1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افریقا کې ۵۷ میلیونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ شهریور ۱۷, پنجشنبه

د افریقا په مرکزي او لوېدیځ سیمه کې ۵۷ میلیونه ماشومان او ځوانان ښوونځیو ته د تګ او زده کړو ته لاسرسی نه لري. د ناروې د کډوالو شورا د راپور له مخې، تېر کال په دغو سیمو کې ۱۲۴۰۰ ښوونځي تړل سوي دي.

Südafrika Überschwemmungen Regen
انځور: ROGAN WARD/REUTERS

د ناروې د کډوالو شورا د «ان ار سي» او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف سره په یو ګډ راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ به خپور سي، دا ویلې دي چې د افریقا په مرکزي او لوېدیځ سیمه  کې ۵۷ میلیونه ماشومان او ځوانان ښوونځیو او  زده کړو ته لاسرسی نه لري.

«ډیر ماشومان د لوږې له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي»
د ناروي د کډوالو اداري مشر مورین میګاه د افريقا د مرکزي او غربې سیمو په اړه وایې: «د افريقا د مرکزي او غربې سيمو د دولت مشران بايد هڅه وکړي ترڅو هر ماشوم ښوونځې ته ولاړسې.»
په خاصه توګه تیرکال د ماشومانو وضعيت په افریقا کې هیڅ ښه سوی نه دی.

 
د راپورونو پر اساس د ناروې د کډوالو اداري « ان ارسې» په تیر کال کې یواځې په همدي سیمو کې د ۱۲ زره ۴۰۰ ښوونځیو د تړلو خبر ورکوي.
په بورکینافاسو ، چاد، مالې او نیجر کې نیمايي ځوانان زده کړو ته لاس رسی نه لري.

انځور: Andrea Hanks/UPI Photo/Newscom/picture alliance

په مالي کې د برید د قربانیانو شمیر لوړ شوی دی
په داسي حال کې د ښوونځیو د تړلو په اړه خبره کیږي چې ویل سوي په همدې سیمو کې وسله والې نښتې سوي دي. له هغه وخت راهيسي چې په دي سیمو کې جګړه پیل سوې، ښوونځې د وسله والو کسانو له لوري په مستقیمه توګه په نخښه سوي او دوی اړ سوې ترڅو پوري زده کوونکې رخصت  او ښوونځي وه تړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب