د سېنېگال د پلازمينې ډاکار مرابط چې په افریقا کې تصوف يا صوفيانو ته ويل کيږي، د يوې ډلې روحاني مشر مرابط محمد ندايي د سعودي مخ پر زياتيدونکی نفوذ د خپل مذهب د عملي کولو له پاره خطر گڼي. دی وايي: «موږ د دوی نفرت او کرکه حس کړي. دوی غواړي زموږ دوديز اخلاقي تصور له منځه يوسي.»
ندايي دې وضعيت سخت په غوسه کړی دی، دی زياتوي: «دوی زموږ ځوانانو ته وايي چې مرابط هیڅ معنا او ارزښت نه لري او تاسو ترې مخ وگرځوئ. سربيره پر دې ځوانانو ته لارښونه کوي چې د مور او پلار د عقايدو ترديد وکړئ او له هر ډول ټولنیز دود څخه بغاوت وکړئ.»
سعودي عربستان په افریقا کې د اسلامي نهادونو پر جوړولو ډيره زياته پانگونه کړې. دوی د افريقا په تر ټولو بې وزله سيمو کې مسجدونه، مدرسې او روغتونه جوړوي، هلته خپل واعظان استوي او د خليج په هېوادونو کې د الهياتو په برخه کې د لوړو زده کړو له پاره بورسونه ورکوي. مذهبي ټولنې او ځيني خلک په شخصي توگه د پيسو په زور له سعودي عربستان څخه سلفي نظريات او وهابي مذهب هم د افريقا لويي وچې ته انتقالوي.
خيرات، زکات او افراطي کول
له لسيزو راهيسې د افريقايي او عربي دولتونو ترمنځ ژورې اقتصادي او مذهبي اړيکي شته. د تيلو او گازو د صادراتو له لارې د لاسته راړول شويو عايداتو له لوړيدو سره د ساحل په حوزه کې د عربي هیوادونو په ځانگړي ډول د سعودي عربستان مداخله هم زياته شوه. سعودي حکومت او شخصي سپانسران په مالي، سېنېگال او د ناجيريا په څير هيوادونو کې د مذهبي ټولنو مالي ملاتړ کوي.
دوی دې مرستې ته د خپل مذهبي مکلفيت په سترگه گوري. خو د دوی دا مرسته، زکات يا خيرات له شرطونو سره تړلې ده: یعني دا چې سېنېگالي امامان بايد په سعودي عربستان کې وروزل شي څو په خپل هيواد کې د اسلام خورا محافظه پاله بڼه تدريس کړي.
ندايي وايي: «ځيني چې بيرته راشي نو دومره تندلاري شوي وي چې خپلې ميندې او پلرونه يې هم بیرته نه پيژني.»
د ساحل د ساحې ډير اوسيدونکي د صوفي مسلک پيرويان دي کوم چې د سعودي له خوا غير اسلامي بلل کيږي او په بت پرستۍ او ارتداد پورې یې تړي. وسله والې ډلې لکه الشباب، ای کيوايم کيو او بوکو حرام د وهابي او سلفي نظرياتو پلويان او عملي کونکي دي.
ندايي له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل چې د يوه ليد لوري نه درلودل او د ځوانانو د بې کارۍ لوړه کچه سلفيانو ته د دوی زکات او خيرات کار ډير اسان کړی دی. زياتره وخت د مسجدونو له خوا په وړيا توگه ډوډۍ او څښاک ويشل کيږي.
سعودي عربستان غواړي لا ليبرال شي
خو د هامبورگ د «German institute of Global and Area Studies» څخه د سعودي عربستان د چارو کارپوه ينس هايباخ له نظره د دوی هدف يوازې تبليغ نه دی. دی زياتوي: «دلته د مثال په توگه د خوراکي توکو د تضمين منطقي اړخ هم مطرح دی.»
دی وايي: «دوی افریقا د پانگونې او د سعودي عربستان د توليداتو له پاره د يوه باراز په توگه کشف کړې او هڅه کوي د دې لارې په دغه شاهي سلطنت کې اقتصادي او سیاسي بنسټونه اصلاح کړي او د دې له پاره افريقا ډيره مهمه ده.»
ځکه د تيلو د بيو له ټيټيدو سره د سعودي عربستان په بودجه کې کثر مخ پر زياتيدو دی او اړينه ده چې دغه هيواد د عايداتو نورې سرچينې هم ولري.
لږ موده دمخه د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان په رياض کې په يوه اقتصادي فورم کې د دغه سلطنت د لا معتدله کوله ژمنه وکړه. ده وويل: «موږ هغه څه ته ورگرځو چې پخوا وو، د معتد اسلام يو هيواد ته چې ټولو مذهبونو او نړۍ ته پرانستی دی.»
آيا په افريقا کې به هم تگلاره بدلون ومومي؟
خو دا چې د دې معتدل اسلام شکل به څنگه وي، وليعهد سلمان دا تر اوسه روښانه کړې نه ده. هايباخ وايي چې لومړی بايد په دغه شاهي مملکت کې افراطي محافظه پال ټولنیز جوړښتونه سره وپاشل شي. دی وايي چې په ځانگړي توگه ښوونکي او د پوهنتونو استادان يوه لوی چيلنچ دی. هايباخ زياتوي: «د دوی مغز، فکرونه او روزنه سړی په يو څو ورځو او يا مياشتو کې نه شي بدلولای.»
هایباخ ډاډه نه دی چې گني د سعودي عربستان په يوه معتدل هيواد د بدلولو اعلان به په افریقا کې مخ پر وړاندې روان افراطيت ودروي. ځکه ډير سعودي سپانسران خپله تندلارې اجنډا تعقيبوي. د هايباخ له نظره که څه هم چې د سعودي حکومت د ترهگریزو سازمانونو د حاميانو او تمويلونکو پر ضد جگړه اعلان کړې، خو د افراطيت د خپريدو مخنيوی مشکل کار دی هغه هم په داسې حال کې چې دا د نغدو پيسو په شکل کې وي.
زموږ له ارشيف څخه:
«رښتنی اسلام» کومه ډله پلی کوي؟
«رښتنی اسلام» کوم یو دئ؟ اوس په ټوله نړۍ کي په لسونو ډلي خپل ځان د رښتني اسلام استازي گڼي او د قدرت د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي. خو دغه ډلي بيا هغه نوري ډلي چي خپل ځانونه رښتني مسلمانان بولي نه مني.
انځور: Reuters/Muhammad Hamed
اوس په نړۍ کي په لسونو داسي اسلامي ډلي جوړي سوي دي چي د قدرت د ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوي. دغي ډلي خپل ځان د رښتني اسلام استازي گڼي او نوري اسلامي ډلي نه مني. دغه بهير نه يوازي د مسلمانانو د سردرگمۍ، بلکي د وينو تويولو سبب سوی دئ. دغه ډلي خپلي کړني د شيعه، وهابي او سلفي مذهب سره تړي او يا له هغوی څخه الهام اخلي.
انځور: Reuters/Muhammad Hamed
په ايران کي د اسلامي انقلاب تر بريا وروسته په دغه هيواد کي له څو ليسزو راهيسي د «رښتني اسلام» پر سر سره سلاوي نه دي. له بله اړخه د ايران اسلامي واکمنان د نورو اسلامي ډلو کړني هم «رښتنی اسلام» نه گڼي.
انځور: akairan.com
وهابيت هغه مذهبي حرکت دئ چي محمد بن عبدالوهاب ئې په ۱۸مه پېړۍ کي په سعودي عربستان کي بنسټ کښېښود او د سعودي د خاندان د منلو وړ وگرځېد. وهابيان د اسلام اصلي نصوصو ته په مراجعه معتقد دي او له هر ډول نوو رسومو سره مخالفت کوي. هر هغه څوک چي له اسلام څخه د دوی له تفسير سره موافق نه وي کافر گڼل کيږي چي بايد جهاد ورسره وسي.
انځور: picture-alliance/AP Photo
سلفيان خپل ځانونه د «سلف صالح» پيروان گڼي او په خپل عمل او اعتقاداتو کي د اسلام د پيغمبر او صحابو پيروي کوي. سلفيان دوه اساسي رکنه لري: يو د مدينې د اوسېدونکو ۱۴۰۰ کاله پخوا ژوند ته ورگرځېدل او بل له بدعت سره مبارزه.
