1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د افغانستان د سیاسي او مدني څېرو غونډه پیل سوې

۱۴۰۴ مهر ۷, دوشنبه

په پاکستان کې د یوه تحقیقاتي مرکز له خوا د افغانستان د یو شمېر سیاسي څېرو او مدني ټولنو د غړو په گډون یوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه سوې ده. دغه غونډه مخکې د انتقادونو له امله ځنډول سوې وه.

په اسلام آباد کې د افغانستان د سیاسي او مدنې څېروغونډه پیل سوې
په اسلام آباد کې د افغانستان د سیاسي او مدنې څېرو غونډه پیل سوېانځور: Recep Bilek/Anadolu Agency/picture alliance

د "یووالي او باور پر لور لومړنی سیمه ایزډیالوګ" تر عنوان لاندې دغه غونډه د دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۲۹) د افغانستان له پاره ښځې(Women for Afghanistan) او د جنوبي آسیا د ستراتیژیک ثبات د انستیتوت په نوښت جوړه سوې او هدف یې د افغانستان د وضعیت په اړه د سولې او ثبات په هکله بحث ښودل سوی دی.

د «افغانستان له پاره ښځې» بنسټ په یوې خبري اعلامیې کې ویلي دي چې د دغې غونډي هدف "د افغان مشرانو د بیلابیلو ډلو، په گډون د ښځو او نارینه وو او د هغوی د پاکستاني سیالانو ترمنځ د جامع ډیالوګ پیاوړتیا ده."

دغه بنسټ زیاته کړې ده چې په نوموړې غونډه کې د بیلابیلو موضوعگانو لکه د دوه اړخیز تفاهم د پیاوړتیا، د همږغیو د زیاتیدو، د ثبات له پاره د گډو اصولو د تشخیص، د قانون د حاکمیت او ښځو د حقونو د ملاتړ او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم د ژوروالي په هکله بحثونه کیږي.

دغه غونډه ولې جنجالي ده؟

په اصل کې دغه غونډه د اگست میاشتې پر ۲۵ او ۲۶ مه پلان سوې وه، خو له مخالفتونو وروسته لکه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د پخواني استازي زلمي خلیلزاد، له خوا وځنډول سوه.

خلیلزاد په هغه وخت کې ویلي وه، که څه هم افغانان حق لري خپل سیاسي نظر ولري، خو هغه په دغه غونډه کې د طالبانو د مخالفو څېرو گډون «غیرعاقلانه» او «قصدي پارونه» بللې وه. خلیل زاد ادعا کړې وه چې د پاکستان د استخباراتو سازمان (آی‌ اس ‌آی) د دغې غونډي ترشا ولاړ دی.

ځینو افغانانو د طالبانو په ملاتړ کې د پاکستان د سابقې په نظر کې نیولو سره، د خلیلزاد په ډول دغې ناستې ته خپل انتقادي نظر ښودلی دی، خو په عین حال کې یو شمیر سیاسي څېرو د خلیلزاد پر دغو څرگندونو انتقاد کړی وو.

د جنوبي آسیا د ستراتیژیک ثبات د انستیتوت مشرې ماریه سلطان، په هغه وخت کې د خلیلزاد پر څرگندونو انتقاد کړی، او په دې اړه یې هغه ادعاوي رد کړې وې چې دغه غونډه د طالبانو او یا کومې بلې ډلې پرضد جوړیږي.

هغې د «ډان» ورځپاڼې ته ویلي وو: «اصلي هدف د سولې او ثبات په اړه بحث دی. دغه غونډه همدارنگه افغانانو ته دا زمینه برابروي ترڅو د افغانستان په هکله بحث وکړي او یو گډ دریځ اختیار کړي.»

فوزیه کوفي چې په هغه وخت کې یې د خلیلزاد پرڅرگندونو انتقاد کړی،د دغې غونډي یوه له گډون کوونکو څخه ده. هغې د دوشنبې په ورځ د ایکس په شبکه کې په خپل پیغام کې لیکلي دي: «دغه دوه ورځنۍ خبرې اترې د افغانستان د ښځو او نارینه وو یوه متنوع ډله سره راټولوي ترڅو د خپل هیواد د راتلونکي په اړه فکر وکړي.»

د طالبانو او اسلام آباد ترمنځ اړیکو کې ترینگلتیا

اسلام آباد چې له کلونو راهیسې د طالبانو په ملاتړ او د دغې ډلې له پاره د پټنځایونو په برابرولو تورن وو، د دغې ډلې له خوا د واک ترلاسه کولو په لومړیو وختونو کې یې، له هغوی سره نیژدې اړیکې درلودې، خو په وروستیو کلونو کې په ځینو مواردو کې د دواړو خواوو اړیکې له ترینگلتیاوو ډکې هم وې. 

اړوند:د طالبانو څلور کلنه واکمني: د پاکستان او طالبانو ستونزمنې اړيکې

د پاکستان حکومت د طالبانو اداره، د پاکستاني طالبانو په ملاتړ او پناه ورکولو تورنوي او ددغې ډلې پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي، خو د طالبانو ادارې له پاکستاني طالبانو د ملاتړ ادعا رد کړې ده.

آيا له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې ممکنې دي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل