د امريکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي فاروق القطاني او بلال العطبي، چي له ډېرو کلونو راهيسي ئې په افغانستان کي فعاليت کاوه او لټون پسې روان وو، په کونړ ولايت کي د بې پيلوټه الوتکو په بريد کي وژل سوي دي.
د پنتاگون د معلوماتو له مخي القطاني، له ډېري مودې راهيسي د افغانستان په شمال کي د القاعدې مشري کوله او «په دې تلاښ کي وو چي هلته د القاعدې غړو د اوسېدو خوندي ځايونه جوړ کړي.»
ويل سوي چي هغه په افغانستان کي پر امريکايي او نړيوالو ځواکونو د بريدونو پلانونه جوړول. په القطاني پسې له څلور کلونو راهيسي لټون روان وو.
د العطبي، په اړه بيا ويل سوي دي چي هغه د افغانستان په جنوب کي د القاعدې مشري کوله او هلته ئې د بهرنيو جنگياليو د بيا راټولو او روزلو دنده لرله.
د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چي پر دغو دوو کسانو باندي د يکشنبې په ورځ د افغانستان په کونړ ولايت کي د څو بې پيلوټه الوتکو په مرسته بريدونه سوي دي. د پنتاگون دغه د بريا خبر ته بايد سړی تر اوسه لا د شک په سترگه وگوري، ځکه د بريد په اړه ارزوني لا بشپړي سوي نه دي.
د پنتاگون وياند پيتر کوک، ويلي دي چي د «هغوی مړينه به د القاعدې تروريستي شبکې له پاره يوه ستره ضربه وي.» د دوی مړينه د افغانستان، امريکا متحدو ايالاتو او متحدانو له پاره ئې د گواښ د لږېدو سبب کيدای سي.
امريکا متحدو ايالاتو په روان کال کي پر القاعدې شبکې باندي نژدې ۷۰۰ هوايي بريدونه کړي دي. تېرکال دغه بريدونه ۵۰۰ ول. پر القاعدې باندي د بريدونو ډېرښت د دې ښکارندوی دي چي امريکايي ځواکونه به په راتلونکې کي هم په افغانستان کي ښکېل پاته سي.
نور مطالب:
د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې افراطي ډلي داعش د عراق په شمال لوېديځ ايزيدانو پر سیمو یرغل وکړ. هغه مهال په زرونو ښځي وتښتول شوې، مریاني شوې او جنسي تیري پرې وشول. اوس دوی د دغي ډلې پر ضد وسلې پورته کړې. انځور: Reuters/A. Jadallah دښمن همدلته باید وي. کردې جنګیالۍ حسیبه نوزاد د یوه دوربین له لاري موصل ښار ته نژدې پر هغه سرحد نظر اچوي چې دغه کردي سیمه د داعش تر کنترول لاندي سیمو څخه جلا کوي. کردي جنګیالي د عراق پوځ سره یوځای د پرمختګ په حال کې دي.
انځور: Reuters/A. Jadallah د مقاومت په لومړۍ لیکه کې دښمن لیدل شوی اوس باید پرې ډزونه وشي. حیسبه نوزاد د خپلې ایزیدۍ همکاري عاصمه داهر او نورو همکارانو سره د داعش ډلي ترهګر په نخښه کوي. دښمن ته یوازې د هوا له لاري ماته نه شي ورکول کیدای. له دې کبله کردۍ او ایزیدۍ ښځې هم د ځمکني مقاومت په لومړۍ لیکه کې شاملې دي.
انځور: Reuters/A. Jadallah په ښه توګه لیدل باید وکولای شي په دقیقه توګه د په نخښه کولو له پاره په ښه توګه لیدل اړین دي. له همدې امله ویښتان هم باید ښه ټول شي. حسیبه هم خپل ویښتان چوټي کوي. دغه «پوځي مود» چې د لویدیځ مجلې ورته کله کله د خوند له پاره په خپلو ګڼو کې ځای ورکوي په عراق او سوریه کې یو دردونکي حقیقت منعکسوي.
انځور: Reuters/A. Jadallah عاصمه داهر، په جګړه کې د دمې پر وخت. له هغې سره یو سور خیرسک ورسره دی. دا ښايي د هغې له پاره د ۲۰۱۴م کال تر یرغل د مخه د سوله ایز وخت یو سمبول وي چې د داعش ډلې د برید وروسته پای ته ورسید. دا د ډیرو ایزیدۍ میرمنو له پاره د کړاونو او خپلو کورنیو او د هغه څه له لاسه ورکولو د وخت پیل وو چې پر دوی ګران وو.
انځور: Reuters/A. Jadallah د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) جنګیالو پر کمزورو هم رحم ونه کړ. د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې په زرونو کسان تیښتې ته اړ خو په بې رحمه ډول تعقیب شول. د یوه سپين ږيري سړي او د ده سره د ملو ښځو دغه انځور دوه کاله ترمخه په ټوله نړۍ کې د ایزیدانو د کړاو په یوه سبمول واوښت.
انځور: Reuters دغه ایزیدۍ نجلنۍ نه غواړي خپله څیره وښيي. د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې دا وتښتول شوه او په زور یوه جنګیالي ته واده شوه. دوې میاشتې وروسته دغه ۱۵کلنه په تېښته بریالۍ شوه. اوس دا له خپلې کورنۍ سره ده او د هغه څه په اړه کیسې کوي چې د ویلو وړ نه دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Bennett افراطيانو د سوریې شمالي ښار عین العرب چې د ترکیې پر سرحد پروت دی، څو میاشتي کلابند کړی وو. دغلته کردانو سخت مقاومت وکړ او په پای کې یې د امریکا په مشرتوب ائتلاف د هوايي بریدونو په مټ بری ترلاسه کړ. خو دغه جګړو ښار له خاورو سره خاورې کړ.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Akgul داعش د هر هغه چا ضد ده چې ایډیالوژي یې نه مني. دغه ډله د تقسیم په اصل عمل کوي او هڅه کوي بیلا بیل مذهبونه او نژادي لږکۍ یو د بل پر ضد وپاروي. خو دوی تل نه کامیابیږي. کردي او ایزیدي ښځي ژورې ملګرتیاوې لري او دغه ډله یې په دې توګه په سمبولیک ډول ماته کړې ده.
انځور: Reuters/A. Jadallah داعش لا له پوځي اړخه ماته نه ده خوړلې. د عراق او سوریې ډیري سیمې یې اوس هم په ولکه کې دي. کرداني او ایزیدانې به هم خپلې جګړې ته دوام ورکوي. خو دوی ترهګرو ته یو سبق هم ور زده کړی هغه دا چې ښځي په هیڅ صورت هم مریاني نه دي.
انځور: Reuters/A. Jadallah