1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې په میليونو کوچنيان مرستې ته اړتیا لري.»

شکیلا ابراهیم خیل | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق په افغانستان او سویلي اسیا کي پر کوچنیانو د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه اندېښنه ښوولې ده. دغه بنسټ ویلي دي، په افغانستان او سویلي اسیا کي په میلونونو کوچنیان مرستي ته اړ دي.

افغانستان /  په ننګرهار کې د سیلابونو زیانونه
افغانستان/ په ننګرهار کې د سیلابونو زیانونهانځور: Ismail Sirat

«یونیسف» یا د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق د شنبې په ورځ په یو ټویټ کي لیکلي دي،  په ۲۰۲۲ کال کي د اقلیمي بدولونون له امله په افغانستان او د سویلي اسیا په ځینو نورو هیوادونو کي د درنو او ویجاړونکو سېلابونو له امله ۱۵ میلیونه نجوني او هلکان اغېزمن سوي دي. 
د یونیسف په باور، د اقلیمي بدلونونو په اغیزمنه نړۍ کي اوسمهال اړینه ده، چي کوچنیانو ته دا ور وښوول سي، چي اقیلمي بدلونونو ته چمتو و اوسي.

اړوند:سيف د چلدرن په افغانستان کي د ماشومانو وضعيت ناورين ګڼلی  
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همږغی کوونکی بنسټ « اوچا» هم په تازه راپور کي ویلي دي د تودوخې لوړېدل، د اورښتونو کمښت او د ځنګلونو د له منځه تلل هغه څه دي، چي په پایله کې یې په ټول افغانستان کي يې اقلیمي بحران د پراخيدو په حال کې دی.

 یاد بنسټ ویلي، د چاپیریال ساتني دایمي حل لاري او پر وخت د اغېزمن سویو کسانو لاسنیوی کلکو بېړنیو بشردوستانه مرستو اړتیا لري.
افغانستان پروسږ کال د وچکالۍ، زلزلې او داسي ویجاړونکو سېلابونو شاهد ؤ، چي د بېلا بېلو پېښو پرمهال يې په لسهاوو تنو، چي ښځي او کوچنیان هم پکښي شامل ول، خپل ژوند له لاسه ورکړ او په سلهاوو کورونه ونړېدل.

اړوند: سخت ژمی تر ۳۰۰ زرو زياتو افغان ماشومانو ژوند ګواښي
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې سږکال افغانستان ته د اقلیمي بدلونو له لاسه دوه ملیارډ ډالر تاوان رسېدلی دی. 
که څه هم افغانستان له اقلیمي بدولونو څخه اغېزمن هیواد دی، خو د مصر په «شرم الشېخ» ښار کي د اقلیمي بدلون په اړه جوړسوي نړيوال کنفرانس ته يې کوم استازی نه ؤ ور بللی سوی. 
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي د طالبانو د هغه نیوکي په ځواب کي، چي د اقلیمي بدلون غونډي ته د دوی کوم استازی نه ؤ ور بلل شوی، ويلي چې سره له دې هم چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چي له اقلیمي بدلونونو ډېر اغېزمن کړی خو دا چي اوسمهال رسمي او قانوني حکومت نه لري، نو ځکه په دې غونډه کي ګډون هم نه سي کولای.

چاپېريالي کړکېچ: زموږ د زمانې يوه تر ټولو ستره ننګونه

00:58

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل