«په افغانستان کي تدريجي مرگ مهاجرت ته مجبوره کړم»۱۳۹۵/۵/۱۷۱۳۹۵ مرداد ۱۷, یکشنبهيوه افغانه ژورناليسته چي اوس په جرمني کي د مهاجرت شپې او ورځي تيروي وايي په هيواد کي تدريجي مرگ مهاجرت ته مجبوره کړې. د هغې خاوند لا درکه او د مهاجرت پر لاري ئې ډېري سختي ليدلي. له هغې سره مرکه دلته اورېدلای سئ.لینک کاپي کولانځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorstاعلان[No title]This browser does not support the audio element. اروپا ته مهاجرت انځورونه: د بالکان له خنډونو ډکي لاري تیریدلد مهاجرت په موخه د یونان، مقدونیا، سربستان، کرويشيا او هنگري له لاري سفر ډېر ستومانه دی. هیڅ هیواد نه غواړي چې د مهاجرو مسئولیت پر غاړه واخلي. دوی په اصطلاح له یوه سرحده بل ته شړل کیږي.انځور: DW/L. Scholtyssykبسونه له گډوالو ډک ديهره ورځ په زرونه انسانان د سربستان چارواکو له خوا د کرويشیا سرحد ته استول کیږي او هلته په تش ډاگ پرېښوول کيږي.انځور: DW/L. Scholtyssykروښانه رنگونه او غمجن وضعیترضاکاران پر کډوالو باراني چپني ویشي. له څو ورځو راهیسي هلته بارانونه دي او مهاجر له يوه سرحده بل ته شړل کيږي.انځور: DW/L. Scholtyssykله دې ځای وروسته د پښو مزلاوس نو تر کرويشيا پوري ډیره لنډ واټن پاته دی. سربستان په رسمي ډول له دې خبري انکار کوي چې دوی د کرويشيا سرحد ته کډوال لیږدوي.انځور: DW/L. Scholtyssykکثافات، خټي او بارانکډوال د زراعتي مځکو له لاري د کرويشيا سرحد ته ځان رسوي. دوی په غیر قانوني توگه دغه هیواد ته داخلیږي.انځور: DW/L. Scholtyssykله دې څخه هدف دا نه ووسربستان له مهاجرو سره ډیره ښه خدای پاماني کوي، خو په هیڅ صورت د دوی بیرته ستنیدل نه غواړي.انځور: DW/L. Scholtyssykبې له دمي او آرامهسارا او یوسف له خپلو ماشومانو سره له درو اونیو راهیسې له سوریې څخه تښتیدلي دي. تر سربستان پوري نهه ساعته سفر دوی ته انتظار باسي. اوس دوی په کرويشيا کې راتلونکي بس ته په تمه ناست دي.انځور: DW/L. Scholtyssykيوازيپه مهاجرو کي کوچنيان هم سته چي په دغه اوږده سفر کي داسي هم پېښيږي چي له خپل مور او پلار څخه جلا شي.انځور: DW/L. Scholtyssyk په راتلونکو څو دقیقو کې به دغه مهاجر په یو بل بس کې سپاره شي، خو دا وار د کرويشيا پر لور.انځور: DW/L. Scholtyssykیوه لنډه دمهد کرويشيا پوځ سرحد ته نږدې په یوه کوچني ځای کې د خیمو یو کمپ جوړ کړی دی. دلته مهاجر کولای شي چې لنډه دمه وکړي او طبي مرستې ترلاسه کړي.انځور: DW/L. Scholtyssyk مخکې تر دې چې ۲۴ ساعته وروسته دوی په یو بل بس کې سپاره شي، دوی د هنگري سرحد د ځان له پاره هدف ټاکلی دی.انځور: DW/L. Scholtyssykانځورونه1 | 10