افریقا: د ایډز د مخنيوي له پاره دې تر یوه ډیر ودونه منع شي
۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعهد یوهانسبورګ، د ویتواترزرند، پوهنتون پروفیسور استاد ویلیم ګومیده، د «ټایمز سلِک» په نامه یوې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د HIV ویروس د پراخیدو د مخنيوي او د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې یوازنۍ لاره دا ده چې له یوه څخه ډیر ودونه په بشپړه توګه منع شي.
ګومیده زیاته کړې ده: «په هغه صورت کې چې په قانون کې تغیرات رامنځته نه شي، چې له مخې یي دغې ناورغۍ ته نه یوازې د روغتیایي ستونزې په توګه، بلکې زموږ په پلارسالاره او عنعنوي ټولنه کې د موجود یوه پټ مشکل په سترګه ونه کتل شي، د ایډز له ناورغۍ سره مبارزه به له ماتې سره مخامخ شي.»
د سیاسي علومو دغه کارپوه د بیلګې په توګه د افریقایي هیوادونو په پادشاهانو کې د څو ښځو درلودلو دود ته اشاره کوي او وایي چې د سوازیلنډ دریم پادشاه مسواتي، په افریقا کې د سولو ټبر پادشاه ګودویل سولیتیني او همدارنګه د کامرون دویم حکمران ابومبي ټولو د څو ودونو درلودلو ته ترجیح ورکوله.
د رپوټونو په حواله ویل کیږي چې ابومبي حتی ۱۰۰ ښځې او ۵۰۰ ماشومان درلودل. ګومیده د نموني په ډول په ټولنه کې د دغو کسانو پر اغیزو سخته نیوکه کوي او له یوه سړي سره د څو ښځو واده کول غندي.
د هغه په خبره د سویلي افریقا د پخواني جمهور رئیس یاکوب زوما د واکمنۍ پر مهال: «د سویلي افریقا د تورپوستانو د یو شمیر قومونو په ځوانانو کې د څو ودونو درلودل حتی په مود بدل شوی وو.»
زوما پخپله څلور ښځې درلودې
ګومیده د ایډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ټینګار کړی دی: «د HIV ویروس په بشپړ ډول مهار کولو له پاره باید د خلکو بنسټیز اعتقادات په ټولنیز، کلتوري، او سیاسي برخو کې په بشپړ ډول تغیر او نوي کړل شي.»
سویلي افریقا په تیرو کلونو کې له ایډز سره د مبارزې به برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي، خو سره له دې اوس هم د دغه هیواد له هرو پنځو څخه یو تن يې د ایډز په ناروغۍ اخته دی. د ملګرو ملتونو د رپوټونو په حواله د دغه هیواد له هرو دریو ښځو څخه دوه یي پر دغه ویروس ککړې دي.
آژانسونه/ش.ن/ن.ز