلي رایې کارولې وې.»
په ۱۹۹۰مو کلونو کي د اسرائیل په عمومي ټاکنو کي د ګډون کچه نږدې ۸۰ سلني ته رسېدله، خو د دې پېړۍ له پیل راهیسي تر ۷۲،۳ سلني نه ده لوړه سوې. په ۲۰۲۲م کال کي د وروستیو عمومي ټاکنو د ګډون کچه ۷۰،۶ سلنه وه.
تمه کیږي چي د اسرائیلي عربو ګډون به ځانګړی اهمیت ولري، ځکه عربي ګوندونه ښايي د ایتلافي حکومت د جوړولو په خبرو کي مهم او پرېکړنده رول ولوبوي.
د اسلامپاله ګوند «رعم» مشر منصور عباس، د رایې ورکولو پر مهال وویل: «زموږ رایه به حکومت بدل کړي.» هغه زیاته کړه چي هیله لري په عربي ټولنو کي د ګډون کچه تر ۷۰ سلني لوړه سي.
په اسرائیل کي عربان د رايه ورکوونکو شاوخوا ۱۸ سلنه دي او د ټاکنو تر مخه سروې ګانو د دوی د زيات ګډون زیاتوالی ښودلی وو.
د «مدګام» څېړنیز انستیتیوت د معلوماتو له مخي، د عربي ټولني د ګډون کچه ښایي ۶۲ تر ۶۳ سلني پوري لوړه سي. دغه کچه په تېرو ټاکنو کي نږدې ۵۳ سلنه وه. د متحدو عربي اماراتو «The National» ورځپاڼي هم د خپلو سرچینو له قوله د عربو د ګډون د «بېساري لوړې» کچي اټکل کړی دی.
د اسرائیل کي ټاکني څنګه ترسره کيږي؟
شاوخوا ۷،۳ میلیونه اسرائیلیان، چي نږدې ۱،۲ میلیونه فلسطیني اسرائیلي اتباع هم پکښې شامل دي، د سې شنبې په ورځ د رایې ورکولو حق لري.
همدارنګه، تر ۶۴۰ زرو زیات ځوان اسرائیلیان په لومړي ځل په عمومي ټاکنو کي رایه ورکوي.
خو په اشغال سوې لوېدیځه غاړه کي شاوخوا ۳،۱ میلیونه فلسطینیان د اسرائیل په ټاکنو کي د رایې ورکولو حق نه لري، په داسي حال کي چي هلته په غير قانوني ډول مېشت نږدې ۵۰۰ زره اسرائیلي وګړي دا حق لري.
سربېره پر دې، شاوخوا ۳۵۰ زره فلسطینیان د اسرائيل له خوا په اشغال سوي ختیځ بیتالمقدس کي ژوند کوي او د رایې ورکولو حق نه لري، خو تر ۲۳۰ زرو زیات اسرائيليان چي هلته ژوند کوي، رایه ورکولای سي.
په متحده ایالاتو کي مېشت غیرانتفاعي سازمان (AID Coalition) د «Fly & Vote» په نوم نوښت پیل کړی، چي له مخي یې د سروېګانو او د نوملیکني د معلوماتو پر بنسټ تر ۶۷ زرو پوري بهر مېشتي رایه ورکوونکي اسرائیل ته ستنېږي څو په ټاکنو کي برخه واخلي.
دغه ایتلاف ویلي دي چي د دغو کسانو نیمايي له امریکا او نور یې له اروپا، کاناډا، استرالیا او نیوزیلنډ څخه اسرائيل ته سفر کوي. په اسرائیل کې د پوست له لاري رایه ورکولو سیستم نسته.
د رايي ورکولو سیستم څنګه دی؟
اسرائیل يوه پارلماني دیموکراسي ده او رایه ورکوونکي د دې پرځای چي په مستقيم ډول لومړی وزیر وټاکي، مقننه قوه ټاکي. رايي ورکوونکي د ګوندونو له لېست څخه یو انتخابوي.
اسرائیل د متناسب استازیتوب له سیستم څخه کار اخلي، چي له مخې یې د پارلمان ۱۲۰ څوکۍ د هر ګوند د ترلاسه سویو رایو له تناسب سره سمي وېشل کېږي.
پارلمان ته د ورتګ له پاره چي «کنسټ» بلل کېږي، یو ګوند باید لږ تر لږه د ټولو معتبرو رایو ۳،۲۵ سلنه ترلاسه کړي چي نږدې د څلورو څوکیو معادل دی.
له هغه ګوند یا ایتلاف څخه چي لږ تر لږه ۶۱ څوکیو اکثریت يې په لاس راوړی وي، د حکومت جوړولو غوښتنه ترې کيږي. دا چي تر اوسه هېڅ یو ګوند په يواز سر اکثریت نه دی ترلاسه کړی، نو اسرائیل تل د ایتلافي حکومتونو له لاري اداره سوی دی. نظرپوښتنې ښيي چي سږ کال به هم وضعیت همداسي وي.
د نړۍ د ډېرو نورو دیموکراسيو برعکس، اسرائیل پر جغرافیایي ټاکنیزو حوزو نه دی وېشل سوی.
د دې پر ځای چي د سيمي د کټي د استازيتوب له پاره انفرادي استازي وټاکل سي، په تل ابيب، بيت المقدس او حيفا کي رايه ورکوونکي د يوې واحدي ټول هيوادنی حوزې په چوکاټ کي د ګوندونو له ليسونو څخه نوماندان ټاکي.
کله چي د رایې ورکولو مرکزونه په ځايي وخت د شپې پر ۱۰ بجو وتړل سي، نو رسنۍ به د رايه ورکوونکو د نظرپوښتنو پر بنسټ خپل لومړني اټکلونه خپاره کړي او د پايلو په اړه به لومړنی انځور وړاندي سي. تمه ده چي رسمي پایلي به د نومبر مياشتي پر ۴مه نېټه خپرې سي.