1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د امريکا د هوايي بريدونو شمېر نور هم زيات سوی

۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبه

په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو د هوايي بريدونو شمير په سپتمبر مياشت کي دومره لوړ وو چي له ۲۰۱۳ کال راهيسي يي ساري نه درلود. دغه خبر «سيگار» په هغه رپوټ کي راغلي چي د پنجشنبه په ورځ خپور سوی دی.

Afghanistan US Militär Drohnen
انځور: Reuters/J. Smith

د افغانستان د بيارغوني له پاره د څار امريکايي ادارې « سیگار » د رپوټ په حواله د امريکا هوايي ځواکونو په افغانستان کي په سپتمبر مياشت کي ۹۴۸ بريدونه کړي دي. په ۲۰۱۳م کال کي د دغو بريدونو د ثبتولو له پيل راهيسي بيا تر اوسه پوري دومره ډبر بريدونه نه ول سوي، لکه اوس چي په يوې مياشتي کي سوي دي. دغه بريدونه زياتره راکټي بريدونه ول.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د سپتمبر د يوولسمي پيښې د يادون په غونډه کي ويلي ول چي څو ورځي مخکي امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کي خپل دښمن تر داسي يوه سخت بريد لاندي راووست چي تر اوسه يي ساري نه درلود او دا وړاندوينه يي هم وکړه چي دغه ډول بريدونو ته به ادامه ورکړي.

د سپتمبر پر اومه نيټه د افغانستان په هکله د سولې خبري پس له هغه له خنډ سره مخامخ سوې چي په کابل کي د يوه بريد په نتيجه کي يو امريکايي عسکر ووژل سو.

د امريکا د هوايي ځواکونو د احصائيو له مخي  په مجموعي ډول د روان کال له جنورۍ څخه بيا تر سپتمبر مياشتي پوري ۵۴۳۱ هوايي بريدونه سوي دي. دغه شمير د تيرکال د همدغه وخت په پرتله څلور سلنه زياتولي ښيي.

انځور: STR/AFP/Getty Images

په افغانستان کي د هوايي بريدونو شمير له ۲۰۱۵م کال راهيسي لوړ سوی او له ۲۰۱۷م کال راهيسي يي نور هم زور اخيستی دی. د هوايي بريدونو له پاره صلاحيتونه گام پر گام پراخ سوي دي.

د امريکايي ځواکونو د هوايي بريدونو په نتيجه کي د ملکيانو تلفات زيات سوي دي. د سيگار د روان کال د وروستۍ ربعې په رپوټ کي د افغانستان د کړکيچ په هکله نور دقيق ارقام هم ورکړل سوي دي. خو زياتره يي پټ ساتل سوي دي.

په دې ډول په دښمنيو کي د وژل سوو او يا هم ټپيانو سوو افغان امنيتي ځواکونو دقيق شميره هم پټه ساتل سوې ده. په رپوټ کي فقط دا واضح سوي چي د جون او اگست مياشتو ترمنځ د تيرکال د همدغه وخت په پرتله پنځه سلنه زيات پوليس او سرتيري وژل سوي او يا هم ټپيان سوي دي.

G.P/N.Z/dpa