1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسرائيل کې په زرونو کسانو د نتنياهو پر ضد مظاهرې وکړې

۱۳۹۹ مرداد ۵, یکشنبه

 د اسرئيل په څو ښارونو کې د لومړي وزير پر ضد اعتراضي مظاهرې وشوې. دغه مظاهرې د بيکارۍ، فساد او د کرونا وبا پر وړاندې د حکومت د چلند پر ضد وې چې د نتنياهو تر شخصي کور پورې ورسيدې.

Israel I Proteste gegen Benjamin Netanyahu in Jerusalem
انځور: picture-alliance/AA/M. Alkharouf

په زرونو اسرائيلي اعتراض کونکي چې سرنې او ډولونه يې هم وهل، په لوړو آوازونو يې له لومړي وزير، بنيامين نتنياهو څخه غوښتل چې استعفا دې ورکړي. دوی په اسرائيل کې د بېکارۍ، فساد او د کرونا وبا پر وړاندې د نتنياهو د حکومت د مبارزې او مديريت د چلند پر ضد شعارونه ورکول.

اعتراض کوونکي په قیصريه ساحلي ښار کې د نتنياهو تر شخصي کوره پورې مخته ولاړل. د نتنياهو کور په بيت المقدس ښار کې د هغه د اوسيدو رسمي ځای او د تل ابيب يو پارک ته نژدې واقع دی.

قهرجنو مظاهره کونکو يو ځل بيا له لومړي وزير څخه وغوښتل چې استعفا دې ورکړي. نتنياهو رسما پر فساد تورن دی. د مظاهره کونکو په لاسونو کې پر نيول شوو پلاکاټونو دغه ډول شعارونه ليکل شوي ول چې له ورايه ترسترګو کيدل: «ته فاسد يې او موږ ستا له کارونو څخه ستړي شوي يو» او «نو دا اخلاق څه شو؟».  

د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهوانځور: picture-alliance/dpa/G. Tibbon

په بیت المقدس او تل ابيب کې په کراتو د نتنياهو پر ضد مظاهرې شوې دي. د اسرائيل محکمې په می مياشت کې د اسرائيل له لومړي وزير څخه غوښتي وو چې د بډو اخیستو، درغليو او له واک څخه د ناوړې استفادې تورونو په خاطر يې محکمې ته حاضر شي.

اعتراض کونکو همدا ډول د حکومت مشر تورن کړ چې د کرونا وبا پر وړاندې بې پلانه دی.

په اسرائيل کې تر دې مخکې رستورانټونه، تفريحي ځایونه او سپورټي لوبغالي وتړل شول، چې څه موده وروسته بیرته پرانیستل شول او خلکو خپل کارونه له سره پيل کړل. خو په وروستيو ورځو کې د کرونا د دوهمې څپې په دليل يو ځل بيا وتړل شول.

اسرائيل چې ۹ ميليونه نفوس لري، د رسمي آمارو له مخې تر اوسه په کې ۶۰ زره کسان په کې په کرونا ويروس اخته شوي دي چې له دې ډلې ۴۵۵ تنه يې مړه شوي دي. په ورستيو ورځو کې په دغه هيواد کې د ورځې د کرونا ۱۰۰۰ نوې مثبتې پيښې ثبت شوې دي.

دويچه ویله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب