1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« په افغانستان کي خطرناک روان بشري ناورین»

۱۴۰۲ مرداد ۲۰, جمعه

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کي ویلي دي، چي طالبانو د خپل حاکمیت په دوو کلنو کي پر ښځو، نجونو او رسنیو باندي بندیزونه پراخ کړي دي.

Afghanistan Taliban Frauen Burka Essensverteilung
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه اعلامیه کي ویلي دي، چي طالبانو د خپل حاکمیت په دوو کلنو کي پر ښځو، نجونو او رسنیو باندي بندیزونه پراخ کړي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ د دوه کاله پوره کیدو په مناسبت په خپاره کړي راپور کي ویلي دي، چي په نړۍ کي افغانستان د بشري حقونو له مخي په یو بدترین هیواد بدل سوی دی او ۲۸میلون خلک، یعني د ټول نفوس له درې برخو څخه يې دوې برخي بېړنیو بشري مرستو ته ډېر اړ دي.

زموږ فېسبوک پاڼه

ملګرو ملتو راپور ورکړی دی، چي څلور مېلونه خلک ، چي له دې څخه يې ۳/۲ میلونه تر پنځو کالو کښته کوچنیان دي له ډېري خوارځواکۍ څخه کړیږي.

په دې بنسټ کي د افغانستان د څانګي څېړونکې فرشته عباسي په دغه هیواد کي حاکم وضعیت «بشري خپسکه او بشري بحران» یاد کړی دی، چي نړيواله ټولنه باید طالبان«وپوښتي» دې

اړوند:د افغان ښځو په اړه؛ د رینا امیري او د قطر د بهرنیو چارو وزیرې لیدنه

زیاته کړې ده، چي د « طالب مشرانو قوانین او ظالمانه سیاستونه باید سمدستي رد او نړيواله ټولنه باید له هغو څخه د اوسني کړکېچن حالت پوښتنه وکړي.»

پر رسنیو « پراخ سانسور»

یاد سازمان د ښځو د حقونو او د بیان ازادۍ په اړه هم ا ندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي، چي طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو،زده کړي او تحصیل ترڅنګ د هغوی پر ټولنیزو فعالیتونو هم بندیزونه لګولي دي. همدارنګه په راپور کي راغلي دي، چي پر رسنیو « پراخ سانسور» او په افغانستان کي اطلاعاتو ته د نه لاسرسي کچه هم لوړه سوې ده.

افغانستان/ طالبان، رسنۍ، بنفشه بنشانځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

له دغو څېړونو څخه معلومیږي، چي د طالبانو له خوا د خبریالانو او پر دوی د انتقاد کوونکو د نیولو شمېر هم په دې وروستیو کي لوړ سوی دی او په هیواد کي د ننه هیڅوک نه سي کولای، چي د طالبانو له ویري مهم اطلاعات په خپل سر خپاره کړي.

اړوند: د بشري حقونو د دفاع بنسټونو وړاندیز طالبانو ته څه پایلې لرلی شي؟

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي دي، چي پر اوږدو جګړو سربېره، طبعي پيښي، ورځ په ورځ ډېرېدونکې وزګارتیا، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د غذايي مصونیت نه شتون، د ښځو او نجونو پر کار ټینګ بندیزونه هغه څه دي، چي دلته يې یادولای سو.

د دغو یادو بندیزونو ترڅنګ ډېر کارونه له منځه وړل سوي اوښځي له کاره ګوښه سوي دي.

 ملا ماتوونکی سیاست د له منځه وړولو لپاره لاري چاري

په ځینو بشري سازمانونو کي د ښځو کارونه منع او پر دې سربېره ښځینه زده کوونکي له منځنیو او لوړو زده کړو راګرځول سوي دي.

د یاد راپور پر بنسټ، په افغانستان کي د نړيوالو سیمه ییزو ادارو پر ښځینه کارمندانو د کاربندیز پرېکړي، په دغه هیواد کي دښځو لپاره روغتیا، خوړو اود اوسیدو ځای ته لاسرسی ډېر سخت کړی دی.
اړوند: 

«که طالبان هنري کارونو ته اجازه ورکړي هیواد ته ستنیږم»

02:57

This browser does not support the video element.

فرشتې عباسي ویلي دي، د ښځو په وړاندي د طالبانو ناوړه چلند په دغه هیواد کي د ښځو ټولو حقونو ته د نه پاملرني معنی لري. 

دا زیاتوي:«بندیزونه او د هغوی یعنی طالبانو سیاستونه نه یوازي د ښځو د حقونو پر فعالانو بلکي د عادي ښځو پر ژوند هم اغیز کړی او ستونزي يې ورته جوړي کړي دي.»

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، مرسته کوونکي هیوادونه باید په افغانستان کي د بشری ناورین د ګراف په راکښته کولو کي داسي مرستي وکړي، چي د ښځو په وړاندي د طالبانو د مخنیوی او ملا ماتوونکی سیاست د له منځه وړولو لپاره لاري چاري ولټول سي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د مخکنیو افسرانو اود مقاومت د وسله والو کسانو او ملګرو پر خپل سر نیولو، وهلو ټکولو او اعدام ته هم اشاره کوي.

زموږ یوټیوب پاڼه

د دغه راپور پر بنسټ په افغانستان کي د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسي د داعش د خراسان څانګي له خوا پر مدرسو او مسجدونو بریدونه ډېر سوي دي، چي قصدا هغه هزاره ګان او شیعه ګان په نخښه کیږي، کوم چي له لږو امنیتي، روغتیايي او نورو خدمتونو څخه برخمن دي.

«طالبان بايد مجبور کړل شي»

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، په زرهاوو هغه افغانان، چي له هیواد څخه تېښتېدلو ته اړ سوی اوسمهال په درېیم هیواد کي تریخ ژوند تېروي، چي د هغې ډلي څخه پاکستان، عرب متحده امارات، ایران او ترکیه یادولای سو.

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي دي، چي دولتونه باید پر خپلو ژمنو ودریږي اودغه تر سختو شرایطو لاندي کسان ژر ترژره په خپلو هیوادونو کي مېشت کړي.

اړوند: ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بدني سزاګانو او اعدام د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده

فرشتې عباسي ویلي دي، چي« په افغانستان کي ددغه لوی بشری ناورین په مقابل کي د طالبانو جواب د ښځو د حقونو لا تر پښو لاندي کول او هر ډول مخالفت دی.»

نوموړې زیاتوي، هغه هیوادونه، چي له طالبانو سره  اړیکي لري او افغانانو ته بنسټیزي مرستي رسوي، باید طالبان مجبور کړي، چي هرڅومره ژر کېدای سي خپله لار بدله او افغان ولس ته د دوی اساسي حقونه ور کړي.

زموږ له ارشیف څخه: 

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل