1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کې برید؛ پاکستان وايي ځانمرګی د ننګرهار وو

احمد حکيمي فرانس پریس خبري اژانس
۱۴۰۴ آبان ۲۳, جمعه

پاکستان وايي د اسلام‌ آباد د سې شنبې خونړي ځانمرګي برید په تړاو چې پکې ۱۲ کسان ووژل شول او ۳۷ ټپیان شول، څلور کسان نیولي دي چې شبکه يې له افغانستانه رهبري کېدله. د برید مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی وو.

په اسلام آباد کې هغه موټر چې د برید پرمهال سوځیدلی او د ژغورنې عمله او امنيتي چارواکي په سیمه کې دي.
د پاکستان د حکومت په وینا بریدکوونکی عثمان په نوم وو او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی.انځور: Stringer/REUTERS

پاکستان ويلي چې د  اسلام‌ آباد  د روانې اونۍ د خونړي ځانمرګي برید په تړاو يې د یوې داسې شبکې څلور غړي نیولي دي چې د پاکستان د حکومت په وینا  له افغانستان څخه اداره کېدل.  دغه ځانمرګی برید د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د محکمې مخې ته وشو او په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا پاکستاني طالبانو یوې څانګې یې مسئولیت منلی و.

د پاکستان  د حکومت له قوله، نیول شوي کسان د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان ډلې اړوند دي او د شبکې د مشرتابه هر ګام د افغانستان له خاورې هدایت کېده. د پاکستان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «شبکه د افغانستان مېشت مشرتابه له لوري په هر پړاو کې اداره او رهبري کېدله.» په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د نیول شوې شبکې شکمن قوماندان او درې نور غړي اوس په بند کې دي. د پاکستان حکومت د یاد کسانو د نیولو کیدو د ځای په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.

په عین حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د پنجشنبې په ورځ پاکستاني سناتورانو ته ویلي وو چې ځانمرګی بریدګر افغان و . د پاکستان د حکومت په وینا بریدکوونکی عثمان په نوم وو او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی. پاکستاني چارواکو ویلي چې څیړنې لا هم ادامه لري او ښايي نور شکمن کسان هم ونیول شي.

اړوند: په اسلام آباد کې له برید وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکیچ زیاتیدل

دا تورونه په داسې حال کې مطرح کیږي چې د اسلام آباد او کابل اړیکې په تېرو میاشتو کې ترینګلې شوې دي. پاکستان وايي چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې څخه پر  پاکستان  بریدونه تنظیموي، داسې ادعاوې چې طالبانو رد کړي او ټي ټي پي، یې د پاکستان داخلي ستونزه بللې ده.

تېره میاشت د دواړو هېوادونو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې د ملګرو ملتونو په وینا پکې تر ۷۰ ډېر کسان ووژل شول، چې ګڼ یې افغان ملکي وګړي ول. په داسې حال کې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اوربند لا هم ټینګ دی، د پاکستاني لوري او طالبانو ترمنځ د ترکیې او قطر په منځګړیتوب درې پړاوه خبرې بې پایلې پاتې شوې دي.

ایا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه به عملي شي؟

34:56

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب