1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د افراطي ډلو د شتون په اړه اندېښنې

۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

ځينو لوېديځو هيوادونو په افغانستان کي د افراطي ډلو د حضور او عملياتو په اړه سخته اندېښنه ښوولې او ويلي يې دي چي طالبانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کي پر خپلي ژمني عمل نه دی کړی.

لوېديځو هيوادونو له طالبانو غوښتي چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړې
لوېديځو هيوادونو له طالبانو غوښتي چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړېانځور: Ali Khara/REUTERS

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، انګلستان او متحده ایالاتو ځانګړو استازو تيره اونۍ سره ليدلي او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړې ده. په دغه اعلاميه کي چي د پنجشنبې په ورځ خپره سوې ده راغلي دي چي د امريکا متحده ايالاتو په يوه هوايي بريد کي د القاعدې د مشر ايمن الظواهري وژني دا وښوده چي طالبانو پر خپلي ژمني عمل نه دی کړی.

یوناما: د نجونو د ښوونځیو تړل یوه غمجنه او شرم آوره خبره ده

په دغه اعلاميه کې، په دوامداره توګه د بشري حقونو او د افغانانو د اصلي آزادیو د تر پښو لاندي کولو په اړه ژوره اندېښنه ښوول شوې ده.

همدا راز د دې خبرداری هم ورکړل شوی چې که طالبان بین الافغاني مذاکرات و نه مني، جګره به لا زور واخلي.

په دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیو هيوادونو او سیمه ایزو همکارانو او اسلامي هيوادونو څخه غوښتل شوي چې «د افغانانو ګټو ته په پام سره په افغانستان کې همکاري وکړي.»

ګوتېرش: طالبان دې عاجل د نجونو پر ښوونځیو محدودیت ختم کړي

ملګرو ملتونو ته د افغانستان په اړه وړاندي شوي راپو کې د نظر او بیان پر آزادۍ د محدودیتونو زیاتیدل او په ځانګړې توګه د ښځو او بهرنیو ژورنالیستانو توقیفول غندل شوې دي.

پر دې سربیره دوی زیاته کړې ده چې افغانستان اوس له یوه بشري ناورین سره مخ دی او نړیوال مرستندویه سازمانونه باید خپل هیڅ ډول مرسته له دغه هیواد څخه و نه سپموي.

د بخښنې نړېوال سازمان: طالبانو په غور ولایت کې شیعه ګان وژلي

د افغانستان له پاره د لوېديځو هيوادونو استازو په خپله اعلاميه کې پر طالبانو غږ کړی دی چې په افغانستان کې د ټولو تروریستي ډلو او د هغوی د فعالیتونو پر وړاندي ودريږي، څو د داعش او نورو ترهګرو ډلو د بريدونو له خطر سره مخامخ قومي او مذهبي ټولني خوندي شي.

ش/ا.ن/ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل