په افغانستان کي دملګرو ملتو نوی خاص استازی ټاکل سوی دی
۱۳۸۶ دی ۲۶, چهارشنبهاعلان
د رويتر د آژانس د معلوماتو په حواله چي نن چارشنبه يې تر لاسه کړي دي ، دغه 66 کلن ليبرال سياست مدار د ملګرو ملتو د عمومي منشي، بان کي مون سره پر دغي خبري باندي موافقه کړې ده .
ايشډون چي پخوا په بوسنيه کي هم دملګرو ملتو خاص استازی ؤ، د آلماني توم کیونيګ Tom koenigځای به ونيسي . د افغانستان دپاره د استازی د ټاکلو پر سر تر آخره پوري جنجال ؤ.
ايشډون ددغه نوي مقام دپاره د ډير صلاحيت او واک غوښتونکی دی . خاص استازی وظيفه لري چي د ملګرو ملتو ، ناټو او اروپايي ټولني کوښښونه او هلي ځلي سره يو کي ، تر څو په افغانستان کي سوله راولي ،او د بيا جوړولو کارونه پر مخ ولاړ سي .