د روان کال په نومبر میاشت کې د افریقا په جبوتي کې د دوهم عبدالحامد په نامه د یوه جومات پرانیسته وشوه. په ۱۳ زره متر مربع ساحه کې جوړ شوی دا لومړی جومات دی چې په یوه وخت کې د شاوخوا شپږ زرو لمونځ کوونکو ظرفیت لري او دوه منارونه یې بیا شاوخوا ۴۰ متره ارتفاع لري. د جومات پر دیوالونو باندې د عثمانيه خلافت د دورې خطاطي هم د لیدونکو پام ځان ته جلبوي. د جومات ګنبده پر مسو ملمع شوې او د جومات په داخل کې د ترکیې د جوماتونو په څیر ستر څراغونه را ځوړند دي. دغه څه د دې ښکارندويې کوي چې یاد جومات د ترکیې په مالي مرسته رغول شوی دی، او حقیت هم همدا دی.
په فرانسه کې یو جومات د ادیانو ترمنځ د سولې په سمبول بدل شویThis browser does not support the video element.
د جومات پر رغولو باندې د مذهبي چارو له پاره د ترکیې یوې دولتي ادارې پانګونه کړې ده. د دیانت په نامه د ترکیې دغه دولتي اداره په دې باور ده چې جومات د ترکیې او جبوتي هیواد ترمنځ د ښو اړیکو ښه استازولي کولی شي. د جومات د رغولو له پاره خام مواد تر ډیره پورې له ترکیې څخه راوړل شوي چې پکې سپین رنګه ډبرې هم شاملي دي. دغه ډبرې د جومات په داخل کې کارول شوي او د جومات په ښکلا کې یې مهم نقش لوبولی دی.
د جبوتي ولسمشر اسماعيل عمر ګلیه، خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان ته ویلي وو چې هغه غواړي چې په خپل هیواد کې د عثمانیه د خلافت د دورې په څیر یو ښکلی او ستر جومات ولري.
د نایجیر هیواد اوسیدونکی او ختیځ پوهنې د مطالعاتو د مرکز غړی عبدالله سنايي وايي چې ترکیه غواړي په دې توګه خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړي. هغه وویل: «ترکیه غواړي چې د اسلامي نړۍ د یوه جلا ځواک په توګه را څرګند شي، دقیقاً په هغې توګه لکه څرنګه چې د څو لسیزو راهیسې سعودي عربستان ګڼل کیدو.»
ترکیه اوسمهال د افریقا د لویې وچې په ګڼ شمیر هیوادونو کې پیسې مصرفوي څو په دې توګه په خپل اغیز او نفوذ کې زیاتوالی راولي. د تیرو څلورو لسیزو راهسیې، د مذهبي چارو له پاره د ترکیې دولتي اداره یا دیانت د جبوتي، ګانا، بورکینا فاسو، مالي او چاډ په څیر د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې پر ښوونځیو او نورو مرکزونو باندې پیسې مصرفوي. په ورته وخت کې ترکیې د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د تر ټولو ستر جومات په تزئین او سنګار کې مرسته کړې ده. دغه جومات په یوه وخت کې بیا د شاوخوا ۱۰ زره لمونځ کوونکو د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري. د سنايي په خبره، په دې توګه یو شمیر هیوادونه غواړي د خلکو په منځ کې ځای پیدا کړي څو په راتلونکې کې ورباندې اعتماد وشي.
په آلمان کې د پرانیستل شوي ستر جومات انځورونه او معلومات!
دغه ستر جومات د آلمان په کولن ښار کې رغول شوی او نن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لاس پرانیستل شو. په کولن ښار کې د اردوغان پر ضد لاریونونه هم شوي. د جومات تاریخ، جوړیدل او په زړه پورې انځورونو دلته کلتی شئ. انځور: Reuters/Handout Presidential Press Office/K. Ozer د آلمان په کولن ښار کې ستر جومات او اسلامي مرکز د اردوغان په لاس پرانیستل شو. د پرانیستنې پرمهال د آلمان په کولن ښار کې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
انځور: Reuters/W. Rattay د دغه جومات د ډیزاین انګیزه د ګل له غوټۍ اخیستل شوې ده. د جومات په ودانۍ کې له ښیښو کار اخیستل شوي چې د پرانیستي ځاي په معنی دي. جومات دوه ۵۵ متره لوړ منارونه لري.
انځور: picture-alliance/dpa د جومات د رغولو مصارف د مسلمانانو د سلګونو ټولنو لخوا ورکړل شوي دي. سربیره پر دې د دیتیب په نامه د ترکیې په حکومت پورې تړلې آلمان میشتې ادارې هم د دې جومات په رغولو کې خپل رول لوبولی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Meissner دغه جومات آلماني انجنیر پاول بوهم ډیزاین کړی دی. دغه آلمانی انجینر د کلیسګانو په جوړولو کې تخصص لري او په ۲۰۰۵م کال کې یې د دغه جومات د ډیزاین قرارداد ترلاسه کړ. خو نوموړي بیا په ۲۰۱۱م کال کې تر یو لړ اختلافاتو وروسته دغه کار ترک کړ.
انځور: picture alliance/Ralph Goldmann دغه جومات د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۷م کال کې د روژې په میاشت کې پرانیستل شوی وو. خو نن د رجب طیب اردوغان په لاس په رسمي توګه پرانیستل شو. د دغه «مرکزي مسجد» د جوړولو د بنسټ ډبره د ۲۰۰۹م کال د نوامبر مياشتي پر ۷مه نېټه کیښودل شوې وه.
انځور: picture alliance/dpa/R. Jensen دغه ستر جومات او اسلامي مرکز د شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري. په دې جومات کې یو ستر اسلامي کتابتون هم موجود دی.
انځور: Picture alliance/dpa/M. Becker په ۲۰۱۱م کال کي چي د جومات ۳۷ متره لوړه گبنده او دوه ۵۵ متره هسک منارونه جوړ شول په پلان کي وه چي د جوړيدو چاري یې تر ۲۰۱۲م کاله پوري پای ته ورسيږي. خو وروسته بیا د معمارۍ پر شرکت باندي د ځينو تورونو له کبله يې چاري وځنډېدلې.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Ossinegr دغه مسجد پر ۱۶۵۰۰ متره مربع مځکه جوړ سوی دی او په کې يو کتابتون، د زده کړو او سمينارونو ځای، د دوکانونو له پاره ساحه، د خدماتو چمتو کوونکو له پاره دفترونه او د موتر درولو له پاره تر مځکي لاندي ستر پارکينگ جوړ سوي دي.
انځور: DW/F.Görner دغه جومات د «دیتیب» په نامه د دیني چارو په برخه کې د اسلامي - ترکي ټولنې تر چتر لاندې دی. تر دې وروسته به د دغې ټولنې مرکز هم په دې جومات کې وي.
انځور: picture-alliance/AA/M. Zeyrek «دیتیب» یا په دینې چارو کې د ترکیې – اسلامي ټولنه، په آلمان کې د جوماتونو تر ټولو ستره ټولنه شمیرل کیږي. د کولن د ستر جومات سربیره، په آلمان کې شاوخوا ۹۰۰ جوماتونو د دغې رسمي ټولنې تر چتر لاندې دي او شاوخوا ۸۰۰ زره غړي لري. په آلمان کې پر دغې ټولنې او جومات باندې انتقادونه شوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Meissner کولن ته د ترکیې د ولسمشر د هرکلي له پاره د نوموړي ګڼ شمیر پلویان راټول شوي وو. د آلمان په کولن ښار کې د اردوغان د سفر پرمهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Gateau په کولن ښار کې د اردوغان ضد لاریون هم ترسره شوی دی. لاریون کوونکو د ښار په یوه بله څنډه کې لاریون کړی او د اردوغان پرضد یې شعارونه ورکول. په کولن ښار کې زرګونه پولیس د امنیت د تامین له پاره ګمارل شوي دي.
انځور: DW/G. Acer د اردوغان ضد لاریون کوونکو پر اردوغان او د نوموړي پر سیاست نیوکې کړي او د اردوغان ضد شعارونه یې ورکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg آلمان ته د خپل درې ورځني سفر په وروستی ورځ اردوغان، په کولن ښار کې د دغه ستر جومات پرانیستنه وکړه. اردوغان وویل چې هغه غواړي د آلمان په نورو ښارونو کې ورته جوماتونه وویني.
انځور: Reuters/Handout Presidential Press Office/K. Ozer
د سلفیانو اغیز؟
په ورته وخت کې سعودي عربستان هم د افریقا په ګڼ شمیر هیوادونو کې د جوماتونو د جوړیدو له اړخه مخکښ دی. په افریقا کې د اسلامي یووالي له پاره مشهور یو جومات په ۱۹۸۷م کال کې د سعودي عربستان په مالي مرسته جوړ شوی دی. یاد جومات د سعودي عربستان د سلطان بن عبدالعزیز السعود بنسټ له لوري جوړ شوی دی. سعودي عربستان د تیرو لسو او شلو کلونو په موده کې د افریقا په نایجر، نایجریا او مالي هیوادونو کې په دوامداره توګه پانګونه کوي. د سنايي په خبره «په دې توګه د اسلام د یوې مشهورې نظریې ترویج هم کیږي، په ځانګړې توګه د سلفیانو د مفکورو ترویج» ته زمینه برابریږي.
د سینیګال په پلازمینه ډاکار کې د ټمبکټو د انستیتوت مشر باکاري سامبې بیا وايي چې «له دغو جوماتونو څخه د نظریو د تبلیغ په برخه کې هر راز ګټه اخیستل کیدلی شي، دا ځکه چې د مذهب پر مټ د نفوذ او اغیز او همدا راز د ځواک تر لاسه کولو امکان لري.»
د ترکیې او سعودي عربستان ترڅنګ قطر او ایران هم د افریقا لویې وچې په ګڼ شمیر هیوادونو کې د اغیز او نفوذ په لټه کې دي. دغه هیوادونه هم مذهب د یادو اهدافو له پاره یوه تر ټولو ښه وسیله ګڼي. د سامبي په خبره ایران په سینیګال، ایوري ساحل او د ګني په ګډون په ګڼ شمیر سیمو کې جوماتونه جوړ کړي دي. د منځني ختیځ د هیوادونو ترمنځ سیالي دلته په واضح توګه لیدل کیدلی شي.»
«عنبر مسجد» د ښځو د ستونزو حلولو هڅه هم کويThis browser does not support the video element.
د سامبي په خبره سعودي عربستان د شعیه اسلام د خپراوي مخه نیسې او د دې کار له پاره یې په نایجیریا کې ګڼ شمیر جوماتونه جوړ کړي دي. دا هڅې داسې مهال کیږي چې په دې هیواد کې شیعه مذهبه په اقلیت کې دي او تر ډیره پورې دوی د ټولنې تر فشارونو لاندې هم ژوند کوي.