1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

په اطلس سمندر کي په سونو پناه غوښتونکي لادرکه سوي

۱۴۰۲ تیر ۱۹, دوشنبه

د «واکینگ بوردرز» مرستندویه سازمان د معلوماتو له مخي، درې کښتۍ چی پکښي نيږدې ۳۰۰ مهاجر سپاره ول، له څو ورځو راهیسي په اطلس سمندر کي لادرکه سوي دي. د دغه سازمان په حواله نوموړي مهاجر له سینگال څخه تنریف ټاپو ته پر لار وه.

Europa Symbolbild Flüchtlingsboot auf dem Mittelmeer
آرشیف: د مدیترانې په سمندر کی د مهاجرو کښتۍانځور: picture-alliance/Photoshot/M. Lolos

د «واکینگ بوردرز» مرستندویه سازمان د معلوماتو له مخي، درې کښتۍ چی پکښي نيږدې ۳۰۰ مهاجر سپاره ول، له څو ورځو راهیسي په اطلس سمندر کي لادرکه سوي دي. د دغه سازمان په حواله نوموړي مهاجر له سینگال څخه تنریف ټاپو ته پر لار وه.

نوموړي سازمان د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چي دغه مهاجر له سینگال څخه د تنریف ټاپو ته پر لار ول. دوې بیړۍ چی په یوه کي یې شاوخوا ۶۵ او دوهمه کي شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ کسان سپاره ول، له ۱۵ ورځو راهیسي لادرکه دي. دریمې کښتۍ چي تر ۲۰۰ کسان پکښي سپاره ول، د جون پر ۲۷مه له سینگال څخه حرکت کړی دی.

آلمان په کال کې یونيم ميلیون مسلکي مهاجرو ته اړتیا لري

د دغو پناه غوښتونکو کورنۍ د هغوی د سفر له پیل راهیسي تر اوسه له دغو مهاجرو څخه احوال نه لري. ټولو دغو دریو کښتیو د سینگال له کافونتاین څخه حرکت کړی وو. دغه سیمه له تنریف څخه څه ناڅه ۱۷۰۰ کیلومتره واټن لري.

د «واکینگ بوردرز» مرستندویه سازمان څخه هلنا مالنو، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي شاوخوا ۳۰۰ کسان په خپل هیواد کي د بې ثباتۍ له امله د سینگال له دغی سیمي څخه تښتېدلي دي.

د افریقا لویدیځو سواحلو ته نیژدې د تنریف د قناري ټاپوگان، اسپانیا ته د رسیدو له پاره د پناه غوښتونکو یو له کلیدي هدفونو شمیرل کیږي. د اطلس سمندر له لاري مهاجرت معمولاً د افریقا د وچي جنوبي هیوادونو خلک کوي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي، د قناري ټاپوگانو ته د رسیدو په لاره کي په ۲۰۲۲م کال کي نيږدې ۵۵۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب