1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: ښوونځي او پوهنتونونه به درې مياشتي نور هم تړلي وي

۱۳۹۹ خرداد ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د ښووني او روزني او لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی دی چي د کرونا بحران له کبله به ښوونځي او پوهنتونونه درې مياشتي نور هم تړلي وي.

Afghanistan - Schule - Mädchen
انځور: picture alliance/Photoshot/M. Arghand

د افغانستان د ښووني او روزني وزارت يوه وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د دې پريکړي دليل په دغه هيواد کي د کرونا ويروس د پيښو ډيرښت دی.

هغه ويلي دي: «موږ له يوې مياشتي راهيسي زده کوونکو ته له ليري څخه تدرس ورکول پيل کړي دي، څو هغوی په کورونو کي خپل وخت تلف نه کړي.» هغه زياته کړې ده چي دغه تدرس به د راډيو او تلويزيون له لاري ورکول کيږي.

د افغانستان د ښووني او روني وزارت د وياند په خبره د پوهنتون د محصلانو له پاره د انلاين زده کړي زمينه برابره سوې ده.

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي په دغه هيواد کي د کرونا ويروس مثبتي پيښي تر۲۰زرو اوښتي دي او ۳۵۷ کسان مړه سوي دي. اوس د ډيرو نورو کسانو د په اخته کيدو بيره موجوده ده.

د يونيسف په حواله د کرونا ويروس بحران له څلورو لسيزو جګړې راهيسي د افغانستان د ښووني او روزني نيمګړی سيستم نورهم پسې ژور کړی دی.

د دغه ويروس د پراخيدو د مخنيوي په خاطر رامنځته سويو محدوديتونو له کبله په ميليونونو ماشومان له زده کړو پاته دي. په دې برخه کي بيا په ځانګړې توګه نجوني له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د يونيسيف د کلني راپور له مخي په افغانستان کي اوس هم ۳،۷ ميليونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي. او يوازي په سلو کي ۵۴ سلنه ئې ابتدايي سر ته رسوي.

nz/bs (dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب