1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د جنګي جرمونو د څېړنو د بیا پيليدو غوښتنه

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ شهریور ۱۰, پنجشنبه

د جرمونو نړيوالي محکمې مشر، په افغانستان کي د طالبانو واکمنۍ د یو کال پوره کیدو له امله په دغه هیواد کي د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د چټکو څېړنو د بیا پيليدوغوښتنه کړې او خبرداری يې ورکړ،چي د دغو جنایتونو لړۍ دوام لري.

Sudan, Khartoum | Karim Ahmed Khan, Chefankläger des Internationalen Strafgerichtshofs in Den Haag
انځور: Marwan Ali/AP/picture alliance

رویټرخبري آژانس، د جرمونو د نړيوالي محکمې د اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی دی چي د دغي محکمې لوی څارنوال په افغانستان کي د احتمالي جنګي جرمونو د څېړنو د بیا پيليدو د اجازې غوښتنه کړې ده.
دوه کاله کېږي چي په افغانستان کي د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د جرمونو د نړيوالي محکمې څېړني په ټپه ولاړي دي. دا ځکه چي په ۲۰۲۰م کال کي د افغانستان مخکني حکومت له یادي محکمې غوښتي ول چي خپلي څېړني وځنډوي، ترڅو افغان حکومت خپله په دې برخه کي څېړني وکړي.

«د طالبانو په واکمني کي رواني ناروغۍ زياته شوي دي»
د هغو اسنادو له مخي چي روانه اوونۍ د جرمونو نړيوالي محکمې په ویبپاڼه کي خپاره سول، د محکمې مشر کریم خان په دې برخه کي د ځنډ لیري کولوغوښتنه وکړه او لامل يې په محاکمو کي د کورنیو دوسیو د څار او تعقیب په لار کي د طالب چارواکو د هڅو نشتوالی یاد کړ.
کریم خان ویلي دي چي د افغانستان پخواني حکومت په دې خاطر د څېړنو د ځنډولو غوښتنه کړې وه چي هغوی غوښتل د دغه شان دوسیو عدلي تعقیب په خپله وکړي.
د هغه په خبره، طالبانو په دې اړه عدلي څېړني او تعقیب ته «دوام نه دی ورکړی، دوام نه ورکوي او دوام ته يې هوډ نه لري.«

انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images


کریم خان زیاته کړه: «برعکس په دې اړه ترلاسه سوي معلومات ښيي، هغه شدید جرمونه، چي په محاکمو کي په قضايي برخه کي کېږي، دوام لري.» هغه د جرمونو د نړيوالي محکمې له قاضيانو څخه وغوښتل چي په دې برخه کي دي اجازه ورکړي چي څېړني «ژر ترژره شروع سي.» 
کریم خان پروسږکال په سپټمبرمیاشت کي اعلان کړی ؤ، چي دی، د دې محکمې له قاضیانو غواړي چي د طالبانو او داعش خراسان څانګي له خوا د ترسره سوو جرمونو په اړه له سره بیا څېړني شروع کړي.

امریکا: طالبانو د ښځو او قومي لږکیو حقونه او دیني آزادۍ محدودي کړي
نوموړي په خپله دې غوښتنه کي زیاته کړې، څارنوالان به د امریکايي ځواکونو او د افغانستان د مخکني حکومت له خوا د احتمالي ترسره سویو جرمونو څېړني له لومړیتوبه څخه باسي. 
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازولۍ سږکال په جولای میاشت کي وویل چي له هغه وخت راهیسي چي طالبان واک ته رسیدلي، په دغه هیواد کي د بې عدالتۍ، وژنو، شکنجو، خپلسرو نیولو او غیرانساني مجازاتو مسؤل دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل