د اسلام آباد برید: د پاکستان او افغانستان د کړکیچ زیاتیدل
۱۴۰۴ آبان ۲۱, چهارشنبه
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د نوومبر ۱۱ مه) د طالبانو تر واکمنۍ لاندې گاونډی هیواد، په نوموړي برید کې چې له امله یې ۱۲ کسان ووژل سول، په لاس درلودلو تورن کړ او له یوه جگړه ایز حالت څخه یې خبره وکړه. هغه اعلان وکړ چې: "اسلام آباد ته د دې جگړې انتقال د کابل پیغام دی چې پاکستان یې په بشپړ قوت سره ځواب ورکولای سي."
پاکستان له اونیو راهیسې پر افغانستان تور لگوي چې سخت دریځو ته پناه ورکوي. په کابل کې د طالبانو ادارې دغه بریدونه غندلي او دا یې رد کړه چې د هغوی خاوره دي پر نورو هیوادونو د بریدونو له پاره د اډې په توگه وکارول سي.
اړوند:په اسلام آباد کې د ځانمرګي برید تلفات ډېر شوي
د نوموړي برید مسئولیت په لومړي سر کې چا پر غاړه وانه خیست. د نقوي په نظر یوه ځانمرگي برید کوونکي د یوې محکمې مخې ته ځان والوزاوه. ویل کیږي چې د ۱۲ کسانو د وژل کیدو ترڅنگ ۲۷ کسان ټپیان سوي هم دي.
له هغه څخه یوازې څو ساعته مخکې د دوشنبې په ماښام یوه بریدکوونکي د افغانستان سرحد ته نیژدې، په جنوبي وزیرستان کې د یوه پوځي ښوونځي د دروازې مخې ته خپلې نقلیې وسیلې ته اور واچوه.
د نقوي، په حواله په دغه پیښه کې درې کسان ووژل سول. له هغه وروسته وسله وال افراطیان نوموړي ښوونځي ته ننوتل. د یوه رپوټ په حواله د سه شنبې تر ماښام ناوخته لا برید کوونکو په نوموړې محوطه کې ځانونه پټ کړي وو. رپوټ زیاتوي چې څه ناڅه ۵۰۰ زده کوونکي او کارکوونکي د دغې ودانۍ په یوه بله برخه کې بند پاته وو.
داخله وزیر په افغانستان کې د ملاتړو په اړه خبرې کوي
د کورنیو چارو د وزیر نقوي په حواله پر ښوونځي باندې د برید پر وخت بریدکوونکي په افغانستان کې له خپلو ملاتړ کوونکو سره په اړیکه کې ول. هغه غوښتنه کوي چې افغانستان باید په خپله خاوره کې افراطیان بند کړي: «که دا کار ونه سي، نو موږ بل انتخاب نه لرو، پرته له دې چې د هغو ترهگرو غم وخورو چې زموږ پر هیواد بریدونه ترسره کوي.»
د پاکستان تر ټوله ستره افراطي ډله تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) په دواړو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي. ( ټي ټي پي) په تیرو کلونو کې خپل بریدونه پر امنیتي ځواکونو تمرکز کړي وو.
تېره میاشت، د پاکستان هوايي ځواک په سرحدي سیمه کې د پوځ پر یوه کاروان تر برید وروسته، د کابل په گډون په افغانستان کې پر اهدافو هوایي بریدونه پیل کړل.
په پوله کې وضعیت وروسته له هغه خراب سو کله چې د پاکستان پوځ او طالبانو ترمنځ سخته جگړه پیل سوه. د سولې خبرې اترې تر اوسه پورې بې نتیجې پاته دي.
د کارپوهانو په حواله، افراطیان په دغو بریدونو سره یو ځانګړی پیغام لیږي: "هغوی دا زیگنال ورکوي: که په کابل کې بریدونه وسي، اسلام آباد به خوندي نه وي" د سینګاپور د ایس راجارتنم د نړیوالو مطالعاتو له ښوونځي څخه عبدالباسط وویل: سربیره پردې، هغوی وښودله چې ممکن پرته له توپیره تاوتریخوالي ته مخه کړي. متقاعد جنرال محمد سعید وویل چې هدفونه په ښکاره ډول په ټولنه کې د بیرې خپرولو هڅه وه.