انځور: REUTERS/Suhaib Salem
په لبنان کي د حزب الله ډلي د آيت الله خمينی د سياسي اسلام له ايډيالوژۍ څخه الهام اخيستی. د لبنان په کورني جنگ کي د ايران سپاه پاسداران د حزب الله ډلي جنگالي روزل او سياسي ملاتړ ئې کاوه. حزب الله د خپل آرمان له پاره درې اصلي موخي ټاکلي دي: د غرب د امپرياليستي آثارو ويجاړول د «فالانژانو» ټکول او په لبنان کي د اسلامي حکومت جوړول دي.
انځور: A.Kenare/AFP/Getty Images
له سلفيانو څخه الهام اخيستونکي مشهوري ډلي، اخوان المسلمين او جماعت اسلامي دي. د اخوان المسلمين اصلي شعارونه: خدای مو هدف دئ، پيغمبر مو ښه بېلگه ده، قرآن مو اساسي قانون دئ، جهاد مو لار او د خدای په لار کي مرگ مو آرزوي دي.
انځور: Mosaab El-Shamy/AFP/Getty Images
وهابيت هم په اسلامي نړۍ کي له هنده نيولې تر سوماترا، سوډان او شمالي افريقا پوري او په افغانستان کي د طالبانو پر تحريک باندي اغېزه کړې. طالبانو هم په افغانستان کي واک ته په رسېدو سره د «رښتني اسلام» ادعا کوله.
انځور: Getty Images/AFP/C. Khan
د سلفيانو په فکر د غرب د عملياتو او هغو مسلمانو هيوادونو په مقابل کي چي د مسلمانانو پر ضد جنگيږي زورزياتی او جهاد ډېره ښه لار ده. د ۲۱مي پېړۍ په پيل کي د سلفيانو جهادي ايډيالوژۍ داسي وسله والو ډلو لکه القاعدې ته د جهادي الهام ورکړ. د دوی موخه اسلامي نړۍ له غير اسلامي کړنو څخه پاکول ده.
انځور: picture-alliance/dpa
په نايجيريا کي بوکو حرام ډله چي معنا ئې (غربي زده کړي حرامي دي) په ۲۰۰۲م کال کي جوړه سوې ده او په القاعدې شبکې پوري تړلې ده. خو د ۲۰۱۵م کال په مارچ مياشت کي ئې د ابوبکر بغدادي په مشرتوب «اسلامي دولت» ډلي بيعت وکړ.
انځور: picture alliance/AP Photo
په سوماليا کي د الشباب ډله په ۲۰۱۲م کال کي جوړه او د القاعدې شبکې يو ښاخ بلل سوې ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/Sheikh Nor
د فيليپين په جنوب کي ابوسياف ډلي له دغه هيواده د مسيحيانو د ايستلو او اسلامي حکومت د جوړولو هدف ځان ته ټاکلی دئ.
انځور: picture-alliance/dpa
د ابوبکر بغدادي په مشرتوب افراطي ډله «اسلامي دولت» (داعش) چي له سلفي جهاديستانو څخه جلا د القاعدې ډلي څخه جوړه سوي او اوس د سوريې او عراق له حکومتونو او نورو اسلامي ډلو لکه «نصرت جبهه» سره په جنگ اخته. دغي ډلي د عراق او سوريې ځيني سیمي نيولي دي او ادعا کوي چي «رښتنی اسلام» پلی کوي.
انځور: picture-alliance/abaca
نصرت جبهه په سوريه کي يوه ډله ده او له القاعدې سره تړاو لري. دغه ډله د نورو سني مذهبو ډلو په ملاتړ په سوريه کي د حکومت پرضد جنگيږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Malla
په نړۍ کي د پيژندل سوو ډلو تر څنگ په لسونو نوري کوچنۍ او غټي ډلي لکه لشکر جهنگوي، لشکر طيبه، سپاه صحابه، جندالله، جيش محمد، اتحاديه جهاد اسلامي، مجاهدين هند، د اسلام او انصار پوځ هم د دغه شان اهدافو له پاره فعاليت کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Akber
جالبه دا ده چي دغه ډلي يو بل په دې تورنوي چي د «غرب»، «امريکا» او «صهيونيزم» لاس پوڅي دي.
انځور: ISNA
دغه درز يوازي په مسلمانانو کي نه دئ. مسيحيان هم پېړۍ دمخه پر مختلفو ډلو، لکه کاتوليک، پروتستان او نورو ووېشل سول او حتي ډېر کلونه يو له بل سره وجنگېدل.