1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسرائیلي ډزو کې یو فلسطینې وژل شوی دی

۱۴۰۰ تیر ۱۳, یکشنبه

د نابلس ښار ته نږدې د اسرائیلي ښارګوټي د اوسیدونکو او فلسطینیانو ترمنځ په نښتو کې یو ۲۰ کلن فلسطینی وژل شوی دی. بل لور ته د غزې په تړانګه کې د اسرائیل د هوایي بریدونو په پایله کې یو وار بیا تشنج زور اخیستی دی.

Israel | Proteste | Zusammenstöß zwischen Juden und Palästinensern
انځور: Hazem Bader/AFP

د سیمه ایزو چارواکو په حواله د شنبې په ورځ اسرائیلي ځواکونو د اردن رود په لویدیځه څنډه کې یوه شل کلن فلسطینی ځوان وژلی دی. د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې وژل شوی ځوان نابلس ښار ته نږدې د قصره کلي اوسیدونکی وو.

 د اسرائيلي پوځ ځوابي عملیات

اسرائیلي پوځ وایي چې دغه فلسطیني ځوان پرې د بام له سر څخه چاودیدونکې آله غورځولې وه، چې په ځواب کې یې پوځیانو پرې ډزې کړي دي. د فلسطین خبري آژانس «وفا» په حواله وژل شوی کس په ټټر ویشتل شوی دی.

د اردن رود په لویدیځه غاړه کې ډیري وختونه د اسرائیلي ښارګوټو د پراخولو لړۍ د دوام پر ضد د فلسطینیانو له خوا احتجاجي مظاهرې کیږي. د دغو ښارګوټو جوړونه د نړیوالو قوانینو خلاف عمل ګڼل کیږي.

مخکې تر دې د جمعې په ورځ دغه نښتې هغه وخت پیل شوې، کله چې اسرائیلي کابینې د لومړي وزیر نفتالي بینیټ، په مشرۍ نابلس ته نږدې یهودان د ایویتر په نوم کلي پریښودو ته مجبوره کړل. د دې کلي ودانۍ او ساختمانونه به د اسرئیلي پوځ پر اډې بدل کړای شي.

په غزه کې د اسرائیل نوي هوایي بریدونه

سربیره پر دې د غزې په تړانګه کې هم تاوتریخوالی مخ پر ډیریدو دی. اسرائیل تیره شپه د فلسطین پر ساحلي سیمو بمبارۍ کړي دي. په ظاهره کې اسرائیلي جټ الوتکو یو ځای چې وسلې په کې جوړیدلې او یو توغندی په نښه کړي دي.

اسرائیلي پوځ ادعا کوي چې دغه بریدونه یې د غزې له خوا استول شویو اور لرونکو پوقانو په ځواب کې کړي دي. د دغو پوقانو له امله څو ځله په اسرائیلي سیمو کې په پراخه پيمانه اورلګیدنه رامنځته شوې ده.

د روان کال په می میاشت کې د اسرائیلي پوځ او حماس ډلې تر منځ ۱۱ ورځې جګړې دوام کړې وو چې په پایله کې تر ۲۵۰ ډير فلسطینیان او ۱۳ تنه اسرائیلیان وژل شوي وو. دغه جګړه بیا د می په ۲۱ نیټه د مصر په منځګړیتوب پای ته ورسول شوه.

آژانسونه: ش.ن/ خ. ح

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل